اور ژبی منټو چې ژوند یې په اور تمام شو!
نن د ستر اردو ژبي افسانه نګار، سناریو لیکونکي، ژباړونکي، ژورنالیست او بې باکه، اور ژبي، توند، نه تکرارېدونکي، خو په عین حال کې د بې وسو، سوالګرو او مظلومو طوایفو د لیکوال (سعادت حسن منټو) د پیدایښت ورځ ده.
په دې بیخي ډيرې اوږدې لیکنې کې هڅه شوې چې د ژوند په ټولو ښکاره او ځینو پټو اړخونو، فن او لیکوالۍ یې وپوهېږئ او د ژوند په خواشینونکي انجام یې خبر شئ، چې ما ته ورسره هندي فلم (دېوداس) کې د مرکزي کرکټر (دېو/ شاه رخ خان) مړینه رایاده شوه.
که حوصله نلرئ، نو ترې تېر شئ، ځکه دا لیکنه له (۶۰۰۰) ډېر لغتونه لري.
پيدایښت او لومړی ژوند:
منټو چې خپل نوم یې خواجه غلام حسن و، په ۱۹۱۲م کال د مئ پر ۱۱مه د هندوستان د لدهیانه ولسوالۍ په سامرالا کې کې د خپل پلار له دویمې مېرمنې پیدا شو.
له ذات او قومه کشمیری و خو مور یې له هندوستاني پښتنو څخه وه چې سردار بېګم پټان نومېده.
پلار یې (مولوي غلام حسین) په ځايي محکمه کې قاضي و، چې له یو لوی خاندان سره په امرتسر کې اوسېده او مزاج یې نهایتاً سخت و.
د منټو کورنۍ د اتلسمې پېړۍ په نیمايي کې د خواجه رحمت الله په مشري له کشمیره هندوستان ته تللې وه.
داسې هم ویل کیږي چې د هغه پلرونه کشمیر ته هم له پښتني سیمو تللي و او اجداد یې سوداګر پښتانه وو.
خو یو بل ځای بیا ویل کیږي چې نوموړی له کشمیري پنډتانو څخه و، چې وروسته یې نیکونه په کشمیر کې مسلمان شول.
منټو چې ملګرو به یې خپلې محلې (کوچۂِ وکیلاں) کې (ټامي) ورته ویل، په کور کې غلی، ویرندوکی او ترهېدلی ماشوم و، چې لامل یې د پلار، میرې، میرنیو وروڼو او خویندو ستغه او بې خونده رویه وه.
همدې رویې د ځوانۍ پر مهال هغه کې د بغاوت جذبه پیدا کړه او منټو یې په یو شریر زلمي بدل کړ.
نوموړی تل د پلار، ترونو او خپلوانو له شفقت محروم و او په خپل ټول کور کې یې یوازې له مور سره مینه لرله چې له نازه به یې (بي بي جي) ورته ویل.
زده کړې:
لومړنۍ زده کړې یې په کور کې وکړې او بیا د مسلم ښوونځي په څلورم ټولګي کې شامل شو. خو تعلیمي سفر یې چندان ښه نه و، یوازې په ښوونځي کې دوه ځله ناکام شو. وروسته یې په ۱۹۳۱ کې د میټرک امتحان ورکړ او بریالی شو.
له ښوونځي وروسته یې هندوسبها کالج پیل کړ خو له ناکامېدو وروسته یې ژر پرېښود او اېم او کالج ته لاړ، چې هلته یې انساني ارواپوهنه خپله موضوع وټاکله او د فیض احمد فیض، صاحبزاده محمودالظفر، ډاکټر ایم ډي تاثیر او اخترحسین په څير سترو خلکو سره یې ناسته پاسته پیل شوه.
یو وخت یې د علي ګړ مسلم یونیورسټي کې هم داخله واخیسته خو کومه ځانګړې کامیابي یې ترلاسه نه کړه.
لومړۍ ادبي هلې ځلې:
منټو په ۲۱ کلنۍ کې لیکل پيل کړ، چې نوموړی یې په خپله د ژوند تر ټولو مسیر بدلوونکی وخت بولي.
هغه چې ترقي پسند ځوان و په ۱۹۳۳م کال کې یې له عبدالباري علیګ سره د امرتسر په یو ریستورانت کې ولیدل. د هغه په مشوره یې د اروپايي ژبو ځینې اثار مطالعه کړل او بیا یې د (ویکتور هوګو) مشهور کتاب (The Last Day of a Condemned Man/ د محکوم شوي سړي اخري ورځ) د (سرګزشت اسیر) تر نوم لاندې په ۱۵ ورځو کې وژباړه.
خپله منټو اقرار کوي چې عبدالباري یې په ژوند کې مهم رول ولوباوه، که هغه نه وای نو په کوم ډيران به پروت و.
د هوګو له کتاب وروسته یې د (اسکر وایلډ) مشهور اثر (ویرا) وژباړه او بیا یې د (منٹو کے افسانے/ د منټو افسانې) په نوم خپل لومړی اثر ولیکه چې عبدالباري ورته په تماشه ورځپاڼې کې مسلسل نشر کړ.
په دې وخت کې منټو ۲۲ کلن و، چې ادبي حلقو کې ډېر نه پېژندل کېده؛ خو چې ورپسې کلونو کې یې دوه نور اثار چاپ شول، نو د هیښوونکي انداز او د سوژو او پلاټ د نوښت له امله منټو د خلکو په بحثونو کې ځانګړې موضوع شوه.
کله یې چې افسانه لیکل پیل کړل ویې ویل: زه افسانه نه لیکم، افسانې ما لیکي!
فن، لیکوالي، ځانګړی سبک، صحافت او اثار:
منټو د اردو ژبې یوازینی لوی لیکوال دی چې افسانې، کیسې او لیکنې یې اوس هم په لویه کچه ذوق او شوق باندې لوستل کیږي.
نوموړی په افسانه نګارۍ کې د خپل اسلوب او طریقې څښتن و. زیاتره مضامین او خاکې یې د اردو ادب بې مثاله بېلګې دي.
ده په اردو ادبیاتو کې د کیسې لیکنې نوې لارې خلکو ته ور وښودلې او هغه څه یې ټولنې ته وړاندې کړل چې خلک یې په ویلو شرمېدل خو په کولو یې کوم عار نه ورته.
