بدله څیره

سلطان جان کلیوال

114

زما د ولس د ژوند څیره، راته بدله ښکاری

د پلار نیکه  زړه دیره، راته بدله ښکاری

هم په ښارونو هم په کلو، را خوره ده تیاره
له پرون شپې د نن تیاره، راته بدله ښکاری

د بل په لور خو دا لاسونه، پخوانی اوږده دی
نن د اوږدو لاسو شمیره، راته بدله ښکاری

میندي په قهر کی بچو ته، څه ښیرا خو کوی
نن د درد منې مور ښیره، راته بدله ښکاری

پرونیو هم دا خپله خونه، له پردو ساتله
نن د ساتونکو دا پیره، راته بدله ښکاری

غرونواودښتوکی منزل کول، اسان خو نه وی
خو نن د تلــلو دا میره، راته بدله ښکاری

مـړې خو ټول ځي هدیرو ته، کلیواله ضرور
د دي ژوندیو مـړو هدیره، راته بدله ښکاری

  جولای/ ۲۲/ ۲۰۱۷

تورنتو ــ کانادا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.