د اسحق ننگیال انځوریزه دنیا

فاروق فردا

212

انځور د شعر له بنسټیزو توکو څخه دی، چې نه یوازې یو نظم تر شعریته لوړوي، بلکې د شعر نورو توکیو ته هم رنګ او خوند وربخښلای شي.
مرحوم اسحق ننګیال، په شعر کې د انځور د ارزښت په درک کولو سره هيڅکله دخپل شعر چاپېریال له انځوره تش ندی پريښی او په دې تو ګه یې ددغه چاپېریال د پراخوالي سره ځانته ځانګړې انخوریزه دنیا لرله. دده اکثره شعرونه، د طبیعت د عینیت او دده د ذهني ماحول د معنوي مزاج له امتزاجه رنګ اخیستی دی. دا به دده د پراخې مطالعې ځانګړنه وي، چې د شعري دنیا ژبه یې انځوریزه شوې وه. د ننګیال د انځوريزې دنیا تر اغیزو وه، چې دی یې له ډانګ پېیلې شاعرۍ لرې ساته او ده ته یې د یوې رنګینې دنیا د طبیعت په حرم کې خدایزده د چا د زلفو له شا څخه د کوم نسیم دروازه پرانیستله، چې ننګیال یې جوګه وو.
د ننګیال انځوریزه دنیا، هغه دنیا ده، چې ننګیال په کې د ټوپک نه نیولې تر رقیقی عاطفې پورې د طوطي او بلبل پر ژبه خواله کوله او هغوی یې له وسواسه د احساس د چمن سیل ته را بلل.
د جنګ او جګړو شپې ورځې وې، د ټولنې رواني حالت داسې وو، چې وغواړې که ونه غواړې د ټوپک د ډزو او چاودنو غږونه اورېدل کېدل. که څه هم تر اوسني حالاتو یې توپیر درلود، مګر له دې امله چې وطن ورسره روږدی نه وو، نو کرکه او نفرت هم ورسره داسې غاړه غړۍ وه، لکه چې ځینو ورسره مینه درلوده . ننګیال په همدې شرایطو او په همدې بړبوکیو کې له ورېځو سره د زړه خواله کوي، له لمر سره همغږی کېږي او ورسره د زړه راز وايي، سپوږمۍ په کور کې مېلمه کوي او له ستوریو سره د تیارو پر ضد د هغو جامې اغوندي، لښکرو ته یې ورګډېږي او پخپله ستورو سره، ستوری کېږي.
ما به کله نا کله د ننګیال د صور خیال آزانګې لیدلې، خو د «ډالۍ» د چاپ او لوستلو سره نېغ په نېغه له یوه شاعر ننګیال سره آشنا شوم. په «سپېره ډاګونه او غوړېدلي بزغلي»کې چې د ده دویمه شعري ټولګه ده، بل ننګیال وینم . یو سیاسي او ژمن شاعر، یو دردېدلی او کړېدلی شاعر. د ده صور خیال هم له ډول ډول پېښو څخه یو ځورېدلی او مات انځور دی، چې یو بېنوا شاعر یې په ځان کې راښکېل کړی دی. ما پر دې مجموعې مقدمه کښلې او له ده سره د ښکلاوو په شنه دنیا کې دمه شوی یم. په دې سریزه کې د ننګیال د اند و ژوند هنرمندانه اړخونه او دده د سیاسي ادب مختلفو مراحلو ته پام ساتل شوی دی.
ننګیال په دې مجموعه کې، د هنري دنیا یوه ورکه هستي ده، چې په لاره کې د منزل د نښه کولو په لور سرګردانه دی. خو دغه ورکه هستي په «هغه شېبې هغه کلونه» کې د ورېځو پر پاغوندو باندې د کاوون د غره شمالونه را خوشې کوي او د شنه اسمان له لمنې څخه د ستورو په منځ کې ځان راښکاره کوي، په ورځ کې له لمر سره جوړه د شعر په چینو کې د هنر د پېغلو فالونه ګوري اوخوبونه یې ور تعبیروي.
هغه شېبې هغه کلونه، د ننګیال د شاعرۍ د عطف ټکی جوړوي. دی په همدې شېبو او همدې کلونو کې، له ښایستونو او انځورونو سره غاړه غړۍ کېږي او پيغام ورکوي چې :
سحر اوچت شو
د تیارو لمن یې څيرې کړله
او سپرلنیو وږمو،
ددې شینکي اسمان په دښتو کې
په سرو منګولو،
باغ د نارنجو جوړ کړ….
