Browsing Tag

عبدالله لغمانی

د نړۍ بيولوژيکي امنيت چا خراب کړی دی؟

په نړۍ کې د بيولوژيکي وسلو په اړه څېړنې ، څېړنيز لابراتوارونه او د وايروسونواو باکترياوو په سرشت او خټه کې ګوتې وهل  او په اصطلاح (دست کاري) کول  تر بل هر وخت ډېر شوي دي او د داسې باکتريايي او وايروسي څېړنو لابراتوارونه هم په نړۍ کې ريکارډ…

ايا په سياسي لحاظ نړۍ د دوه قطبي کېدلو پرخوا روانه ده؟

لومړی به په سياسي لحاظ دوه قطبي کېدل  Bipolarity  تعريف کړو: دوه قطبي په نړيوال نظم کې په دې مانا چې په هغه کې د هېوادونو نړيوالې اقتصادي، نظامي، فرهنګي او سياسي اړيکې تر ډېره د دوو زبرځواکو هېوادونو او د دوی د همغاړې هېوادونو تر اغېز…

د افغانستان ناڅرګند راتلونکی او د زبرځواکونو مسووليت

افغانستان او افغانان چې في الحال له يوه نامعلوم برخليک او ناڅرګند راتلونکي سره  په ډېر بد حال کې مخامخ دي سربېره پر دې چې لومړی او مهم مسووليت یې د افغانستان پخوانيو او اوسنيو سیاسيونو او اګاه قشر ته ورګرځي او په تېرو شلو کلونو کې  دوی د بې…

!جاپان او سويلي کوريا: د ختيځ په څنډو د لويديځ باد

د کوريا ټاپووزمه تقريبا څلور لسيزې له ۱۹۰۵ څخه تر ۱۹۴۵ ميلادي کال پورې  د جاپان تر استعمار لاندې وه او ددې استعمار په ترڅ کې د دواړو کوريا ګانو خلکو ډېر سختې وګاللې او بالاخره د امريکا په ګوتڅنډنه جاپان له کورياګانو  ووت ، خو  سويلي کوريا…

په اوکراين کې د امريکا د بيولوژيکي لابراتوارونو پټ راز

په اوکراين کې د امريکا د بيولوژيکي لابراتوارونو پټ راز! د اوکراین د جګړې په اوسني ناورين کې دې خبرې د نړيوالو توجه لا راجلب کړه چې د جنګ په جريان کې چين او روسيې ادعا وکړه چې امريکا په اوکراين کې د بيولوژيکي وسلو لابراتوارونه درلودل او…

بيولوژيکي جګړه څه ته وايي؟

بيولوژيک جنګ يا په اصطلاح مايکروبي جګړه يا ويروسي جګړه يا  Biological warfare له بيولوژيکي عواملو څخه په هدف مندې استفادې چې په هغه کې باکترياوې، ويروسونه، قارجونه، حشرې ، انګلونه او نور په سترګو نه ليدل کېدونکي ژوندي ساري په…

اوکراین د زبر ځواکونو د جګړې تود میدان

اوکراين د زبرځواکونو د جګړې تود ميدان اوکراين نن سبا د امريکا، ناټو او روسيې تر منځ د جګړې په ډګر بدل شوی دی او د نړۍ د زبرځواکونو جيو پوليټيکل ګټې پکې يو له بله متقابلې شوې دي او د همدې ګټو د خوندي کولو او ساتلو لپاره ناټو او امريکا د…

!اوکراين  له يوې بلې زاويې

اوکراين چې په مساحت کې له افغانستان څخه  تقريباً ۵۰ زره کيلومتره مربع کوچنی دی. انګرېزي تلفظ یې يوکراين او خپله اوکراينيان یې اوکراين Україна تلفظ کوي په ختيزه اروبا کې پروت او د پراخوالي له پلوه په اروپا کې له روسيې وروسته دويم هېواد دی ،…

ډوپينګ څه شی دی او ولې په لوبو کې پرې بنديز لګول شوی دی

د ډوپينګ Doping کله د سويلي افريقا له ژبې رامشتق شوې ده چې په اصل کې هغو پخوانيو الکولي څښاک ته پکې اشاره ده چې ددې جنوبي افريقا خلکو به د نڅا په مراسمو کې د يوې محرکې او قوي کوونکې مادې په توګه کارول او نڅآګارانو ته به يې ددې ځواک ورباښه…

د کړنګ پر غاړه قزاقستان څنګه وژغورل شو

قزاقستان چې په منځنۍ اسيا کې پروت ستر هېواد دی د غنمو د کندو په نامه هم شهرت لري،  د نړۍ له دوو زبرځواکونو چين او روسیې سره ګډه پوله لري او د خاورې زياته برخه یې دښتې او غرونه تشکيلوي چې يوازې ۱۹ ميليونه کسان پکې ژوند کوي . د شوروي…