منټو د همدغو وروسته پاتې رواجونو او اصولو له امله منټو شو. هغه په افسانې لیکنې کې خیال ته مخه نه کړه، بلکې د خپلې وروسته پاتې ټولنې په منځ کې یې د ګمراه خلکو له منځه داسې کیسې را واخیستې چې خلک یې هک پک کړل. بې شمېره ژبنیز، کلتوري، مذهبي، توکمیز او سیاسي توپيرونه، د انګریزانو اشغال، جنسي کاروبار، د دین په نوم سوداګري، اخلاقي کمزورۍ، بې عدالتۍ، ظلم، د هندوستان وېش او شخړې هغه څه و چې منټو ته یې د (رنډۍ، طوایفې، چکلې، نه پرمختګ، غلو چارواکو، جابر نظام، بدمعاشانو، انسان نما شیطانانو، تضاداتو، او…) په څېر نا استعمال شوي موضوعات ورکړل.
همدغو سوژو باندې لیکل شویو افسانو د اردو ژبې په افسانه لیکنې کې یو نوی انقلاب راوست او خلک له سولېدلو کیسو را وګرځېدل.
درواغ به نه وي که ووایو: اردو شاعري په غالب پېژندل کیږي او افسانه نګاري/ فکشن یې په منټو.
د ویکیپيډیا د معلوماتو پر اساس: منټو له ۱۹۳۴ تر ۱۹۵۵م کال پورې د افسانو ټولې ۲۷ ټولګې لري، چې (دھواں، منٹو کے افسانے، نمرود کی خدائی، برقعے، پھندے، شکاری عورتیں، سرکنڈوں کے پیچھے، گنجے فرشتے، بادشاہت کا خاتمہ، شیطان، اوپر نیچے درمیان میں، نیلی رگیں، کالی شلوار، بغیر اجازت، رتی ماشہ تولہ، یزید، ٹھنڈا گوشت، بڈھاکھوسٹ، آتش پارے، خالی بوتلیں خالی ڈبے، سیاہ حاشیے، گلاب کا پھول، چغد، لذت سنگ، تلخ ترش شیرریں، جنازے او بغیر اجازت یہ نام پہلے سے ہیں) نومیږي.
همداراز یې یو ناول، ۵ ډرامې، ۳ د مقالو او ۲ د شخصي یاداښتونو کتابونه هم شته.
ده په خپل ۲۲ کلنه ادبي زندګي کې تقریباً ۲۷۰ افسانې او له ۱۰۰ زیاتې ډرامې، د فلمونو کیسې، مکالمې او د ګمنامو ادیبانو خاکې ولیکلې.
(ٹوبہ ٹیک سنگھ/ یو فرضي نوم دی، کھول دو/ خلاصه کړه، ٹھنڈا گوشت/ سړه غوښه، اوپر نیچے اور درمیان/ پورته ښکته او منځ، دھواں/ لوګی، بو/ بوی، چغد/ بې عقل، گنجے فرشتے/ ګنجۍ پریښتې او…) د منټو تر ټولو غوره تخلیقات دي.
د منټو په اړه ګڼ کتابونه هم لیکل شوي دي، یوازې ډاکټر طاهر عباس پر منټو او منټو پېژندنې ۸ کتابونه لیکلي چې (منٹو فلمیں، ٹوبہ ٹیک سنگھ کا منٹو، منٹو شاریہ، منٹو ڈرامے، منٹو خاکے، منٹو عورتیں بغیر عنوان کے منٹو، کہاں سعادت حسن منٹو او پاکستان میں منٹو شناسی کی روایت) نومیږي!
منټو یوه موده په صحافتي او ژورنالیستیکو کارونو کې هم مصروف و. په مساوات، مصور، پارس، همایون، عالمګیر، کاروان، کهکشان، اردو ادب، احسان، منشور او مغربي ورځپاڼو، اونیزو او مجلو کې یې د مدیر او کارمند په توګه وظیفې وکړې.
همداراز یې په ۱۹۴۱م کال کې له ال انډیا راډیو سره کار پيل کړ، چې دوه نیم کاله یې دوام وکړ.
په نورو ژبو کې اثار:
منټو له نیمې پېړۍ تېرېدو وروسته یوازې د اردو ژبې لیکوال پاتې نشو، بلکې ډېرو نړیوالو ژبو ته یې هم اثار وژباړل شول. ځینو خو ان وویل چې منټو په اردو ادبیاتو کې یوازینی لیکوال دی چې باید افسانو باندې د نوبل جایزه ورکړل شوې وای.
د هغه اثار هندي، انګلیسي، عربي، فرانسوي، روسي، فارسي، پښتو، څو اسیايي او سیمه ییزو ژبو ته ژباړل شوي دي.
په پښتو کې د منټو د افسانو دوه کتابونه زما تر سترګو شوي، چې یو د طارق تسل (معتاده ښځه) او بل د منتشر شاهي (منټو ــ لنډې کیسې) دی.
خو که غواړئ د منټو کیسې له روح سره ولولئ، په اردو کې مطالعه وکړئ او که بیا هم نه درېږئ، نو د استاذ عارف الله حقپرست وال ته ورشئ، هغه د منټو کیسې بیخي له روح سره ژباړلې دي، چې دا یې د دوو مهمو ژباړل شویو افسانو لینکونه دي:
ما یې هم د څو کیسو/ افسانو ژباړه کړې او د ګڼو نورو ته مې هم اراده ده، خو فیسبوک کې یې نشر نه خوښوم او هیله لرم چې یو وخت به کتابي بڼه باندې ستاسو لاسونو ته در ورسیږي.
واده او اولادونه:
منټو په ځينو فلمي شرکتونو (فلمستان، بمبۍ ټاکیز، امپیریل او سروج) کې په ۱۰۰ روپۍ میاشتنۍ تنخوا کار وکړ او دومره روپۍ یې جمع کړې چې د ۱۹۳۹ کال د اپریل په ۲۶مه له صفیه نومي نجلۍ سره واده وکړي.
صفیه اصلاً د کشمیر وه او منټو په ټول ژوند کې لیدلې نه وه. هغه واده د مور په تاکید وکړ.