دا همهغه ننګیال دی او دا همهغه شېبې او همهغه کلونه دي، چې ننګیال پکې د لوی دریاب پرغاړه د حسن په کور، د شنو اوبو د سپینو سپینو آیینو د پاسه د طلایي ماهیانو لامبا ته کېني .
دریاب، د حسن کور، سپینې آیینې، سره لمرونه او طلایي ماهیان، د سمبولونو او استعارو یوه کلکه مجموعه ده، چې شاعر د طبیعت په یوه ګوښه کې په یوې ځان جوړې عیني دنیا کې ذهني انځور وړاندې کوي. داسې چې لوستونکی ورته کېني، یا باید د لمرونو سیند ته ور ښکته شي او پر سپینو آیینو باندې له طلایي ماهیانو سره لاس وخوځوي او یا پخپله لمر شي او پر طلایي ماهیانو باندې آیینه واچوي. له یوه پلوه دا هغه طلایي ماهیان دي، چې د ننګیال لاس ورته رسېږي، د خپل شعر پرښته ددوی پر لپو ږدي، څو پر اننګو یې د خپل زړه له وینو څخه ګلان ترسیم کړي.
انځور جوړونه د شاعر د لرلید د لنډوالي او ارتوالي پورې تړلې خبره ده، چې د پوهې او آګاهۍ څخه سرچینه اخلي. تر دې ها خوا، شاعر د خپل ماحول د عیني موجوداتو له کارولو پرته هیڅ ابزار موندلای نشي، چې په شعر کې یې وکاروي. ننګیال دې پوهې ته رسېدلی وو او په همهغه وخت کې چې ډېریو لا د خپل چاپېریال له … او مادیاتو څخه بهر هډو فکر هم نشو کولای، ننګیال د ورېځو په سترګو کې نښتر بلول، سترګې یې د جانان کوڅه کې کچکول کېدې، اوښکې به یې ډيوې شوې او دی به سحر ته د شپې تر ګرېوانه لار ایستله. د توبو د ګناه بغاوت یې کاوه او خماري عقل یې د ګناه پښو ته ورټيټاوه.
کس چو حافظ نکشاد از رخ اندیشه نقاب
تا سر زلف سخن را به قلم شانه زدند
انځور جوړونه هم لکه شعري پړاوونو، ډول ډول موقفونه او مقامونه لري. ما پر دې مسالی په یوې مقاله کې ډېرې خبرې کړې دي، خو دلته یوازې د ننګیال په تمثال کې څو لنډو ټکو ته د دوستانو پام را اړوم:
ننګیال هماغسې چې شعري تجربې یې مختلف پړاوونه لري، انځور جوړونه یې هم په مختلو پوړیو کې د مطالعې او کتلو وړ دي. دی په معاصر ادب کې د خپل وخت سر لاری انځور جوړوونکی وو. دده د شعر جوړښت د انځورونو پر ستنو ولاړ دی.
انځور جوړونه په شعر کې حیراني زېږونه ده. هنر یې دادی، چی یو ناشونی کار یا نا شونې خبره د شوني کار یا شونې خبرې په توګه اډانه کړي.
ننګیال په تمامه معنی شاعر دی. ممکن زما خبره به یو مقدار، د شعر د کره کتونکو خوښه نشي، او دا په دې خاطر دی، چې زما او د کره کتونکو ترمنځ هم د مسایلو د څېړلو پر ډول پوره اختلاف نظر موجود دی. د اختلاف نظر یو لامل دادی، چی منتقد همېشه هغه څه لیکي، چې دی فکر کوي، نه هغه څه چې شاعر ورباندې فکر کړی دی. ننګیال د بل هر بریالي شاعر په شان په انځور جوړونه او انځور اوډنه کې لوی لاس لري. دی کله کله داسې کارونه کوي، چې په ډېریو کې په ندرت لیدل کېږي. د بېلګې په توګه د قافیې او ردیف له امتزاجه تصویر رازېږول، داسې یو کار دی، چې پر خپلې ښکلا سر بېره د شعر موسیقیت ته هم خوږ ریتم او تال وربخښي.
