په اوکراين کې د امريکا د بيولوژيکي لابراتوارونو پټ راز

شننه: عبدالله لغمانی

726
په اوکراين کې د امريکا د بيولوژيکي لابراتوارونو پټ راز!
د اوکراین د جګړې په اوسني ناورين کې دې خبرې د نړيوالو توجه لا راجلب کړه چې د جنګ په جريان کې چين او روسيې ادعا وکړه چې امريکا په اوکراين کې د بيولوژيکي وسلو لابراتوارونه درلودل او په دې لابراتوارونو کې یې داسې څېړنې سرته رسولې چې په يوه هېواد او يوې سيمې سربېره ان د ټولې نړۍ انسانانو ته یې خطر پېښولی شوای.
دا لابراتوارونه چې شتون یې امريکا هم مني او په دې اړه یې معلومات هم په کييف کې د امريکا سفارت پر ويب پاڼه څو مياشتې مخکې خپاره کړي ول، خو په دې وروستيو کې یې د جګړې له پيل څو ورځې مخکې هغه معلومات د سفارت لخوا ډيليټ شول او هم کوشش وشو چې د هغو څېړنو نښې نښانې هم ورکې کړي چې امريکا په اوکراين کې په نظامي بيولوژيکي لابراتوارونو کې ترسره کړي او يا د ترسره کېدو په حال کې وې.
خو روسيې د خپلې ادعا له مخې داسې اسناد موندلي دي چې ښيي، امريکا په اوکراين کې د نړيوالو اصولو او انساني ارزښتونو پر خلاف داسې خطرناک بيولوژيکي ازمايښتونه سرته رسول چې د اوکراين پر خلکو سربېره ان ټولې نړۍ انساانانو او ژونديو موجوداتو ته یې زيان پېښولی شوای.
ايګور کوناشنکوف چې د روسيې د دفاع وزارت لوړ پوړی چارواکی دی وايي چې په دې بيولوژيکي لابراتوارونو کې خطرناک ازمايښتونه د امريکا د دفاع وزارت په مالي تمويل ترسره کېدل د مثال په توګه : په اسمان څکالي باندې د کرونا وايروس ازمايښت کېدل او داسې نور خطرناک باکتيريايي او وايروسي ازمايښتونه چې امريکا غوښتل د وايروسونو ، باکترياوو او نورو په سترګو نه ليدونکو او يا ليدونکو ژونديو موجوداتو په جينونو کې ګوتې ووهي ، دست کاري یې کړي او بيا یې په داسې ځآی کې خپاره کې چې هلته د دوی سيالان وي او له دې سره لکه د کرونا وايروس ټولې نړۍ ته خطر پېښېدلی شي
له دې سره هممهاله چين دا ادعا وکړه چې امريکا په اوکراين کې ۲۶ لابراتوارونه درلودل چې د امريکا د دفاع وزارت تر قوماندې او کنټرول لاندې وو او څيړنيز فعاليتونه يې د امريکا په مشرۍ تر سره کېدل، د امریکا له اجازې پرته هيچا هم په دې اړه خبره نشوای کولای او نه یې هم معلومات درلودل.
د روسيې د دفاع وزارت دا هم زياتوي، چې د اوکراين د جګړې له شروع څخه څه موده مخکې د امريکا د  دفاع وزارت روغتيايي مسوولينو له ټولو بيولوژيکي لابراتوارونو څخه غوښتنه کړې وه ، چې ټول خطرناک توکي لېرې کړي او له دغو لابراتوارونو سره د پنټاګون د مرستو نښې نښانې پټې وساتي او يا يې ورکې کړي، خو اوس د اوکراين کړکيچ په سختېدو سره په بهرنيو هيوادونو کې د امريکا بيولوژيکي لابراتوارونو خبره افشا شوې ده او ان د ناټو ځينې هېوادونه یې هم اندېښمن کړي دي.
