ايا په سياسي لحاظ نړۍ د دوه قطبي کېدلو پرخوا روانه ده؟

شننه: عبدالله لغمانی

530
لومړی به په سياسي لحاظ دوه قطبي کېدل  Bipolarity  تعريف کړو: دوه قطبي په نړيوال نظم کې په دې مانا چې په هغه کې د هېوادونو نړيوالې اقتصادي، نظامي، فرهنګي او سياسي اړيکې تر ډېره د دوو زبرځواکو هېوادونو او د دوی د همغاړې هېوادونو تر اغېز لاندې وي د دوه قطبي نړۍ کلاسيک مثال د امريکا د متحده ايالاتو او شوروي اتحاد تر منځ د شلمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې سوړ جنګ وو چې د نړۍ په يوه برخه هېوادونو پخواني شوروي نفوذ درلود او يوه برخه بيا د امريکا تر سياسي، اقتصادي، نظامي او فرهنګي اغېز لاندې وه.
يو قطبي Unipolarity د نړيوال نظم هغه سيستم ته ويل کېږي چې په هغه کې دنيا په اقتصادي ټولنيز، فرهنګي او سياسي اړخ د يوه زبرځواک هېواد او دولت او دده د متحدينو اغېز ډېر وي. لکه په نن سبا وخت کې چې د نړۍ د زياتره هېوادونو سياسي او اقتصادي اړيکې د امريکا تر چتر لاندې رغول کېږي او نړول کېږي  او اغېز یې په ملګرو ملتونو باندې د نورو هېوادونو په پرتله ډېر دی  او د دويمې او درېيمې نړۍ هېوادونه د اقتصادي، سياسي ، نطامي او نورو… اړتیاوو له مخې نه غواړي له امريکا سره ښکرپه ښکر شي.
خو د روسيې او اوکراين له شخړې را وروسته چې پکې روسيه تر تحريم لاندې راغله او امريکا او ناټو هېوادونو یې د نفتو، او ګازو په اخيستلو او نږدې په هر ډول سوداګري بنديز ولګاوه او هم کوشش روان دی چې په نړيوال سټېج یې منزوي کړي او همهاله له ويتنام سره د امريکا د ملګرتيا او نظامي اړيکو تازه کېدل او له بلې خوا له هند او منځني ختيځ له شتمنو (سعودي او متحده عربي اماراتو)سره د امريکا سړې اړيکې ددې لامل شوې دي چې (روسيه، چين، هند او د منځني ختيځ  هېوادونه) په خپل منځ کې د اقتصادي اړيکو يو نوی باب پرانيزي او نن سبا یې تر بل هر وخت په خپل منځ کې اقتصادي راکړې ورکړې ډېرې کړې دي او د امريکا له ګوتڅنډونو سره،سره خپلمنځي تجارت له روسيې سره لا پسې پراخوي، نو د نړيوالو چارو کارپوهان وايي چې دا په منځمهال او اوږد مهال کې د نړۍ د دوه قطبي او څو قطبي کېدو پر خوا د تللو يوه هڅه ده او د نړۍ ځينې هېوادونه غواړي چې د امريکا او ناټو له سياسي، اقتصادي او نظامي اسارت څخه ځان خلاص کړي او خپل ځان ته د خپلو ګټو پر بنسټ له زبرځواکونو سره اړيکې جوړې کړي.
د مثال په توګه شاوخوا ۲۵۰ لوېدیځ شرکتونه او کمپنۍ د اروپا او امریکا د بندیزونو په ترڅ کې له روسیې څخه ووتل او روسيه یې تحريم کړه . دې سوداګریزو شرکتونو د خپلو هېوادونو د دولتونو له امله د روسيې بازار پرېښودلو ته اړ شول  ځينو یې په بشپړه توګه پریښود، نور بيا د انتظار او د حالاتو بدلون ته د انتظار شېبې شماري چې بيرته خپل کاروبار پیل کړي. ډیری نړيوال شرکتونه په دې پوهېږي چې ځای به مو په روسيه کې همداسې خالي پاتې نشي او نور سيال شرکتونه او يا به یې خپله روسيه زموږ د توليداتو او خدماتو تشه ډکه کړي لکه د مک ډونالډ په برخه کې چې وشول ،په روسيه کې یې ۸۵۰ څانګې لرلې ،پرځای یې روسيې خپل ريسټورانټونه پرانيستل او ۶۲۰۰۰ هغه کارګر چې پخوا یې له مک ډونالډ سره کار کاوه له ځان سره وساتل.
