د نړۍ بيولوژيکي امنيت چا خراب کړی دی؟

شننه: عبدالله لغمانی

392
په نړۍ کې د بيولوژيکي وسلو په اړه څېړنې ، څېړنيز لابراتوارونه او د وايروسونواو باکترياوو په سرشت او خټه کې ګوتې وهل  او په اصطلاح (دست کاري) کول  تر بل هر وخت ډېر شوي دي او د داسې باکتريايي او وايروسي څېړنو لابراتوارونه هم په نړۍ کې ريکارډ کچې ته رسېدلي دي . يوازې يوه کوچنۍ څمڅه وايروسونه او باکترياوې د ټول بشر ژوند ته بشپړډول ګواښ ثابتېدلی شي. د  نړۍ زبر ځواک هېوادونه غواړي په همدې ډول خپل سيال هېوادونه په ارزانه او وړيا ډول خپل وځپي او په هېوادونو کې یې هرج و مرج پيدا کړي  خو مخکې له دې چې په دې اړه تفصيلي وغږېږو په لنډه توګه به د بيولوژيکي جګړې په اړه څو کرښې وليکو:
بيولوژيک جنګ يا په اصطلاح مايکروبي جګړه يا ويروسي جګړه يا Biological warfare له بيولوژيکي عواملو څخه په هدف مندې استفادې چې په هغه کې باکترياوې، ويروسونه، قارجونه، حشرې ، انګلونه او نور په سترګو نه ليدل کېدونکي ژوندي ساري په داسې ډول عیارېږي او د هغو په جينونو کې تغيير راوستل کېږي چې د انسانانو، حيواناتو ، بوټو او ونو د شنډولو، کمزوري کولو او وژلو لپاره وکارول شي. د دا ډول ناروغيو خپرېدا په انسانانو کې له الرژي يا حساسيت څخه نيولې تر مرګ پورې رسېږي چې کېدای شي په ساري ډول له يوه ژوندي موجود څخه بل ژوندي موجود ته سرايت وکړي . نو که د داسې باکترياوو ، ويروسونو او نورو په سترګو نه ليدل کېدونکو ژونديو اجسامو په جنيټيک کې ګوتې ووهل شي او تغيير پکې راوستل شي بيا یې درملنه او مخنيوي سختېږي او ان غيرممکن کېږي او د سترې تباهي او انسان وژنې لامل کېږي. نو په همدې اساس د امريکا متحده ايالاتو باندې د نړۍ د نورو هېوادونو لخوا تور دی چې په اقتصادي لحاظ  د منځنۍ کچې او ټيټې کچې د هېوادونو له کمزوري اقتصاد او ورسره د مرستو څخه په ګټه اخيستنه په دې هېوادونو کې د بيولوژيکي وسلو لابراتوارونه جوړکړي دي او له کلونو کلونو راهيسې په دې رابراتوارونو کې خطرناکې او وژونکې څېړنې کوي او د بشر ژوند ته یې ګواښ پېښ کړی دی، چين او روسيې په اوکراين کې د امريکا د بيولوژيکي لابراتوارونو په اړه ملګروملتونو ته خبراوی ورکړی و او امریکا هم منلې وه چې هلته تر لسو زيات بيولوژيکي لابراتوارونه لري خو ادعا یې کړې وه چې وژونکي نه دي خو بيا هم ډېری د طبي علومو څېړونکي په دې باور دي چې دا ادعاوې بايد په بې پرې او دقيق ډول وڅېړل شي او دا چې د ټول بشريت لپاره ستونزه جوړوي بايد معلومه کړای شي چې ولې امريکا دا کار کوي او ولې غواړي د خپل هېواد پرځای د درېيمې نړۍ په وروسته پاتې هېوادونو کې دا ډول لابراتورونه پرانيزي او څېړنې پکې وکړي.  