په شعر کې قافیه او ردیف ځانګړي ماموریتونه اوویاړنې لري، خو د ننګیال «د کعبې په لمن کې» د ردیف او قافیې د امتزاج د تصویر بېلګه ده، چې د شاعر نوښت پکې ښکاره کوي. نه غواړم په دې لنډه لیکنه کې د قافیي پر مسئالې خبرې وکړم، چې په پښتو شعر کې د بحث وړ مساله یې بولم، بلکې غواړم دا ووایم، چې په یاد غزل کې له ردیف څخه یواځې د «لمن»کلمه د شعر له قافيې سره په شاعرانه انځوریزه اندازه کې امتزاج مومي او یوه نوې خبره او نوی مفهوم د لوستونکي مخې ته ږدي. د اسویلو لمن، د قدمو لمن، د لمبو لمن، د کعبو لمن، د اننګو لمن، د توبو لمن او نور.
زړګی راته ستومان د اسویلو په لمن ځي
ارمان یې سوی سوی د لمبو په لمن ځي
ګلان د سپینو اوښکو مې تالا کړل کوم خزان؟
باران باران د چا د قدمو پر لمن ځي؟
تر پایه!
شاعر د یوې پېښې تر جمان دی. پېښه همېشه حقیقت نه وي، ولې یو مسلم واقعیت ګڼل کېږي. له پېښې سره د هغې د معا صر شاعر تړاو او د پېښې د واقعیت د حقیقي انځور د رایستلو لپاره شاعر د حقیقت اوواقعیت په منځ کې د انتخاب ویاړ لري. ډانګ پيېلی شاعر تاریخ او ژورنالیزم ته پناه وړي او د اعدداو او ارقامو په لومو کې نښلي او په دې توګه، هم له ځانه زړه تشوي او هم له تاریخ نه. پیغام یې هم نه د کوم انځور په بڼه، بلکې د یوې رسنۍ له خبري پیغام څخه ها خوا ځای نشي موندلای. مګر انځور ګر شاعر د عَظم او جَزم په چینه کې د مستظهرو کلماتو د مفاهیمو انځوریزه دنیا مخې ته ږدي. عاطفه، احساس او پیغام په استعارو، سمبولونو او تشبیهاتو کې د ذهنیت او عینیت په دواړو حالاتو کې صحنه آرايي کوي.
ننګیال معاصر انځور ګر شاعر دی . دی معاصره انځور ګري کوي؛ هغه انځور ګري، چې وخت ورڅخه د شعر د ناوې ټټر ته ګل غواړي. دی پوهېږي، چې یوه ناوې یوازې یوه ورځ ناوې وي او باید ورته له ټولو ښېګڼو څخه د اوبو ډک جام ورکړ شي، څو یې ځان په هینداره کې و ګوري، ځکه نو ننګیال تابلو کاږي او هغه د عاطفو او احساس په چینو کې د اند منارو ته بیایي او وایي:
ددې ساړه ژمي لاسونه د طوطیانو بچي
له شنو خوبو پاڅوي
په یخ نیولو ګوتو
د شنو بڼکو حرم څیرې ترېنه زړونه باسي
په همدې شعر کې وینو چې:
د ستورو ناوې د وحشي باد په کمڅو کې زانګي، او د اسمان د شینکي باغ د سرو ګلونو وږمه، د شپو شیطان په زهرجن نفس دود جن کوي، داسې چې د ځمکې اورني فریادونه وچېږي او د غوټیو یاقوتي اننګي د خپلو هوسونو او امیدونو پر مزار ساندې بولي.
(د وداع شعر/هغه شېبې هغه کلونه)
شاعر په همدې شعر کې جګړه انځوروي. هغه د جګړې ژوبل شهید، چې تر څو شېبو وړاندې بل څوک وو، او اوس دادی د ننګیال په شعر کې روح مومي؛ حرکت کوي او یو خوځښت له ځانه سره رهبري کوي. اوس هغه شهید، هغه ټوپک په لاس سر تېری ندی، هغه سپوږمۍ ده، چې ژړېږي او څاڅکی څاڅکی ویلي کېږي. شهید هغه سپېده ده، چې د کوم لمانځه د ادا کولو لپاره د خپلو پېغلو وینو په سیند کې د طهارت لمبا کوي. دا د پېښې د واقعیت حقیقي انځور دی، چې شاعر ورته ذهني جامه اغوندي او د یوه عینیت پر وزرونو هغه تر لوستونکي انتقالوي. لوستونکی دې ته اړباسي، چې له ستورو سره د وداع لپاره اوښکه تویه کړي.
سر بېره پر دې، ما دده په شعرونو کې پر یو لړ نورو انځورونو هم کار کړی، چې د وخت د کموالي له امله یې له وړاندې کولو بخښنه غواړم او یوازې یې د نومونو په یادولوو بسنه کوم.