همدارنګه د Reno Rossiya په نامه د موټر جوړولو فرانسوی شرکت چې د اوکراين د شخړې له امله له روسيې وتلی و پرځای یې خپلې روسي کمپنۍ کار پیل کړ .
په هرحال اوس د روسيې هيله نويو کمپينو او شرکتونو ته ده چې په روسيه کې پانګونه وکړي او د غربي کمپينو او شرکتونو ځای ونيسي دا کمپنۍ چې روسيه یې غواړي په ياد هېواد کې سرمايه ګزاري وکړي د چين ، هند، منځني ختيځ او په ټوله کې اسيايي شرکتونه دي او د هغو لپاره اوس دا يو ښه فرصت دی چې خلا ډکه کړي.
چين په دې برخه کې تر هرچا مخکې سينه ډبولې ده او له روسيې سره یې سوداګري ډېره کړې ده او په نړيوال سټېج هم د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د روسیې ملاتړی دی  ، چين د خپلې اقتصادي برنامې له مخې غواړي د روسيې بازارونه ونيسي او خپلو پانګونو ته په روسيه کې ادامه ورکړي. روسيې هم په ورته مهال کې له چين څخه د وارداتو کچه په بې ساري ډول زياته کړې او هم یې له هند او نورو اسيايي هېوادونو سره د راکړې ورکړې کچه د پخوا په پرتله په څلونو ډېره کړې ده دا همکاري یې د کورني سامان الاتو، الکترونيک، موټرو، ځانګړي سامانونو ، کرنې، پوښاک،او نورو برخو کې جوته ترسترګو کېږي او هره غربي کمپنۍ چې له روسيې څخه وتلې ځای یي دوو چينايي کمپنيو نيولی دی.
هند د امريکا له خبرداريو او ګوتڅنډونو سره سره  د ډبرو سکرو په برخه کې په بې ساري ډول له روسيې سره سوداګري پيل کړې او د Refinitiv د راپور پر بنسټ هند له روسيې څخه په مارچ کې ۴۳۰ زره ټنه خام تېل او په اپرېل کې یې څه باندې يو ميليون ټنه تېل وارد کړي او په مې کې دا کچه تر دې هم لوړه شوې ده. د منځنۍ اسيا او منځني ختيځ هېوادونو بيا د فولادو په برخه کې له روسیې سره د تجارت د ښه کېدلو خبر ورکړی دی او خپلمنځي سوداګري یې تر پخوا پراخه شوې ده
ايران ، ترکيه او هند په دوديز ډول د روسيې په بازارونو کې د پانګونې په حال کې دي او غواړي د خپلو توکو لپاره په روسيه کې بازار پيدا کړي له ايران سره د سوداګريزو تړونونو ته روسيه ځان چمتو کوي او غواړي په دې برخه کې سوداګريزې اړيکې لا پسې پياوړې کړي. او دا سوداګري په ۲۰۲۱ کال کې شپږ زره ميليونه ډالره نوره هم ډېره شوې وه. له مصر، اندونيزيا، او متحده عربي اماراتو سره چې د اسيا، افريقا او منځني ختيځ شتمن هېوادونه دي یې هم په بېلابېلو سوداګريزو برخو کې خبرې روانې دي او د کرنې او صنعت قوي پوټنشيل لري.
زياتره څېړونکي په دې باور دي چې تر اوسه پورې روسيې د لويديځ بنديزونه او تحريمونه په شا تمبولي دي او له هند،جين او مرکزي اسيا او د اسيا له نورو هېوادونو سره په سوداګريزو اړيکو یې دا خلا جبران کړې ده . د روبل ارزښت چې د اوکراين د شخړې په پیل کې په بې ساري ډول غورځېدلی و، او يو ډالر به په ۱۴۰ روبل تبادله کېده اوس ان يو ډالر ۵۵ روبل ته را رسېدلی دی چې د روبل ارزښت یې تر اوسه لوړ ساتلی دی.
نو دې پورته ټولو سوداګريز او خپل منځي اړيکو ته په کتلو دا جوتېږي چې نور نو نړۍ له يو قطبي حالت څخه دوه قطبي او څو قطبي پر خوا روانه ده  د نړۍ دويم اقتصاد چين هم غواړي چې په سياسي برخه کې نړيوال رول ولري او په نړۍ کې په اقتصادي اړيکو او نقوذ سربېره سياسي نفوذ هم غواړي ولري او په نړيوال سټېج له امريکا سره ځان مخامخ کړي، خو ددې کار لپاره د روسيې، هند، منځني ختيځ او نورو هېوادونو همکاري او ډلې ته اړتيا لري چې هغه لپاره یې خپل کوښښونه شروع کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.