ایا ځنځيري سربلونه له خپلواکو کلمو سره ګډ لیکلای شو؟

ليک: عبدالنافع کليوال همت

193
پښتو ژبه د عربي ژبې د لیکدود له امله د حرکتونو د وضاحت لپاره له ډېرو ستونزه سره لاس او ګرېوان ده.
که څه هم په ژبپوهنه کې توري یا ګرافیمونه ټول د فونیمونو یا اوازونو استازيتوب کوي، خو په عربي ژبه کې حروف جلا او حرکتونه جلا دي.
څرنګه چې په عربي ژبه کې د حرکتونو لپاره توري نه شته، نو په پښتو ژبه کې هم نشته چې د پښتو لیکدود دې جوړښت د پښتو ژبې د ځينو کلماتو تلفظ ګډوډ کړی او په دې برخه کې ډېر کار ته اړتیا ده.
سربلونه، سرینه، پیشینه یا (Prepositions) د کلام هغې برخې ته وایي چې خپلواکه مانا نه لري او د خپلواکو مورفیمونو څخه مخکې د ارتباط لپاره لیکل کېږي. په فونولوژۍ کي فونيمونه پر دوو ډلو وېشل کېږي چې يو ځنځيري يا (Segmental) او بل ناځنځيري (Supra segmental) فونيمونه دي.
ځنځيري هغه فونيمونه دي چې توري يا ګرافیمونه لري او ناځنځيري بيا هغو فونيمونو ته وايي چې توري نه لري، بلکې اواز او مانا يې د خج، څپې، آهنګ، بېلتون او پیوستون له مخې پېژندل کېږي.
زه د ځينو ليکوالانو او خبريالانو ليکنو ته ځير شوی يم چې هغوی ځنځيري فونيمونه سم نه بېژني او ځينې ځنځيري فونیمونه هم د ناځنځيري په ډول ګډ ليکي. زما په نظر په دې لړ کې دا سربلونه د يادونې او څېړنې وړ دي:
۱: نه
۲: په
۳: مه
۴: که
۵: له
۶: بې
۷: څه
پورتني فونيمونه ټول په واول اوازونو پای ته رسېدلي چې د دې فونيمونو له پاره په پښتو کې خپل توري يا ګرافيمونه لرو، يوازې د زورکي (∂) له پاره يې نه لرو، خو که زورکی د کلمې په پای کې راشي د (ه) په بڼه يې ليکلای شو او دا بڼه یې اوس په پښتو لیکدود کې عام شوی او منل شوی دی، نو کله چې دا فونيمونه په ځنځيري فونيمونو کې شامل دي، ولې يې ګډ وليکو او ولې دا خپلواک يا واول اواز حذف کړو؟
که زورکی د کلمې په منځ کې راشي، عذر مو دا دی چې توری نه ورته لرو، لکه د (غنم) په کلمه کې چې تر (غ) او (ن) وروسته زورکی راغلی دی، خو که زورکی د کلمې په پای کې راشي باید په (ه) سره يې وليکو، لکه (زړه).
که څوک وايي چې په همدې بڼه ټول ورباندي پوهېږي، زه وايم که يې په فونيميکه الفبا وليکو، په هغه صورت کې ولې واول ګرافيمونه نه ځنې حذف کوو؟ اوس د پورتنيو دلايلو په رڼا کې د څو کلمو سمه او ناسمه بڼه څېړو.
۱: (مکوه) که (مه کوه)؟
(مه) د نهي يا منع کولو سربل دی چې په زورکي پای ته رسېدلی او بايد جلا وليکل شي، لکه (مه خوره، مه ځه، مه ولاړېږه!)
۲: (نلري) که (نه لري)؟
(نه) د نفي سربل دی چې په زورکي پای ته رسېدلی او په پښتو کې د نفي له پاره استعمالېږي، لکه (نه ځو، نه خوري، نه راځي، نه وايي)، خو ځيني خلک يې (نلري) ليکي چي دا بڼه يې سمه نه ده.
۳: (نشته) که (نه شته)؟
(نسته يا نشته) کلمه له دوو دوو فونيمونو څخه جوړه شوې چې يو (نه) او بل د (سته يا شته) کلمه ده. (نه) د نفي سربل او په زورکي پای ته رسېدلی او (سته يا شته) خپلواکه کلمه ده چې د موجوديت مانا لري، نو بايد (نه سته) يا (نه شته) وليکو.
۴: (لپاره) که (له پاره)؟
د (له) سربل هم په زورکي پای ته رسېدلی او (پار) خپلواکه کلمه ده چې د (خاطر) مانا لري، لکه (د خدای پر پار داسي مه کوه)، (زه د وطن له پاره ځان قربانوم)، نو بايد (له پاره) وليکل شي.
۵: (پکې) که (په کې)؟
د (په) سربل هم په پای کې واول اواز لري، دلته وينو چې د (په) او (کې) سربلونه سره ګډ شوي چې بايد جلا وليکل شي.
کله کله (پکې) د لنډيز په بڼه هم راځي چي د ليکلو له پاره مناسبه بڼه نه ده، مثلا يو شخص پوښتي: دا منګی راکړه! هغه جواب ورکوي: اوبه پکې نه شته.
دلته په ظاهره (پکې) د موجودیت مانا لري، خو دلته (په) سربل او (کې) اوستربل دی چې تر منځ يې د منګي کلمه ليرې شوې ده، د پورتنۍ جملې بشپړه بڼه داسې ده: (په) منګي (کې) اوبه نه شته.
۶: (کنه) که (که نه)؟
(کنه) له (که) او (نه) کلمو څخه جوړ شوی سربل دی چې (که) جلا او (نه) جلا ماناوي لري. په دې دواړو کلمو کې وينو چې په زورکي پای ته رسېدلي، نو بايد جلا وليکل شي، مثلا يو څوک پوښتنه کوي: زه هرات ته ځم، ته راسره ځې که نه؟ البته ځينې خلک (کنه) یا (کانه) د تکيه کلام په ډول هم کاروي، مثلا يو څوک وايي: ته هم کونړ ته راسره ځې؟ بل ورته وايي: هو کنه! يا کله کله (کنه) د مقابل لورې د تائيد له پاره هم استعمالوي چې دا ‌ډول استعمال ټکر نه پېښوي، مثلا يو څوک په خبرو کې وايي: کنه؟ ياني ايا دغسې نه ده؟
۷: (بېله تا) که (بې له تا)
د (بې) سربل د کلمې مانا سرچپه کوي، لکه (عقل، بې عقل)، (غيرت، بې غيرت)، (مانا، بې مانا). بايد دا سربل هم جلا وليکل شي، خو که يې بله خپلواکه ترکیبي کلمه جوړوله، ګډ ليکل يې ستونزه نه لري، لکه (بېنوا)، (بېوزله)، (بېکار) او داسي نور.
۸: (څرنګه) که (څه رنګه)؟
(څه) خپلواک سربل دی چې د پوښتني له پاره راوړل کېږي او په زورکي پای ته رسېږي، نو بايد (څه رنګه) وليکو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.