د ماکیاولي ټولواک‎

بریال حبیبي

224

نیکولای ماکیاولي د ۱۶مې زېږدیزې پېړۍ لوی ایټالوی سیاسي فیلسوف دی؛ په غالب ګومان کله چې ده خپل اوڅار اثر ـ ټولواک کېښ، نو دا به یې فکر کې هم نه وو ورکرځېدلي چي یوه ورځ به یې راتلونکي نسلونه په سیاسي ادبیاتو کې د دیکتاتورو حکومتونو د ګټو ساتندوی یادوي.

لیکوال: بریال حبیبي
خو آیا ماکیاولي رښتیا هم یو همداسې څوک وو؟
د پورتنۍ پوښتنې د ځواب موندلو لپاره اړتیا ده، چې لومړی دده د کتاب منځپانګې او هغو شرایطو ته وروګرځو، چې دغه اثر پکښې لیکلی شوی دی.
د ماکیاولي د ژوند دوران کې اروپا له دریو اړخونو؛ (سیاسي، اقتصادي او فکري) د بنسټیز بدلون په درشل کې وه؛ په اروپا په ځانګړې توګه ایټالیا کې (چې له ختیځ سره د لوېدیځ د تجارت مرکز وو.) د کارخونو تاسیس او د راکړې ورکړې ودې اروپا د پانګوالې پر خوا راکښله او فکري نظام د روښان فکري پر لور وو؛ خو د سیاسي نظام له درکه اېټالیا له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره په شباهت نه لرلو سربېره تل د کورنیو او سیمه ایزو جګړو ازمایښتځای ګڼل کېده او دې دایمي بې ثباتي که له یوې خوا یو باثباته نظام ته زمینه سازي ونه کړه، نو له بلې خوا یې اوسېدونکي هم ورته پر یوه ټغر راټول نه کړای شول.
د ماکیاولي د زېږېدنې او هستوګني ځای ـ فلورانس هماغه دوره کې د خپل ځانګړي فرهنګي او اجتماعي وضعیت له امله یوازې د اېټالیا نه، بلکې د ټولې اروپا مرکز حسابولای شو؛ دغه ځای چې د مدیچي کورنۍ په نوم پېژندل کېږي او هغوی هغه لومړني بانکداران دي، چې د اروپا پر تاریخ یې خورا څرګند اغېز پرې ایښی دی.
هغوی له تبعید نه له راستنېدنې او بیاځلې قدرت ته له رسېدلو سره سم ماکیاولي د نه وفاداري له امله لومړی زنداني او شکنجه او وروسته یې تبعید کړ؛ ده خپل دغه اثر همدې دوره کې وکېښ او بیا یې په دې هیله چې ګواکې وبه بخښلی او خپلې دندې ته به راستون شي، لونرزو مدیچي ته ډالۍ کړ.
یاد اثر شپږویشت څپرکي لري او په ټوله کې له موضوعي اړخه پاچاهانو ته د حکومت کولو اړوند مشورې ورکوي؛ خو له نورو هغو سره یې بنسټیز توپیر په دې کې دی، چې چېرې هم پکښې اخلاقي مسئلې نه تر سترګو کېږي.
تر ماکیاولي وړاندې نږدې ګردو لیکوالانو هڅه کړې چې واکمنان د اخلاقیاتو پر بنسټ رهنمایي کړي، خو ماکیاولي د اخلاقیاتو پر ځای قدرت ته پام اړولی او سیاست ته له یو ریالیستیک و نا آرمان ګرا لیده ګوري او که په زغرده وویلي شي، نو پر ده نقدونه هم له همدې ځایه راپیلېږي؛ ځکه دی ورځني مسائل هغسې وړاندې کوي لکه څرنګه چې دي، نه هاغسې لکه څرنګه چې باید وي… .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.