دا چې منټو د یو ډېر بدل طبعیت څښتن و، نو د سکه خور (اقبال بېګم) په شمول یې ان نیږدې خپلوانو هم په واده کې ګډون ونکړ او له هغه سره یې اړیکې پرې کړې.
منټو د عمر تر پایه په هر سخت او اسان وخت کې له صفیه سره و، هغه په ۱۹۷۷م کال کې مړه شوه، خو منټو یې په اړه خپل ژوند کې لا ویلي و: «مګر دا فکر هم وکړه که صفیه نه وای؛ نو منټو به څنګه موجود وای؟
کومه بله صفیه خو راوښیه چې زما په څير د اور غونډاری په خپلو لاسونو کې پټ او سینې پورې ونیسي؟ څه یوه صبرناکه ښځه وه!
چیرې له پېغورونو او نشې ډک په ۲۵ روپۍ کېسه خرڅوونکی منټو او چیرې مینناکه صفیه؟!
تل به یې ویل: دا لس روپۍ ستا د بوتل (شرابو)، پنځه روپۍ ستا د تلو راتلو او دا لس… په دې باندې د کور ګوزاره کیږي، ته بالکل پریشانه نشې، زه یم که نه!»
له واده وروسته یې درې لوڼې پیدا شوې چې (نصرت، نګهت او نزهت) نومیږي.
مسلسل د لوڼو پیدا کېدل:
کله چې د منټو لومړۍ لور پیدا شوه نو خواښې یې (د صفیه مور) خفه شوه او په سپکو سپورو کې یې وویل چې: کاش هلک پيدا شوی وای، خو خیر دوهم اولاد به هلک وي.
منټو په دې خبره په غوسه شو او خپله خواښې یې په دې غلې کړه، چې یو خوا وایئ: لور د خدای رحمت دی او بیا یې پیدایښت باندې خفه کېږئ.
دوهم ځل هم لور پیدا شوه، د منټو خواښې وویل: بیا هلک، دا زیاتی دی!
منټو په ستغه لهجه وویل: خبردار! که چا زما د لور په زېږون وژړل. ما ته له لسو زامنو ګرانه ده.
خواښې یې اوښکې وچې کړې او خاموشه شوه.
چې دریم وار هم نجلۍ پیدا شوه نو خواښې یې له ډاره هیڅ و نه ویل؛ منټو ورغی او ورته و یې ویل: خاله جانې! دا ځل دې د نجلۍ پر پیدایښت هیڅ و نه ویل؟!
هغې په ډار ډار وویل: د الله ورکړه ده؛ څه چې خدای راکړل موږ راضي یو.
منټو په زوره زوره وخندل او بیا یې ورته وویل: نا! دا ځل رښتیا هم زیاتی شوی.
د ژوند حیرانونکی اړخ:
ښایي تاسې فکر وکړئ چې منټو یو سنجیده لیکوال و، نو ژوند به یې هم داسې تېر کړی وي!
مګر داسې نه ده، هغه په ماشومتوب کې له پوره محرومیت سره ژوند وکړ خو چې را ځوان شو د خپل ژوند یو بل ډېر حیرانونکی اړخ یې هم راښکاره شو. مثلاً: د کالج په شپو ورځو کې یې د خپلو معشوقو په اړه زړه راښکوونکې کیسې خپرولې. یا به یې ویل، چې: تاج محل په امریکا خرڅ شوی او ژر به ماشینونه ورپسې راوړي، چې له بیخه یې وباسي!
کله خو به یې له دې هم ورتېره کړه او په رډو سترګو به یې دعوه وکړه، چې لاهور کې په ترافیک پولیسو د واورې جامپر وېشل شوي، حال دا چې ګرم لاهور کې به واوره کېدل خلکو د قیامت علامه ګڼله.
یو وخت یې له ځينو ملګرو سره د (انجمن احمقان) په نوم ادبي ګروپ جوړ کړ.
منټو په تانده ځوانۍ کې انګریزي فلمونه ډېر په شوق کتل او خپله کوټه یې چې د کور مشرقي دروازې سره وه د فلمي هیروینو له انځورونو ډکه وه. هغه به خپلې کوټې ته (دارالاحمر) ویل، چې شمال لور ته پکې د لیکلو په خاطر مېز، په کیروسین تېلو روښانېدونکی څراغ، یو اتشدان، د مشهور انقلابي (بګت سنګ) مجسمه او له دېوال راځوړند د مارلین ډیټرک او ګریټا ګاربو پوسټرونه وو.
منټو په (آٹھ دن/ ۸ ورځې) نومي فلم کې تمثیل هم کړی دی.
د هندوستان وېش او د منټو نظریه:
د خدای کارونه و په کوم لاهور پسې چې ده افوهات خپرول، د هندوستان له تقسیم وروسته هلته راغی او په هال روډ کې یې اوسېدنه پیل کړه.
نوموړی له هغو وګړیو څخه و چې د هندوستان د وېش سر سخت مخالف و، د خپل هېواد دوه برخې کېدل یې له نیږدې ولیدل. د خلکو وینې، فساد او وژنې یې په کیسو کې ځای پر ځای کړې او له پوره بې باکۍ سره یې په یو لوی مجلس کې وویل: «دین چې څنګه و، تل به هغسې وي. د دین حقیقت یو کلک حقیقت دی چې هیڅکله به بدل نشي. دین یو داسې کمر دی چې د سمندر قهرجنې څپې پرې اثر نشي کولی. خو دا رهبران چې د اوښکو په تویولو سره خلکو ته وایي: دین په خطر کې دی!
داسې هیڅ خبره نه وي، دین داسې شی نه دی چې خطر کې ولویږي. اصلاً خطر د مشرانو شخصي ګټو ته وي، دوی له اوبه خړوي او دین په خطر کې اچوي.»
منټو له ۱۹۱۲ تر ۱۹۴۷ پورې د برتانوي هند، له ۱۹۴۷ تر ۱۹۴۸ پورې د هندوستان او له ۱۹۴۸ څخه تر ۱۹۵۵ پورې د پاکستان تابعیت درلود.