یوازې د یادونې په خاطر د هر انځور لنډه او نامکمله پېژندنه او یوه نمونه دده له شعره را اخلم او ستاسو درانه حضور ته یې وړاندې کوم:
کلیوالي انځور:
کلیوالي انځور سم لکه کلیوالي یا ولسي شعر غوندې، راسپړل شوې پدیده ده، چې د ساده کلیوالي مینې او کلیوالي حالاتو بیان پکې رانغښتل کېږي. ددې انځور ځانګړنې د پام وړ ټکي لري، چې د ډېرو خبرو پر ځای پخپله په شعر کې ځان پوره راښکاره کوي.
کلی کور له موږ سره نه شلېدونکی تړاو لري او ننګیال هم د لغمان د څو درنو شاعرانو په شان لکه محترم عاشق الله فریاد، مرحوم محمد عالم حیران، خوږمن شاعر محسن مختار او یا هم کله کله مامه نور(محمد نور) له خپل پېر څخه د وړاندې شاعرانو وزني او انځوریزې تومنې له پیروۍ څخه شاته پاتې شوی ندی.
زړه راته مه سپړه له سترګو مې ماتم وګوره
د اوښکو سین مې په ګرېوان کې د قلم وګوره
په مړاوو مړاوو اشارو دې پوهېدی کله شم؟
زه دې قربان شمه جانانه راته سم وګوره
یا بل شعر
څانګې زړې شولې ګلان نه راځي
دا څه سپرلی دی چې جانان نه راځي
مَټونه مات دي ښیښې تشې پرتې
ساقي بې هوښه دی په ځان نه راځي
تر پای
متضاد انځور:
متضاد انځور هغه انځور ته ویلی شي، چې د دوو متضادو کلماتو یا متضادو مفاهیمو یا متضاده کلمه او متضاد مفهوم له امتزاجه رازېږول کېږي.
له اوږده بحثه تېرېږم، دننګیال له شعره یې مثال وړاندې کوم:
(د «ویر ګلان» مې د سحر له اننګو ټول کړي)
ویر، ویر دی او ګل د خوښۍ، تازه ګۍ او روح افزایۍ نښه ده. اما د (ویر ګلان) متضاد انځور دی.
سرچپه انځورونه:
تر هغې چې ورته ټاکلی نوم پېدا کوم، د اوس لپاره یې د همدې (سرچپه انځور) په نوم ومنئ.
هر کله چې د یوه مفهوم یا شي څخه د هغه د ځانګړنې پر خلاف پدیده را وایستل شي او له هغې څخه انځوریزه افاده رامنځ ته شي، هغې ته سرچپه انځور ویل کېدای شي. دمثال په توګه:
ککۍ شوګیرو وړي، سحرونه دي چې ژاړي
شېبو د پسرلو کې مې ګلونه دي چې ژاړي
مالي ته زېری ورکړئ وچکالي لاړه باران دی
ګلونو تاسو خاندئ بهارونه دي چې ژاړي
یا:
دا چې لګیا یمه زخمونه شمارم
تورو کمڅو ته دې ګلونه شمارم
د سحرونو د ژړا یا د بهارونو د ژړا انځورونه، د یاد انځور تر سرلیک لاندې د مطالعې وړ دي.
ننګیال یو شمېر تکلفي او فرامنطقي انځورونه هم لري، چې د هر بل شاعر په شان هڅه کوي، ښکلا او مینځل شوی کلام وړاندې کړي، ځکه نو کله کله د تکلف او فرامنطقیت حالت کې قرار نیسي او د تکلفي او فرامنطقي انځورونو په هستونو مجبوره کېږي.
لکه :
سپېدې د تورې تروږمۍ له موره وزېږېدې) .سپېدې که زېږي، نو له تروږمیو څخه زېږي، د تروږمیو له مور څخه، چې په شعر کې معلوم هویت نه لري .
دغه فرامنطقی انځور ته ځیر شئ:
سحر د شونډو په شینکیو پاڼو
لکه د زرو باران و څڅېده.
دلته شاعر د زرو باران او د زرین باران تر منځ په توپير کې سرګردانه شوی دی، چې په فارسي که ډېر ځله (د باران نقره یی) چې دا د نقرو باران ندی؛ کارول شوی.
د ننګیال روح دې ښاد وي او جنتونه یې ځای.
ددې دنیا په ارمان دې نه وي.

يادونه: دا ليکنه د پل فکري کړي له خوا د اروښاد اسحق ننګيال په تلين غونډه کې اورول شوې ده٠

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.