ننګیال یو میین او ریالېست شاعر

محبوب شاه محبوب

108

زه هم پر غاوره غره میین وم، ما هم له سر شارو سیندونو سره مینه درلوده، ما هم د یوه نامالوم شخص لپاره له سپوږمۍ ټیک غوښت او ما هم له لمر سره یاري غوښته، زما زړه هم د طبعیت پر کاواکه رموزو میین شوی و، خو پر دې نه پوهېدم چې دا به مینه وي او که بل څه؟څه به وزېږوي او تر کومه به ورسي؟ نه مې شعر پېژانده او نه هم چندان ورسره جوړ وم، نه مې پر شونډو د مینې کلمه راتېره شوې وه او نه یې هم په مطلب رسېدم، خو یو ډېر خوځنده احساس مې په زړه کې پروت و، چې کله ناکله به یې زما زړګی په درزا راوست، بیا هم ناپوهه وم، خو د یو چا عاطفي توري په مخ راغلل، هغه دا مینه له ډېره پخوا په خورا ښه او هنرمندانه انداز اظهار کړې وه، هغه هم په یوه نامعلوم جهان کلک میین و، د غره نا اړامه غرور یې خوښ و، د سیند مستې څپې یې په لېمو ښکلولې ، خو کله مې چې د هغه دا توري ولوستل د خپلو احساساتو په معنا پوه شوم او زه یې د خپل لیک له مخې پر ځان میین کړم، که د هغه ډالۍ مې ولوسته، نو هغه شېبې هغه ګلونه مې هم له سترګو ور تېر کړل، هو! د هغه سپېره ډاګونه او غوړېدلي بزغلي مې هم لېمو راښکل کړل او سیندونه هم مري خو یې لا هم لولم او خپل ورک احساسات په کې لټوم.
یو ستوری ستورو وواژه یو لمر د سبا مات شو
د غرونو په لاسونو مې یو غر د سبا مات شو
منم چې سپین سبا دی شپه کوچۍ شوه چیرته لاړه
موسم د سبا راغی خو وزر د سبا مات شو
او یا د هغه دا شعر :
هوکې!
زموږ برخه همداسې ده
تېر کال مو چې ویالې
له اوبو ډکې وې
زموږ د کلي ژرنده ورانه وه
او اوس چې
د کلي ژرنده بیا ودانه ده
په ویالو کې اوبه نشته
او یا دا:
شوګيــــــــر چې درته شپو پر څڼو مات راوړی دی
يو خوب مې درته سترګو کې سوغات راوړی دی
دا ډک جــام چې نن رېږدي په لاسو کې د فرعون
موســـــــــی له کوه طور ځنې تورات راوړی دی
دا د چا د زړه اواز و؟ دا د کوم میین د سوي زړګي وتې کریغه وه؟ دا ناره چا وکړه؟ دا د سکوت کرښه چا ماته کړه؟ دا څوک و؟ خو کله مې چې په مجله کې د ده نوم وکوت ترې مخکې یې د ارواښاد کلمه لیکل شوې وه.
د شعر او نظم د ننګیالو د قطار هغه ستوری لا څو میاشتې پخوا لوېدلی و او د دغه ځلانده ستوري د ژوندي لیدو ارمان مې په زړګي نیمګړی پاتې شو، خو نن مې د هغه نالیدلي ،ناژواندي، ریالېست او رومانیست شاعر پر ژوندي فکر څو کرښې تورې کړي.
ارواښاد اسحاق ننګیال د پښتو ادبیاتو د معاصرې دورې هغه بې جوړې شاعر و، چې د خلاقیت یوه داسې ځواکمنه تومنه یې په برخه شوې وه، چې دا لورینه د عرش مالک پر هر چا نه ده کړې.
دی د یوه داسې دورې شاعر و، چې د شعر په پرتله شعار ډېر غښتلی و، هر چا د خپلې ډلې ستاینه او د بل غندنه کوله، خو ننګیال بیا د تېر شوي دور په ویرجن څپرکي فکر کړی، عقل او جنون یې مقابله کړې او په ریښتیا یې هم شعر لیکلی، د کونډې ابۍ غږ یې پورته کړی، د یتیم څېرې ګرېوان یې ژړلی او د خپل کلي د دنګو غرونو او مستو سیندونو هغه بایللې مستۍ او پرېوتی غرور یې یاد کړی.
په داسې دور کې چې هر چا د دښمن د وژنې نیت کړی و، هر کس غږ کاوه چې ویې وژنئ، هرې خوا د باردو بوی، او هره خوا د وینو رود روان و، خو ده غږ کړی چې:
پام کوه ماشې ته ګوتې مه ور وړه!