دا چې منټو امرتسر کې اوسېده او هلته د بېلتون لومړی اور بل شو، منټو ممبۍ ته لاړ، هلته یې له خپلو ملګرو (کرشن چندر، راجندر سنګ بیدی، اوپندر نات اشک، عصمت چغتایی او خواجه احمد عباس) سره په ګډه فلمونه لیکل، چې د پاکستان له جوړېدو وروسته هم هلته مېشت و او د عروج په ورځو کې و.
خو صفیه په لاهور کې وه. هماغه و چې یوه ورځ یې خپل ټول شهرت ته شا کړه او لاهور ته راغی، چې بیا د ژوند تر وروستۍ ورځې هلته اوسېده.
د هندوستان د تقسیم ورځو په اړه لیکی: «د بلوا په پيل کې به مو ځان سره دوه ډوله خولۍ ګرځولې، د هندوانو له سیمې به چې تېرېدو د هندوانو مخصوصه خولۍ به مو په سروله او د مسلمانانو محلې ته به چې ورغلو؛ رومي خولۍ به مو په سر کړه.
وروسته مو د ضرورت پر اساس د ګاندي خولۍ هم جېب کې ګرځوله.
پخوا به دین په زړه حس کېده خو اوس به مو مذهب په سر ګرځاوه.»
منټو د ژوند تر پایه پورې د جناح او پاکستان غوښتونکو سیاسیونو پر خلاف نقدونه وکړل، خو تر اوسه دا معما حل نشوه چې د پاکستان تر جوړېدو یو کال وروسته ولې لاهور ته راغی او کله هم بېرته بمبۍ ته و نه ګرځېده؟
مستنصر حسین تارړ د منټو په اړه:
مشهور اردو ژبی ادیب مستنصر حسین تارړ چې لا هم ژوندی دی، د منټو په اړه لیکی: «هغه وخت زه تارړ نه وم، یو کوچنی ماشوم وم.
زه که د راکھ (خاورې) په څیر ۱۰ نور ناولونه ولیکم، بیا هم منټو کېدلی نشم. زه هلته اوسېدم، چیرې چې منټو ژوند تېر کړی، خو راتلونکې کې به هم هغه د منټو محله وي!
د منټو انانیت:
منټو د یو ډېر حساس شخصیت څښتن و، یو څوک به یې چې له پامه بد شو بیا نو چندان ډېر پرواګیر نه و. که یو ځل به یې خبره په عزت نفس او انانیت راغله نو بیا به د مقابل کس بده ورځ پیل شوه.
له ځوانۍ ډېر بې پرواه، ضدي او بیخي زیات منفرد انسان و. خپل لنډ ژوند یې په خپلو شرایطو تېر کړ او د هیچا یې و نه منله.
په ۱۹۴۰م کال کې د ال انډیا رادیو دننه وظیفه ورته پیدا شوه چې هلته م. راشد، کرشن چندر او اوپندر نات اشک هم ورسره ملګري و. یو ځل اشک او راشد د هغه په کومه ډرامه کې ګوتې ووهلې او بیا یې رادیو کې نشر کړه. نوموړی چې خبر شو په ډک محفل کې یې له هغوی سره خوله ووهله، بیا یې وظیفې ته هم لغته ورکړه او بمبۍ (ممبۍ) ته راغی.
هلته یې د فلم لارښود (شوکت رضوي) په غوښتنه (نوکر) فلم ته مکالمې لیکل پیل کړل خو چې خبر شو شوکت په ځينو نورو لیکوالانو هم مکالمې لیکي، نو دا خبره بده پرې ولګېده او کار یې ورسره پرېښوده.
بیا د یو مکالمه لیکونکي په توګه فلمستان ته لاړ، هلته یې له اشوک کمار سره ملګرتیا شوه، اشوک کمار چې بمبۍ ټاکیز شرکت واخیسته نو منټو هم ورسره شو، ښه ډېر لیکل یې وکړل، خو په دې وخت کې هندوستان ووېشل شو او د پاکستان په نوم یو نوی هېواد منځ ته راغی. منټو د فساد او وژنو په دې سخت دور کې هم پاکستان ته رانغی او له اشوک کمار سره پاتې شو، خو کله چې اشوک د (محل) فلم لپاره د کمال امروهي کیسه واخیسته او د هغه لیکل شوې کیسه یې وغورځوله، نو منټو اشوک ته له ویلو پرته شپه په شپه کښتۍ ونیوله او په ۱۹۴۸ کې لاهور ته راغی.
د منټو لومړۍ او وروستۍ مینه:
کله چې منټو د زړه تنګون ښکار شو ملګرو یې ورته وویل چې د رغېدو لپاره کومې غرنۍ سیمې ته چکر ووهه.
هغه د سري نګر (بټوت) ته لاړ، هلته د غرونو په یوه څنډه کې د زړه تنګون او ډیپرېشن ناروغانو ته یو تفریح ځای جوړ شوی و چې تاثیر یې لکه اب حیات داسې و.
په بټوت کې یې ۳ میاشتې تېرې کړې او هلته په یوې شپونکۍ مئین شو، چې دا د منټو لومړی او وروستی عشق شو.
منټو هغه نجلۍ د ژوند تر پایه هېره نکړه او په ډېرو کیسو کې یې یاده کړه.
(بیگو، موسم کی شرارت، لالٹین، ایک خط اور مصری کی ڈلی) هغه کیسې دي چې منټو پکې خپله محبوبه په ډېر روحاني او سپیڅلي انداز یاده کړې ده.
منټو دغه خام عشق تل مقدس باله او چې څومره روماني کیسې یې هم لیکلې، سرچینه یې همدغه شپونکۍ وه.
محکمه، زندان، د یارانو بې وفايي:
د منټو زندګي خپله د ناداري، د انساني منډو ترړو، مرضونو، ناقدري، اضطراب او المیو یوه لویه کیسه ده.
کله چې له هندوستانه لاهور ته راغی، هلته یې په یو داسې ځای کې استوګنه غوره کړه چې هر قدم کې یې فاحشه خانه وه. منټو همدغه ژوندۍ سوژه د خپلو افسانو مرکزي نقطه وګرځوله او دومره حیرانونکی الفاظ یې ولیکل چې له امله یې هغه ته څو ځله د مرګ، اختطاف او زنداني کولو ګواښونه وشول. د وخت حکومتونو، نشراتي ادارو او موسسو څو ځله د خپلو کرښو پر سر له وظیفو لیرې کړ.