کيسه په دې وروستيو کې هغه وخت ګرمه شوه چې متحده ايالاتو د روغتيا وزارت په قرغزستان کې په خپل بيولوژيکي لابراتوار کې د تور ټپ  وايروسي ناروغي باندې څېړنې پيلوي او ددې لپاره یې ۴ نيم ميليونه ډالر هم ځانګړي کړي دي او دا څېړنه به د قرغزستان په اوش ښار کې ترسره کېږی چې د قرغزستان د فرغانې درې يو ګڼه نفوسه ولايت دی او په داسې حال کې چې نه غواړي همدا څېړنې په خپله خاوره (متحده ايالاتو) کې ترسره کړي. د منځنۍ اسيا په داسې ګڼ نفوسه سيمه کې چې يوازې د ۳۰۰ کيلومتره په اوږدوالي او ۱۵۰ کيلومتره سور په پرخوالي پکې ۱۵ ميلیونه نفوس ژوند کوي دا ډول  څېړنې ډېرې خطرناکې ثابتېدلی شي او د سيمې نورو هېوادونو لکه چين، هند، پاکستان، ايران او افغانستان ته چې په نږدې ساحه کې ورسره پراته دي او ځينې هېوادونه یې لکه افغانستان کمزوري طبي سيستم او متزلزل اقتصاد لري، د دا ډول وايروسي ناروغيو خپرېدل به ډېر تاوانونه پېښ کړي.او د نړۍ يو پر درېيمه برخه خلک به ترې اغېزمن شي.
له دې مخکې متحده ايالاتو غوښتل چې په هند او ترکيه کې د تورټپ په ناروغي باندې څېړنې وکړي خو د هغو د دولتونو لخوا یې مخه ونيول شوه او هغوی پوهېدل چې دا ډول څېړنې څومره مهلکې تمامېدلی شي.
امريکا په دې سره په يو ډول غواړي چې د اوراسيا (د چين، هند او روسيې او ايران) مربع هېوادونو په شاوخوا کې له صحي، رواني پلوه خلک وڅپي او په هم دې ډول د منځنۍ اسيا په کمزوري اقتصاد لرونکو هېوادونو کې راډيکال ګروپونو او بنسټپالنې ته لاره پرانيزي، نا ارامه یې کړي او ددې نارامي څپې تر خپلو پخوانيو سيالانو (چين او روسيې) تر دروازو ور ورسوي.
نړيوالې رسنۍ وايي ، چې امريکا په دې څو کلونو کې د نړۍ په دېرشو هېوادونو کې ۳۳۶ بيولوژيکي لابراتوارونه جوړ کړي دي چې په ځينو سيمو کې د ساري ناروغيو د خپرېدو لامل هم شوې دي.
ه هرحال هره ادعا د يوه سلسله شواهدو ، پټو او ښکاره معلوماتو او لاسوندونو په اساس کېږي او دا چې دا ډول بيولوژيکي وسلې د ټول انسانيت لپاره خطر پېښولی شي او لکه کرونا چې دنيوزيلنډ له سواحلو یې د کاناډا تر شمالي سيمو او بيا دجاپان تر ټاپوګانو او همداسې د ماداګاسکر تر افريقايي هېواده پورې په څو ورځو کې خپره شوه، له دې لابراتوارونو څخه راولاړېدونکې ناروغۍ هم کېدای شي تر دې ژر او چټکې خپرې شي او د زرګونو او ميليونو انسانانو، نباتاتو او حيواناتو د مړينې ، ناروغي او ان نسل پر نسل د مشکلاتو د پېښېدلو لامل شي نو د انسانيت په پار د ټولو هېوادونو يو ګډ او مشترک فرض دي چې د دا ډول کارونو څېړنه وکړي او معلومه کړي چې ايا رښتيا هم د زبرځواکونو لخوا داسې بيولوژيکي وسلې جوړېږي چې په نړۍ کې د ژوندي ساريو (انسانانو، حيواناتو او نباتاتو) د راتلونکي قتل عام لپاره لارې چارې برابروي او که نه؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.