ښوونځي پرانیزئ

صادق عبدالله

607
کال نو په کال پسې تېرېږي ښوونځي پرانیزئ
لمر د پوهنې موډوبېږي ښوونځي پرانېزئ
ټولګي خاموشه دي قلم ژاړي کتاب خفه دی
په المارۍ کې سپین پړونی تورحجاب خفه دی
ماحول پیکه دی د ښوونځیو دروباب خفه دی
همزولې نجونو ته یادېږي ښوونځي پرانېزئ
زه مسلمان یمه افغان یمه حجاب پېژنم
زه تلاوت کوم اذان اورم محراب پېژنم
د دې وطن دپت اوننګ غیرت نصاب پېژنم
هېواد په پوهه ابادېږي ښوونځي پرانېزئ
موږ مدرسې پالو مکتب ته ځو فساد نه کوو
خپل روا حق غواړو څه کفر او الحاد نه کوو
د دین مذهب سره په هېڅ رنګه تضاد نه کوو
د ژوندون ستنې مو ړنګېږي ښوونځي پرانېزئ
پر دې وطن له شروشوره ستړي شوي یو نور
له بې دلیله جنګه زوره ستړي شوی یو نور
بس ده صاحبه له پېغوره ستړي شوي یو نور
امر ثاني به کله کېږي ښوونځي پرانېزئ
نه خو راج یم نه جاسوس یم نه څوکۍ غواړمه
نه درنه ستوري د اسمان نه سپوږمکۍ غواړمه
صادق یو پلار یمه دا حق مې د لور کۍ غواړمه
د حوا روح درته ژړېږي ښوونځي پرانېزئ
شپږمه روژه.۱۴۴۲ ه ق

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.