کله یې چې د (ٹھنڈا گوشت) شاهکار کیسه ولیکله حکومت په همدې او (دھاں، کالی شلوار، کھول دو، اوپر نیچے، درمیان او بو) کیسو کې د فحش لیکلو/ خپرولو په تور ۳ میاشتې زنداني او ۳۰۰ کلدارې جریمه کړ. همداراز یې بندیز پرې ولګاوه چې نور به دا ډول کیسې نه لیکي؛ که نه ټول عمر به بندي شي.
په محکمې کې مشهورې رنډۍ عاجیه سلطان تور پرې ولګاوه چې زموږ د رنډیو راز او کیسې ټولو خلکو ته په لیکلې بڼه وړاندې کوي.
نوموړي ځواب ورکړ: خلک وايي چې ښځې راز نشي ساتلی، زه وایم که ښځو راز نشو ساتلی، نو د هیڅ نارینه مخ به د کتلو نه و ان ځینې خو به له شرمه کور څخه هم وتلي نه وای.
بیا په دروازه کې ولاړې خپلې پخوانۍ ملګرې (مرضیې) ته ور وکتل. هغې سترګې ښکته واچولې؛ ځکه پوهېده چې راز دوی خپله نشي ساتلی، منټو خوار ګرم نه دی.
قاضي ورته وویل چې: ته فحش او ګند خپروې!
منټو په موسکا ور بیا کړه: ته ګند ټول کړه، زه به یې نه خپروم. پسې زیاته یې کړه: زه هغه څه لیکم چې زموږ ټولنه کې ستاسې د سترګو پر وړاندې پېښیږي، که زما کیسې فحش وي؛ نو بیا زموږ ټولنه هم فاحشه ده.
په ادبي حلقو کې ځینو خود غرضو ادیبانو د هغه په بندي کېدو خوښي وښوده او ویې ویل، چې: ایله به یې اوس سر ته دماغ راشي، دی ډېر لیونی شوی و.
منټو له خلاصېدو وروسته رښتیا لیونی شو. په طبیعت کې یې ژور بدلون راغی؛ ځکه لیکل یې نشو کولی، له ډېر خفګانه زړه ماتی شو، چې له امله یې یارانو هغه یو لېونتون ته وسپاره.
د بې کسۍ، ذلالت او خوارۍ په دې ژوند کې د یو شتمن زوی له شرابو او قمار بازۍ سره مخ کړ. منټو شراب څښل پیل کړل.
د ژوند چلولو لپاره یې د افسانو په پلور هم صرفه ونکړه، د ورځپاڼو خرڅونکو به ۲۰ روپۍ ورکړې یا به یې شراب ورته راوړل او په ده به یې افسانه ولیکله، چې ډېرې یې خلکو په خپلو نومونو هم نشر کړې.
دومره بد حالت ته ورسېده چې له هر پېژاند او ناپېژانده کس به یې پيسې غوښتې. یو ځل یې کوم اولاد د تبې له امله لړزېده، ښځې یې له ګاونډۍ پیسې واخیستې او هغه یې دوا پسې ولیږه، خو ده د دوا پر ځای د شرابو بوتل ځان سره راوړ.
شراب کمول او پرېښودل څه چې لا یې زیاتول او ورځ تر بلې یې ځان بربادوه، ښایي هغه نور ژوند نه غوښته، ځکه خو یې ظفر زبیري ته په پر یو کتاب باندې اټوګراف کې ولیکل: «۷۸۹
کتیبه
دلته سعادت حسن منټو دفن دی، د هغه په سینه کې د افسانې لیکنې ټول اسرار او رموز خښ دي.
هغه اوس هم د منونو خاورې لاندې فکر کوي چې دی لوی افسانه نګار دی یا خدای؟!
سعادت حسن منټو
۱۸ اګست ۱۹۵۴»
یو بل ځای یې بیا لیکلي:
«که له مرګ وروسته مې لیکنو ته د رادیوګانو او کتابتونونو دروازې خلاصې شي او زما افسانو ته هغه مقام حاصل شي چې د اقبال مرحوم شعرونو ته ورکړل شوی نو روح به مې زیات بې سکونه شي.»
همداراز لیکي:
«ذلیلو خلکو! پوهېږم چې له مرګ وروسته به مې لیکنې ښکلوئ او سترګو پسې به یې نیسئ، لکه څنګه چې مقدسې صحیفې نیسئ. خو زه ستاسې په دې قدرداني لعنت وایم او هیڅ اړتیا ورته نلرم.»
ژړونکی مرګ:
بالاخره هغه ماښام را ورسېد چې د دغه ستر هیومنیسټ او ریالیسټ لیکوال د بخت ستوری پکې د وروستي ځل لپاره وځلېده.
د جنورۍ د ۱۷مې لمر ولوېده، منټو ماښام ناوخته کور ته راغی، څو شېبې وروسته یې وینه را وګرځوله، د شپې یې حالات نور هم بد شو، ډاکټر را وغوښتل شو، د هغه مشوره وه چې روغتون ته دې یوړل شي. د روغتون له نوم اورېدو سره منټو وویل: «اوس ډېره ناوخته شوې، ما روغتون ته مه وړئ!»
بیا یې خپل خوريي ته ورو په غوږ کې وویل: «زما د واسکټ په جیب کې درې نیمې روپۍ دی، څو پیسې مصرف کړه او ویسکي (شراب) راته راوړه. شراب را وغوښتل شول. منټو وویل: دوه ګیلاسه راجوړ کړه! چې څنګه یې وڅښل وجود یې له درده ولړزېده او چیغې ترې جیګې شوې. په دې وخت کې ایمبولنس را وغوښتل شو، خو هغه بیا شراب وغوښتل. یوه کاشوغه یې خولې کې ور توی کړل خو له حلقه تېر نشول او روغتون ته په لاره یې ساه ورکړه!»
د ستر افسانه نګار افسانوي ژوند د ۱۹۵۵م کال د جنورۍ په ۱۸مه پای ته ورسېده، چې د مړینې پر مهال یې عمر ایله ۴۲ کاله، ۸ میاشتې او ۴ ورځې و او تر جنازې وروسته د لاهور په میاني صاحب هدیره کې خښ شو. د قبر په شناخته یې لیکل شوي: «دا د منټو د قبر قبر دی. څوک چې اوس هم فکر کوي نوم یې په دنیا کې تکرار نه و.»
