ښوونځي پرانیزئ
کال نو په کال پسې تېرېږي ښوونځي پرانیزئ
لمر د پوهنې موډوبېږي ښوونځي پرانېزئ
ټولګي خاموشه دي قلم ژاړي کتاب خفه دی
په المارۍ کې سپین پړونی تورحجاب خفه دی
ماحول پیکه دی د ښوونځیو دروباب خفه دی
همزولې نجونو ته یادېږي ښوونځي پرانېزئ…