!مورې

عبدالهادي هادي

155
مورمې د سپارې په شان ده مور مې د قرآن په شان
دومره مهربانه ده د ځمکې او آسمان په شان
ستړی ستړی راشمه د دې پر زنګون سر کیږدم
یخې شړومبې راکړي او دمه مې کړي د خان په شان
مورې یو ځل بیا مې په ویښتو کې ګوتې ووهه
سپین پلو دې خپور کړه زما پر سر د سایه بان په شان
زه که پر ملا مات یمه یا سل ځایه لویدلی یم
مور ته مې ښکاریږمه پادشاه د دې جهان په شان
مورې مورې مورې! نور مې زړه په ماتیدلو دی
ما د تیږو غر کړه یا مې کلک د خپل ایمان په شان
مورې دا یتیم هلک هماغسې بې سره دی
ووایه هادي ته چې لږ سم شي د انسان په شان!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.