نو په داسې دور کې دا ډول شاعرۍ کول ډېرې لوړې حوصلې، شاعرانه او نازک فطرت او قوي هنري تومنې ته اړتیا لري، چې خدای بخښلی ننګیال پر دې ټولو سنبال و.
یو څوک د خودۍ په کیف کې دومره ډوب و، چې په کنایه کې وویل: یو شاعر و، پېدا شو او بېرته ډېر ژر مړ شو، نه چا وپېژاند او نه یې هم د خپل فکري ځواک له مخې په چا ځان وپېژاند …
خو که څه هم ارواښاد ننګیال اوس زموږ په منځ کې نشته مګر د خپل نه پټېدونکي فکري ځواک او نوښت پر بنسټ یې ځان ژوندی ساتلی،هغوی چې په زوره د شهرت هڅه کوله چا ونه پېژندل مګر چا چې په غېرې شعوري توګه هم دا هڅه نه کوله اوس هم که به فزیکي لحاظ ژوندي نه دي نو په فکري لحاظ لا هم له موږ سره ژوندي دي، تر ټولو غوره بیلګه یې د ننګیال صیب د احساساتو او عواطفو دغه زېږنده ده چې جان کلونه پخوا ویلې :
دا کلی مه ورانوئ! …
او لا هم یې هم موږ له زمزمې سره اوښکې تویوو او تکرار یې کوو:
دا کلی مه ورانوئ!
ګورئ چې هلته د شنو ولو د شنوسيورو لاندې
ګورئ د شنې ويالې تر څنګه د جلګو دپاسه
يو کوچنی پروت دی
يو کوچنی ويده دی
او ، تر وړې لوپټې لاندې
په خوب وړو سترګو
د ناز په غېږه کې کوچني شينکي خوبونه و يني.
دا کلی مه وارنوئ!
که چېرې دغه ازاد شعر ته ځير شئ، نو له هرې کرښې به یې د مینې بوی حس کړئ، دومره عاطفي دی، که چېرې یو ډېر ستر قاتل یې هم ولولي ښايي په زړه کې یې نرمښت قایم شي.
او یا د ارواښاد هغه شهکار نظم لا هم اورو او د خپلو رنځورو احساساتو سکروټې پرې تازه کوو او وايو چې:
بنګړیواله توړۍ بیا پر کلي راغله
بنګړیواله شرنګ پرولو،
دښایسته رنګونو څانګه
بنګړیواله زموږ دکلي
دزلمیو د « طالعو » دنازکې غوټۍ وږم
بنګړیواله زموږ دکلي
دپیغلو ټو داختر دشیبو زیری
د وخت په هغه ویرجن او له غمه په ډک څپرکي کې د پوځیانو هغه استاد چې سر و کار یې له ټوپک،مرمۍ،سنګر او جګړې سره وي، هغه چې زړونه یې له ډبرو ډېر کلک وي، هغه چې فکر یې یوازې او یوازې د دښمن له وژلو سره وي، هغه چې د قاتل سر ریبي، خو بیا یې هم په منځ کې یو داسې څوک راوځي چې په زړه کې یې د مینې کروندو ګل کړی وي، مینه غواړي او د امن غوښتنه کوي ایا دا به یو شهکار نه وي؟ چې دی په ډېرې عاجزۍ یوه ښکاري ته هم سوال کوي او وايي:
اې ښکاري اشنا! درته سلام کوم
پرېږده چې دا سپیني مرغۍ والوزي
لاړې شي جوړې جوړې ګلونه شي
ښکلي شي ښايسته شي امېلونه شي
واخلي په وزرنو کې تنکي بچي
وموښي سینو کې ګلالي بچي
سپینې سرې مښوکې زرکني بچي
پام کوه!
پام کوه ماشې ته ګوتې مه ور وړه!
په دې کې هېڅ شک نشته چې خدای بخښلی ننګیال په ترکیبونو، استعارو، کنایو، سمبولونو او نورو لفظي او معنوي صنعتونو کې د وخت یو مېړنی شاعر و، زموږ د ځوان کهول یو شمېر شاعران لا هم د ده پر پل روان دي.
