بېلابېلو سازمانونو په افغانستان کې د سېلاب ځپلیو د لاسنیوي غوښتنه کړې

139
په بغلان کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د ملګرو ملتونو یو ویاند وايي، د دغه بنسټ چارواکي په افغانستان کې له طالبانو سره په تماس کې دي چې سېلاب ځپلیو سره څه ډول مرستې وشي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش مرستیال ویاند وايي، ګوټېرېش په افغانستان کې له سېلاب ځپلیو سره خپله خواخوږي او پیوستون څرګندوي.

فرحان حق پرون ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، ملګري ملتونه د سېلاب ځپلیو د لاسنیوي لپاره د طالبانو له چارواکو سره په تماس کې دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

هغه وايي: “ملګري ملتونه په افغانستان کې د سرپرست حکومت له چارواکو سره په تماس کې دي چې سېلاب ځپلیو ته اړتیا وړ مرستې برابرې شي. د ملګرو ملتونو سرمنشي له افغانانو سره خپله خواخوږي ښيي او تر هغو سېلابونو وروسته چې د افغانستان په شمال ختیځ کې یې په نتیجه کې تر ۳۰۰ زیات کسان مړه شول، د خپل پیوستون خبر ورکړی دی.”

ځینو نړیوالو سازمانونو په بغلان کې سېلاب ځپلو ته د لومړنیو مرستو د رسېدو خبر ورکړی، ګڼو نورو هغو د سېلاب ځپلو د لاسنیوي لپاره د نورو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان پرون په خپله ایکس‌پاڼه کې د افغانستان شمال ته تر ویجاړوونکو سېلابونو ورسوته د ۷ ټنه دارو-درملو د لېږلو خبر ورکړی دی.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ پرون پر ایکس‌پاڼه کابل ته د ۹۷ ټنه درملو او طبي تجهیزاتو د رسېدو خبر ورکړی، چې د ۱۳ بشري سازمانونو له لارې به سېلاب ځپلو کسانو رسول کېږي.

په ژنیف کې د ملګرو ملتونو دفتر کې د افغانستان دایمي استازولۍ پرون په یوه اعلامیه کې لیکلي، دغه سېلابونه داسې وخت بهېدلي چې په افغانستان کې بشري وضعیت خراب دی او ځکه نو سېلاب ځپلي هراړخیزو بشري مرستو ته اړ دي.

په اعلامیه کې له نړیوالو شریکانو، بشري سازمانونو او ښکېلو اړخونو غوښتنه شوې چې سختو اړتیاوو ته په پام سره د لاسنیوي لپاره اقدام وکړي.

د جمعې ناوخته د بغلان ولایت په بُرقه، مرکزي بغلان، نهرین او د پلخمري په ځینو برخو کې سخت سېلابونو وبهېدل، چې تر اوسه یې په نتیجه کې تر ۳۰۰ د زیاتو کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

د نورو تري تم شویو کسانو د لټون هڅې هم روانې دي او بېلابېلو رضاکارانو په دې برخه کې هڅې پیل کړې دي.

د فرانسې خبري اژانس پرون د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په حواله لیکلي، چې په دغو سېلابونو کې تر ۱۶۰۰ زیات کسان ټپیان، تر ۲۶۰۰ زیات کورونه یا څه ناڅه یا بشپړ ویجاړ شوي او ۱۰۰۰ څاروي تلف شوي دي.

د بغلان په سېلابونو کې د مړو شمېر ۳۱۵ او د ټپیانو ۱۶۳۰ ته رسېدلی
ېنک
خو د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف پرون په یوه اعلامیه کې په بغلان کې د ویجاړو شویو کورونو شمېر ۳۰۰۰ ښوولی او وايي په مړو کې ۵۱ ماشومان شامل دي.

دغې ادارې لیکلي چې په تخار او بدخشان کې هم د تازه سېلابونو له کبله ۳۰۰ کورونه زیانمن شوي دي.

پر ټولنیزو شبکو د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې اټکل دا دی چې په دغو سېلابونو کې اوښتي مالي او ځاني زیانونه زیات وي.

په همدې حال کې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، نن هم د افغانستان د شمال او شمال ختیځ په سیندي حوزو کې د اوبو د سطحې د لوړېدو اټکل شوی دی.

دغه وزارت پرون په یوه اطلاعیه کې د دغو سیمو د سیندونو پر غاړه له استوګنو غوښتنه کړې چې د اوبو د سطحې لوړېدو په صورت کې د خوندیتوب پر لارو چارو غور وکړي.

په اطلاعیه کې له خلکو غوښتنه شوې، که د اوبو سطحه لوړه شوي، نو سیندونو ته څېرمه دې له تګ راتګ ډډه وکړي.

په همدې حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه خبر ورکړی، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې عملیاتي مشرې مېرمن ایډم وسورنو (Edem Wosornu) ویلي چې د دوی ډلې به ډېر ژر سېلاب ځپلیو سیمو ته لاړې شي.

په اعلامیه کې ویل شوي، مېرمن وسورنو دا خبرې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره په پرونۍ کتنه کې کړې دي.

د اعلامیې له مخې، د ملګرو ملتونو دغې چارواکې ویلي، که څه هم افغانستان په اقلیمي بدلون کې کومه ونډه نه لري، خو د اقلیمي بدلون له پدیدې زیات زیانمن شوی دی.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.