سیلابه ولې ، یه خانه خرابه ؟
زموږ دسترګو کسي،
زموږ دهیلو سترګې
ولې د خپلو خونړیو څپو دم ته سپارې ؟
سیلابه ولې ، یه خانه خرابه ؟
زموږ دردونه کم وو،
زموږ زخمولا په پټو ملهم کې ،
زموږه اوښکې خوړې ،
تا زموږ دا غمیزه نه لیدله ؟
چې زموږ د خټو پرکورونوباندې ،
ترامریکې هم په ظالمه توندۍ را وختې !
ته وخدای ته نه شرمیدې ؟
سیلابه ولې ، یه خانه خرابه ؟
تا چې زموږ تنکۍ غوټۍ ګلونه
چې دهریوه له سترګو،
داوښکو ډکې رڼا وې اوریدې ،
زموږ د سبا په مینه ،
او تا ، اوتا ظالمه ،
د سره ښامارپه شانې ،
دمورله غیږې په ستم پورته کړل،
ته وخدای نه شرمیدې ؟
سیلابه ولې ، یه خانه خرابه ؟
څومره بې رحمه یې ته ،
څومره څپاند خوني یې ،
ما خودا ستا په شانې ،
د بې رحمۍ بله بیلګه کله لیدلې نه وه …
تا زموږ دهیلودغوټیو شینکی باغ ولوټه،
تا زموږ دهیلو آه نازکې مرغلرې لوټ کړې
تا زموږ دمینو د سندرو سندرتون را ړنګ کړ،
زموږ دخټو دخنداوو ډک کور،
سیلابه ولې ، یه خانه خرابه ؟
یوځل را وګوره سم ،
په خړو سترګو مې په خړو ډوب ګلونه ګوره ،
وګوره دمیندو خالي غیږو ته ،
دجنازو وړو تنکو لیکو ته ،
چې بورې میندې یې ،
په خټوکې نغاړي له ډیره درده ،
ته و خدای چې نه شرمیږې ؟
ته وخدای چې نه شرمیږې ؟
خالق رشید
نوی ډیلی
د ۲۰۲۴ کال د می ا۱
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.