ده یو خاص شعري نبوغ درلود او تل یې نوی فکر زېږولی، هغه د چا غوندې یې په زړو فکرونو او تصویرونو شخوند نه دی وهلی، همدا لامل شو چې په ډېر کم وخت کې یې خپل شعر د کمال درجې ته ورساوه او د همدغې درجې پر بنسټ نن هم د هغه فکر ژوندی دی، زه هم وایم ننګیال یادوم او ته هم …
کله چې موږ د تصویري کلام خبره کوو، نو مراد به مو ترې په الفاظو کې د یوې پېښې یا فکر ترسیمول وي او که چېرې شعریت ته ځېر شو نو د معنوی اړخه شعریت له تصویرونو سره ډېره غښتلې اړیکه لري او حتا چې رغوونکی توک یې هم بللی شو.
نو کله چې نظم ته راځو نو باید پوه شو چې د شعریت په ګاڼه سنبالو نظمونو په ټولو ډولونو کې ازاد نظم یا ازاد شعر هغه چوکاټ دی چې د تصویر جوړونې ټول رموز په کې خوندي کېدای شي.
هو! دا هم باید له یاده ونه باسو چې تصویري کلام نثر او نظم دواړه به بر کې نیسي، چې دا کار د ننګیال په شاعرۍ کې ډېر غښتلی برېښي، دلته یې یوازې د ازادو نظمونو بیلګې رااخلو.
هغه وايي:
ویر ،مینه
هلته پر مړو ژاړي
خو زه او ته لکه جوړه بتکې
دغېږو غېږو څپو غرونو کې بربنډ ناڅو
هلته پر مړو ژاړي
هلته د وچو کربلا تیږو ښار کې
د سرو وینو نالیدلې سرې غوټۍ ښکلوي
خو زه د کب په شانې
ستا د مچکو سمندر کې لامبم
ته لکه سره انګور په وینو لنده
زما د لاسو د ونې څانګو کې ټالونه وهي
موږ نه «یزید»او نه «حسین» لیدلی
که چېرې د ارواښاد ننګیال د ازادو نظمونو تول وکړو، نو جوته به شي چې ده د ازاد نظم په دوو چوکاټونو بشپړ ازاد نظم او نیمه ازاد نظم کې شاعري کړې ده او د شعریت مالګه یې په ټولو نظمونو کې به تول برابره ده. نو ځکه پرې د خپل وخت د ښه ازاد شعر لیکونکي اطلاق کولی شوو.
له خدای بخښلي ننګیال څخه په شعوري او یا هم په غېرې شعوري توګه شعرونه په ډېر لوړ تخیل او ژور فکر لیکل شوي، خو دومره لوړ پیغام لري چې هر لوستونکی یې ګوته په غاښ کړی او د کاروان د ډېرو لارویانو په زړونو کې خو ورته حسد او غبته هم پېدا شوې وه، که چېرې موږ د بنګړیوالې او یا هم د ښکاري نظمونو ته ځېر شو نو وبه ګورو چې په څومره لوړ تخیل او ژور فکر یې یو داسې غښتلی پیغام وړاندې کړی چې د هر چا د ارادې او وس کار نه دی، خو دا چاره بیا ده ته ډېره اسانه وه.
ده که د شعر له ښاپیریو سره خپله یاري جوړه کړې، خو یوازې د سرو شونډو او نرګسي زلفو ستایلو ته نه دی ناست شوی، تل یې د یوه درېیم ګړي په سترګو د خپل ولس ناخوالو او ناکردو ته کتلي او هغه څه یې راخیستي کوم چې د یوه شاعر اساسي دنده جوړوي.
د شاعر په اړه ویل کیږي چې شاعر پر خپل بدن پوستکی نه لري، نو له همدې امله ټولې بېرونۍ اړیکې او تماسونه په ډېرې اسانۍ سره حس کولی شي، چې دا چاره بیا د ټولنې یو بل وګړی نه شي کولی، چې دا تومنه پر ارواښاد کې ډېره غښتلې وه، ده هغه څه کتلي کوم چې د ټولنې نورو وګړو نه دي کتلي او هغه څه یې لیکلي پر کومو چې د بل چا د درک وس نه دی رسیدلی.
په دې سپرلي څه وشول؟
سپینې وږمې څه شوې؟
چې بې خزانه باد زموږه د باغچو ګلونه
سپیرو اغزو ته لکه ستړی بازینګر ګډوي
دا سپرلی څه شو؟
دا زرکې چېرې لاړې؟
دی د طبعیت له یو شمېر هغه پټو زموزو پرده پورته کوي او داسې په قوي منطق او استدالال یې د هنر له مالګې سره په ګډه تشریح کوي چې د ډېرو په سرونو کې ازانګې وکړي، خو که چېرې څوک پر دغو رموزو پوی نه وي، نو ښايي هغه شان خوند ترې وانخلي لکه څومره یې چې ترې یو په رموزو پوی انسان اخلي.