تر مرګ وروسته یې ځینو ادیبانو ان دا وویل چې: هغه په خپلې مړینې هم ثابته کړه چې د خپلو کیسو یو ژوندی کرکټر و، نو باید چې له افسانه نګار زیات حقیقت نګار ورته وویل شي.
بعضو ویل چې: که منټو نثر لیکوونکی نه وای نو یو ستر مصور او شاعر به و.
زه وایم: که شاعر وای، نو د جون ایلیاء کلک ملګری به و او له یوه ګیلاسه به یې د شرابو غوړپونه سره کول.
د منټو په ژوند دوه فلمونه هم جوړ شوي، چې لومړی فلم اردو کې د (منټو/ ۲۰۱۵) په نوم او دوهم هم ۳ کاله وروسته په همدې نوم هندي ژبه کې جوړ شو، چې مرکزي رول یې تکړه هنرمند نوازالدین صدیقي لوبولی دی. (که چانس لرئ، ویې ګورئ!)
د خپل ژوند په اړه یې لیکلي: «زما ژوند یو دېوال دی، چې پلستر یې په نوکانو شوکارم. کله غواړم چې ټولې ډبرې یې وشیندم. کله مې زړه کې تېره شي چې ملبې/ پاتې شونو توکو باندې یې یوه نوې ودانۍ جوړه کړم!»
څنګه چې منټو وړاندوینه کړې وه، له مرګ وروسته منټو ته د ستر افسانه نګار او لوی لیکوال القاب ورکړل شو، حکومت یې (ٹھنڈا گوشت) کیسې ته ستره دولتي جایزه (نشان امتیاز) ورکړه او د هغه ټولې وړاندوینې یې سمې ثابتې کړې.
نو خلاصه دا چې منټو د ټولنې تر ټولو پست رواجونه، کیسې او څېرې افشا کړې، هغه څه یې ولیکل چې یو مهال خلکو عریانت او فحش وباله، خو بیا یې چې په حقیقت پوه شول نو خپله یې اقرار وکړ چې هغه د اردو ژبې څه چې په نړیواله کچه یو ستر ادیب و. داسې ادیب چې نوم او تخلیق به یې د قیامت تر ورځې خلک یاد ساتي.
لاندې د منټو له افسانو او کرښو څخه څو بېلګې درسره لوستلی شئ:
ښځه کله هم بدرنګه نه وي.
…
هر شی چې بې وفا وي، هغه ښکلی وي!
…
دنیا کې چې څومره لعنتونه دي، لوږه یې مور ده!
…
د عورت (ښځې) دوهم نوم حرارت (تودوخه) دی.
…
څوک چې حقیقت وايي خوږې خبرې یې نه دي زده.
…
له مینې پرته هیڅ انسان د بشپړتیا دعوه نشي کولی.
…
ښه یادونه زړه کې وساتئ، هغو سره د خلکو هیڅ کار نشته!
…
موږ د یو بل له شر نه د بچ کېدو په خاطر د یو بل عزت کوو.
…
زه هیڅکله په هغې مینې باور نه لرم چې د نارینه لخوا پيل شوې وي.
…
رنډۍ بدې ښځې نه دي، بدې ښځې هغه دي چې د ښې ښځې تمثیل کوي.
…
که کومه نجلۍ له چا سره مینه کوي، نو حتمي نه ده چې هغه به بدلمنې وي.
…
مسلمانان له چا هم نه ډاریږي، که باور مو نه کیږي، خالي جوماتونو ته وګورئ!
…
په جومات کې دیوبندي، شیعه، سني، وهابي خو په سینما کې ټول یو برابر/ یو ذات.
…
چې په حج کولو ځان ته حاجي وايئ نو په حرامو خوړلو ځان ته حرامي ولې نه وایئ؟!
…
زه په داسې ټولنه کې لوی شوی یم چې د خواهشاتو تر پښو لاندې کول پکې ثواب بلل کېږي.
…
زموږ ټولو دننه یو مولوي پټ دی او دا هغه وخت راڅرګندیږي چې کله نور په ګناه کولو وینو.
…
د خلکو خولو پسې مه ځئ! هغوی به کله هم داسې کیسه درته ونکړي، چې دوی پکې غدار وي.
…
د نر خو ان ښکنځلې هم له ښځو پرته مکملې نه دي، ژوند به یې خاورې له دوی بغیر مکمل شي.
…
ښځه ژړلی شي، دلیلونه نشي وړاندې کولی. تر ټولو لوی دلیل یې له سترګې راڅڅېدلې اوښکه ده.
…
ښځې یوازې د غریب او بدرنګه سړي په تیري شور او غوغا جوړوي، ښکلي او شتمن ته لکۍ وهي.
…
زما مشاهده همدا ده: کوم انسان چې پرخلوصه وي. د خندا پر مهال یې سترګو کې حتماً اوښکې راځي.
…
زه په داسې ټولنه کې ژوند کوم چې په لویو کورونو کې واړه او په وړو کورونو کې لوی خلک اوسېږي.
…
زه د هغې ټولنې برخه یم، چیرته چې آینې ته ودرېدنه یوازې د شکل په خاطر کیږي، د وجدان له پاره نه.
…
د دې ځای خلک د ګاونډي د اولادونو له وږو نسونو خبر نه وي ؛ خو د ټول کلي د ښځو له حرکاتو خبر وي.
…
ښځې د خپل خاوند له شتمني یوه زیاته اندازه د دې له پاره په ځان مصرفوي چې د نورو نرانو پام ور وګرځي!
…
څوک کافر دی، څوک مسلمان دی، څوک جنتي دی، څوک دوزخي دی؟! دا اختیار بېرته ولې خدای ته نه ورکوئ!!
…
په کوم نيت چې فاحشه حجاب اغوندي؛ ځینې نارینه په همدې نیت ږیره پرېږدي. (دا قول علي شریعتي ته هم منسوب دی)
…
له دې زیات دردناک هیڅ نشته چې عمر مو ستاسې د سترګو په وړاندې تیریږي او تاسو نشئ کولی په خپله خوښه ژوند وکړئ!
