د بغلان په سېلابونو کې د مړو شمېر ۳۱۵ او د ټپیانو ۱۶۳۰ ته رسېدلی

129
په بغلان کې وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت تاییدوي چې په بغلان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله ۳۱۵ کسان مړه او ۱۶۳۰ کسان ټپیان شوي دي.

دغه وزارت نن د غويي په ۲۳مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په بغلان کې د خپل ریاست د معلوماتو پر بنسټ لیکلي چې دغه شان په دې سېلابونو کې دوه زره او ۶۶۵ کورونه ویجاړ او زر څاروي هم له منځه تللي دي.

په بغلان کې یو کس د سېلاب له کبله د خپل ویجاړ شوي کور کې په کار بوخت دی.
په بغلان کې یو کس د سېلاب له کبله د خپل ویجاړ شوي کور کې په کار بوخت دی.

ازادي راډیو ته پرون د خوړو په نړیوال پروګرام یا “ډبلیوایف‌پي” کې یوې سرچینې ویلي وو چې د بغلان په سېلابونو کې له درې سوو زیات کسان مړه شوي دي.

د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ یو اوسېدونکي حسین ازادي راډيو ته په دې ولایت کې د سېلابونو او ژغورنې عملیاتو د تازه جزییاتو په اړه وویل: “اوسمهال د بغلان نهرین او دهنه غوري وضعیت نورمال دی. د مرکزي بغلان او نهرین خواته مرستې تللي. له کابل خوا نه هم یو سیار ټیم راغلی. ځينې هغه کسان چې په سېلاب کې بند پاتې دي دولت تللی چې هغوی وباسي.”

د یادونې ده چې نه یواځې د افغانستان په بغلان ولایت کې بلکې پرون په بدخشان، تخار، غور، فاریاب او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د سېلابونو له امله د لسګونو کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی او ویل شوي چې خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي چې هره شېبه د بدلون په حال کې دي.

د دغو سېلابونو په ځانګړې ډول په بغلان کې د وروستیو مرګونو سېلابونه په اړه بېلابېلو سازمانونو او هېوادونو خواخوږي ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ته منسوب په یوه پیغام کې چې د دې سازمان په ویبپاڼه خپور شوی د خواخوږۍ تر څنګ راغلي چې ملګري ملتونه او شریکان یې په افغانستان کې سېلاب ځپلو ته د بېړنیو مرستو رسولو په لپاره طالب چارواکو سره په همغږۍ بوخت دي.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

د اسلامي همکاریو سازمان هم په یوه اعلامیه کې له خپلو غړو هېوادونو هم د خواشینۍ په ښودلو سره له خپلو غړو د نړۍ له نورو هېوادونو او مرستندویه سازمانونو غوښتي چې له سېلاب ځپلو افغانانو سره ژر تر ژره ژوند ژغورونکي مرستې وکړي.

هممهاله، د افغانستان لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان مشرې، ماریا مویتا هم په خپله ایکس پاڼه زیانمن شوي خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

بریتانیا، متحده عربي اماراتو، ترکیې، قطر، ایران، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو هم په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو په ځانګړي ډول د بغلان له سېلاب ځپلو سره د خواخوږۍ پیغامونه ورکړي.

بغلان کې درانه سیلونه: سلګونه کسان مړه او زرګونه کورونه ویجاړ شوي

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د غويي په ۲۳مه د یوې خبرتیا په خپرولو سره د غويي تر ۲۴مې نېټې پورې د افغانستان د سیندیزو حوزو په ځانګړې ډول د بدخشان، تالقان، بغلان، پنجشېر، غوربند، کابل، لوګر، میدان وردک، کونړ او لغمان سیندونو په لارو کې د سېلابونو د راوتلو، بارانونو، واورې وېلې کیدلو او د اوبو د کچې د لوړوالي خبرداری ورکړی.

دغه شان د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست خبرداری ورکړی و چې نن د غويي ۲۳مه به هم بغلان، بدخشان، تخار، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان او ننګرهار کې اورښتونه کېږي چې ورسره د سېلابونو د راوتلو خطر هم شته.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.