زلفې بیا د ستورو په بام پرېوتې
شپې شوې سحرونه پاڼه پاڼه شول
او یا دا :
ستا مې د زلفو په یاد ګرانې داسې لوبې کړي
چې مې باغچې باغچې کرلي په ځیګر ګلونه
رانه به هېر شي هغه ستوري په وصال د ماښام
داسې خو مه ږده په کمڅو د مازیګر ګلونه
(څاڅکی،څاڅکی)
که چېرې په اروايي لحاظ هنر څېړو نو د غښتلي هنر لپاره به یو توک دا هم ضرور وي چې د هنر وړاندوینه باید ونه شي او که چېرې د هنر وړاندوینه وشوه نو ښايي د هنر مالګه راکمه کړي، مګر د ارواښاد ننګیال په شاعرۍ کې په هنر کې دغه اړین توک ډېر ښه پالل شوی، نو ځکه ترې شېبه په شېبه خوند اخلو او دا تلوسه مو په زړه حاکمه وي چې اوس به څه کیږي؟
لکه (د چړې په څوکه کې) تر عنوان لاندې نظم کې:
دا د سپرلي د شینکي باد وزرونه چا تړلي؟
چې د سپوږمۍ شونډو کې تورو وریځو ځاله کړې
او د شیطانې شپې په لومو کې د ستورو جونې
د مرګ له نوکو نه
کترې کترې راتویې شولې
که چېرې دغه نظم تاسو پوره لولئ نو هره شېبه به په دې تلوسه کې یاست چې اوس به څه کیږي، معنا دا چې هېڅ وړاندوینه یې نه شي کېدای، یو ډول منځمهاله تلوسه مو زړه ته راغورځوي او د هنر غښتلتیا لپاره دا توک اړین دی.
د ارواښاد ننګیال شاعري روان موسقیت او جلا تالونه لري چې د روان موسقیت،لوړ تخیل او غښتلي پیغام له برکته ګڼو سندرغاړو په خپل خواږه غږ کې د ارواښاد د زړه درد زمزمه کړی او دا نارې یې د لرو او برو پښتنو په غوږونو کې ور پو کړي دي.
د نوموړي د شاعرۍ نه داسې هم معلومیږي چې ده د عامه فکر د ويښتابه خیال درلود او تر ډېره یې هڅه کوله چې عامه فکرونه راویښ کړي او عامه ذهنیتونه په مثبت لور رهي کړي.
ټول عمر درنه ده سپکېـــــــــــدو ته چې يې پرې نږدئ
خـــــاوره پښتنه ده او پــــــــــــردو ته چې يې پرې نږدئ
پرې ږده خيبري تنده چې بيـــــــــــــا په وينو ماته شي
ګــــــرمه معرکه ده ســـــــــړېدو ته چې يې پرې نږدئ
نن مې د خوشحال تـــــوره چې بيا هوس د شرنګ لري
تاوه په شرنګ ښـــــه ده چوپېدو ته چې يې پرې نږدئ
که په ټوله کې ووایو نو یو پیاوړی شاعر باید په هنري ګاڼه سنبال د خلاقیت او انفرادیت ځآنګړې لار ولري او دا لار په شعوري توګه تعقیب کړي.
ارواښاد ننګیال یو مفکر، ریالیست او رومانیست شاعر و، چې په دغه برخه کې یې د لوی لاس څښتن ګڼلی شو، دی د طبعیت او انسانیت پر راز و نیاز پوی شاعر و،چې د خپل نه پټېدونکي هنري استعداد له مخې یې د طبعیت ګڼ داسې ټوکي پر ازانګو راوستل کوم چې له عمرونو، عمرونو ګونګ وو او اوس د ارواښاد له برکته زموږ ګڼ شمېر شاعران ملګري ورسره خبرې کوي، د نظمو پر موزونو تارونو یې له خولې کریغې راباسي، ده د خپلې ځانګړې لارې له برکته خپل فکر پرون هم ژوندی ساتلی و، نن هم ژوندی دی او بیا به هم وي، خپلې خبرې د هغه پر دغه بیت راټولوم.
پــوروړي څــه د تـــاک د پېــغلې نه یــو
هریو رګ زموږ د سرو وینو ابشار دی
روح دې ښاد وي!

يادونه: دا ليکنه د پل فکري کړي له خوا د اروښاد اسحق ننګيال په تلين غونډه کې اورول شوې ده٠

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.