…
که ښځه بد اخلاقه وي نو سړی طلاق ورکوي او چې سړی بد اخلاقه، بد فعله، نشه يي… او ظالم وي دا د ښځې تقدیر بلل کېږي.
…
نر هم عجیب دی، مینه د ښځې جسم ته په کتلو سره کوي. ښځه هم عجیبه ده د جسم په ښکاره کولو سره له نره د عزت هیله ساتي.
…
څنګه چې ځينې ماشومان له وخت مخکې نړۍ ته راځي، او جسمي کمزوري لري، همداسې هغه مینې هم کمزورې وي چې له وخت مخکې پیدا کېږي.
…
زه د اردو ژبې په لنډون (لنډ لمنۍ) زیات افسوس کوم. ځکه د ښځې له پاره پکې د (طوایفې/ ډمې) لفظ شته مګر د نر له پاره پکې کومه معقوله ښکنځله نشته!
…
د نړۍ تر ټولو ډېر دروغ په محکمو کې پر پاکو او مقدسو کتابونو تر لاس اېښودلو وروسته ویل کېږي او تر ټولو ډېر رښتیا په میخانو کې تر شراب څښلو وروسته.
…
د لوڼو (لورانو) لومړی حق چې موږ یې خورو، د هغوی پر پیدایښت د خوښۍ نه نمانځل دي.
۲- لور پیدا کول څوک هم نه غواړي خو په بستر هر یو نر ښځه غواړي.
…
د بې وفا (لاس پرېښودونکي) خپل غم دی او هغه کس هم بیله اذیتناکه کیسه لري، چې بې وفايي ورسره شوې (لاس یې پرېښودل شوی.).
خو په دې ټوله معامله کې مینه یتیمه شي!
…
نارینه ؤ ته د خپل کور مېرمنې د ښځو په څیر ښکاري، نورې ښځې ورته د غوښو پلن او ډک دوکانونه ښکاري.
نارینه د هغو سپیو په څیر ورته ولاړ وي چې سترګې یې لوږې ځپلې وي او غوښو ته ګوري.
…
له منټو پوښتنه وشوه: ایا د رنډۍ لمونځ کېږي؟
هغه ځواب ورکړ: د هغو نارینه ؤ چې له دوی سره یو ځای په ګډه ګناه کوي، بيا جماعت ته ځي اوپه لومړی صف کې لمونځ کوي؛ د هغوی لمونځ چې کیږي، نو د رنډۍ لمونځ څنګه نه کیږي؟
…
له منټو نه چا وپوښتل چې وطن دې په څه وضعیت کې دی؟
ده ورته ووېل: بيخي داسې حال کې دی لکه په زندان کې د جمعې لمونځ؛
هلته اذان د یو فراډي (دوکه باز/ چلباز) لخوا کېږي. امامت ته قاتل وړاندې کېږي او شا ته ورپسې ولاړ (مقتديان) ټول غله او مجرمان وي.
…
زما په دوو ځایونو کې زړه سکون مومي، یو د رنډۍ کوټه او بل د پیر مزار! ځکه په دواړو ځایونو کې له قالینې تر بام او چت پورې ټوله دوکه، چل او فریب وي.
کوم انسان چې خپأه ځانته چل ول ورکوي؛ تر دې بل ښه مقام نشته، چې ښه پوهېږې خو نه پوهېږې!
په رنډۍ خانه کې والدین پر اولاد تجارت کوي او زیارتونو او هدیرو کې بیا پير په خدای جل جلاله تجارت کوي.
…
انسان چې له ښځې سره مینه وکړي نو د هیر رانجها کیسه رامنځته شي.
که له ډوډۍ سره مینه کوي؛ نو د ایپي کیوریس فلسفه پیدا شي.
که تخت سره مینه وکړي؛ نو سکندر، چنګیز، تیمور یا هیټلر شي.
دنیا ډيره پراخه ده، څوک یو مېږی وژل لویه ګناه بولي؛ څینې لکونه انسانان وژني او همدې کار ته د زړورتیا او شجاعت نوم ورکوي.
…
يوه رنډۍ له يو سړي سره په بستر پرته وه، د خوند په جريان کې د سړي تیلیفون ته زنګ راغی، رنډۍ اوچت کړ او ځواب يې ورکړ: مصروفه يم وروسته زنګ وکړه!
سړی همداسې لوڅ له ځايه پورته شو او په ویره یې وويل: دغه زما رئیس و، تا ولې داسې خبره ورته وکړه؟ اوس به څه وايي؟ ما به له دندې ګوښه کړي!
رنډۍ په نرمه موسکا کې ور بیا کړه: که ستا رئیس دى خو زما بيا هميشنی او ځانګړی ګاک (مشتري) دى.
د ښار ښاغلي د ښار له رنډیو بل څوک ښه نه پيژني!
…
د کوټې کړکۍ ته مې چې د کوڅې خوا ته خلاصیږي، تکیه وهلې وه. له بهره مې د څو لوفرو هلکانو غږ اورېده چې د خپلې سیمې د (ویشیا/ ډمې) په اړه یې له خپلو خبرو خوند اخیسته او ما له نرمې موسیقي سره سره د هغوی چټیات هم اورېدل.
له هغوی یې یوه وویل: یار! اوس هغه زړه شوې؛ خو لور مې یې لیدلې، ګلناز نومیږي، سم ظالم شی دی!
لا یې خبره پوره نه وه چې د اذان انګازې خپرې شوې او په شور کې یې یو ملګري خبره سمه وا نه ورېده؛ نو زما کړکۍ یې وډبوله او په غوسه یې وویل: سندرې بندې کړه! اذان کیږي.
…
پولیسو د لوټ شویو مالونو پیدا کولو په خاطر عملیات پیل کړل، خلکو له ویرې غلا کړي مالونه پټول، د شپې تیاره کې یې له کورونو بهر غورځول، څو د قانون له منګلو بچ شي. خو یو سړی له سختې ستونزې سره مخ شو، هغه د حکیم له دوکانه د بورې دوه بوجۍ راپټې کړې وې، یوه یې کوهي ته ګوزار کړه خو دوهمه یې چې ګوزاروله، نو دی هم کوهي ته ورسره وغورځېد.
خلکو چې شور واورېده نو د کوهي خوا ته راغلل، دوه ځوانان یې کوهي ته ورښکته کړل، هغوی د غله لاش را ووېست.
سبا چې خلکو د کوهي اوبه وڅښلې نو خوږې ورته ښکاره شوې.
په سیمه کې اوازه شوه چې پلانکی سړی کوهي ته غورځېدلی، هلته مړ شوی او اوس د څاه اوبه خوږې دي.
هماغه و چې د غله په قبر یې ګلونه وغوړول/ زیارت یې جوړ کړ او د کوهي اوبه یې شفا ورکوونکې وبللې.
…
یوې مهذبې طوایفې (ډمې/ رنډۍ) له خپلې کوټې (رنډۍ خانې) بهر په راځوړنده تختې ولیکل:
د عزت نیلام ته پخیر راشئ!
خو ښاغلو حضراتو! له راتلو وړاندې ښه زبردست غسل وکړئ او جیبونه مو له اشرفیو (پیسو) ډک کړئ!
لهجې مو نرمې او جذبات ګرم وساتئ. خپلو څپلیو ته مو پام وي، چې خټې پرې نښتې نه وي. زموږ فرش موږ ته رزق راکوي او سپکاوی یې د منلو وړ نه دی.
شراب په کوټه کې ښه پرېمانه دي؛ له بېرونه یې په اخیستلو وخت مه ضایع کوئ!
دلال ته د حرامو یوه انه هم ورنکړئ ځکه هغه ته خپله تنخوا ورکول کیږي. البته دباندې ایښي د مرستې صندوق کې د زړه له اخلاصه پیسې واچوئ! ستاسې مرسته به د غریبو خلکو د کورونو عزت (نجونې) له طوایف توبه/ فحاشۍ وساتي!
مهرباني وکړئ! او د شپې په اخیره کې کوټه خالي کړئ! ځکه چې دلته د فرش له مینځلو وروسته د تهجدو لمونځ هم کیږي.
…
زه غواړم چې ښځې د سړک په سر ودريږي، سګريټ ولګوي، له دوده یې پوکاڼۍ جوړې او د ځوانانو په طرف يې ور پوف کړي.
بیا پان (نسوار ډوله توکي) خولې ته واچوي، په بې پروايي یې دېوال ته ور تو کړي او ديوالونه او عامه ځايونه پرې ولړي. بیا د سرک په سر کیني او هلکانو پسې شپیلکې ووهي.
زه غواړم ښځي خبرې وکړي! ووايې، چې: پلانکى نفر ډېر د حرامي زوى دی. دا دې هم ووايي چې: د پلانکي زوم له واده وړاندې پلانکۍ نجلۍ سره پۀ چکر تللى و او خپل بکارت يې بايللى دی. دوی دې ووايي چې: پلانکى ډېر کمزوری کريکټر لري او چټل لباس اغوندي، بدخویه دی، له نجونو یې مچکې اخیستې او له واده مخکې یې هر ډول ناروا کولې.
دوی دې د نارينه ؤ په کردار هم خبرې وکړي او دې وایي چې: د پلانکي د پتلون ځنځير هر وخت ښکاري او د تخرګونو و له نامه لاندې وېښتان یې هر وخت ببر وي.
زه غواړم چې ښځې هم تشناب ته تلونکو نرانو پسې شپېلکې ووهي. د تشنابونو پر دېوالونو د سړیو غوندې خرابې خبرې ولیکي/ انځورونه جوړ کړي. د هلکانو اړیک شمېرې دې وليکي او د هغوی نرخ دې هم ورسره ولیکي، چې: دا ذلیله د یوې شپې او یو وار څومره پيسې اخلي.
زه غواړم ښځې د نرانو پلار او ورور ته داسې ښکنځلې وکړي، چې د دوی نارینتوب تر سوال لاندې راولي. څنګه چې هغوی د نورو خور او مور ته ښکنځلې کوي؛ دوی دې هم وکړي.
زه د ښځو لپاره دا هر څه غواړم خو دا هیڅ امکان نه لري، ځکه چې ښځې ښځې کله هم د نرانو غوندې بې غیرته او ذلیله کېدای نشي.
…
زه ډیر نومونه لرم! عام خلک مې رنډۍ، وحشي، ډمه، فاحشه یا ټیکسي بولي او هغه خلک چې سواد لري فاحشه، بدن خرڅونکې او جنسي کارمنده راته وايي.
زما کور چکله (رنډۍ خانه) نومیږي؛ ځکه چې زه د ژوند د اړتیاو پوره کولو لپاره بله لاره نه لرم.
زما شپې له کوره بهر تیریږي او هره ورځ خپل بدن له ډول ډول سړيو سره شریکوم. څوک موټروان، څوک قصاب، څوک پاڼ خوړونکي او څوک سګرټ څکوونکي دي.
ان هغه نارينه چي خپله ميرمن يې هم خوله ور نژدې کولی نشي، موږ يې د څو پیسو لپاره ښکلوو.
زه وحشي بلل کیږم مګر اوس وحشت تاسو ليدلی چېرې دی؟
کله چې یو سړی د څو روپیو په په بدل کې زما د وجود څښتن شي!
کله چې هغه زما سینه په په ټول قوت سره داړي، او د غاښونو نښې يې تر څو اونيو زما پر بدن پاتې شي.
یوه ښځه چې هر ځل دومره وحشت زغمي؛ هغه وحشي ده که نه!
سپکاوی زما برخلیک دی، زه د مور له خېټې بدلمنې نه یم پيدا شوې، همدې ټولنې بد اخلاقۍ ته اړ وېستم.
دا ټولنه چې فاحشه وحشي بولي؛ د چکلې پر زینې ختونکی نر ته وحشي نه وایي.
دا ټولنه چې ما بدلمنې او سپکه یادوی، زما د بې لارې کوونکو نرانو پوره درناوی کوي.
زه رنډۍ او بدلمنې شم خو له ما خوند اخیستونکی مالدار، نواب او حاجي صاحب شي.
دا ټولنه یوې ښځې ته د کوټې چلولو اجازه ورکوي؛ خو د اسپې چلولو اجازه نه ورکوي.
Comments are closed.