ځينې معلومات دا هم وايي ، چې  امريکا په دغو لابراتوارونو کې خطرناک ويروسونه ساتل ، خو امريکا په يادو لابراتوارونو کې ټول اړوند معلومات ايسته کړي او دا هدف یې دا و چې دا معلومات او شمېرې د روسانو لاس ته ورنشي او په دې طريقه يې په يو ډول د دغو لابراتوارونو د زيانونو له پړې او ملامتي تېښته کړې ده.
او داسې ادعاوې هم کېږي چې په دې لابراتوارونو باندې چې د اوکراين له دولت سره یې هوکړه ليک په ۲۰۰۵ کې لاسليک شوی دی تر اوسه پورې ۲۰۰ میليونه امريکايي ډالر مصرف شوي دي او لا هم د پراختيا او پرمختيا په حال کې وو.
نړيوالې رسنۍ وايي ، چې امريکا په دې څو کلونو کې د نړۍ په دېرشو هېوادونو کې ۳۳۶ بيولوژيکي لابراتوارونه جوړ کړي دي چې په ځينو سيمو کې د ساري ناروغيو د خپرېدو لامل هم شوې دي.
چين او روسيه دا هم وايي چې امريکا بايد د ټولو بيولوژيکي لابرتوارونو په اړه بې پرې معلومات وړاندې کړي او يا يوه بې طرفه هيئت ته اجازه ورکړي چې په نړۍ کې د امريکا د بيولوژيکي لابراتوارونو څېړنه وکړي او معلومه کړي چې ايا داسې ازمايښتونه او څېړنې خو به نه پکې کېږي چې هغه ټول انسانيت او ټولو ژوندي ساريو ته خطر پېښولی شي.
د پاموړ خبره داده چې دا موضوع او رسوايي د امريکا د باندنيو چارو وزارت سياسي معينې (ويکتوريا نولانډ) د امريکا مشرانو جګړې په استماعيه غونډه کې په ضمني ډول منلې ده چې امريکا د اوکراين په خاوره کې بيولوژيکي لابرتوارونه درلودل او په دې یې اندېښنه څرګنده کړې ده چې مبدا دا بيولوژيکي څېړنيز لابراتوارونه د روسي سرتېرو لاس ته ورنشي او دا یې هم زياته کړې وه چې موږ او اوکرايني همکاران مو کوشش کوو چې دا معلومات او اړين توکي هرڅنګه چې کېږي وباسو او پرېنږدو چې د روسانو لاسونو ته ورشي.
او داسې معلومات هم د روسيې د دفاع وزارت خپاره کړي چې په دې لابراتوارونو کې د سختو ناروغيو انتقال په مهاجرو مرغانو يا هغو مرغانو کې چې د موسمونو به تبديل کېدلو سره له يوه هېواد څخه بل هېواد او له يوې لويې وچې او د نړۍ له يوه قطب څخه بل قطب ته لرې واټنه مزلونه کوي.
سربېره پر دې د روغتيا نړيوال سازمان هم اوکراين ته له جګړې پېښدلو مخکې ويلي وو چې له دې لابرتوارونو هغه توکي دې په بشپړ ډول له منځه يوسي چې د دې څو کالونو په اوږدو کې په اوکراين کې کار پرې شوی دی، او دا چې د روغتیا نړيوال سازمان په يو ډول د دې لابراتوارونو سره کومک کاوه چې محافظتي او ايمني خواوې یې غښتلې کړي نو دا سازمان په خپله پوهېږي چې دلته څه شی و او د څه شي ازمايښتونه کېدل.
په هرحال هرڅه چې وي دا چې دا ډول خطرناک ازمايښتونه د ټول بشريت ژوند ته ګواښ پېښولی شي بايد يو بېطرفه کميسيون جوړ شي او د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې د امریکا د بيولوژيکي لابراتوارونو څېړنه ترسره کړي او معلومه کړي چې ايا هلته خو به خطرناک او وژونکې څېړنې نه ترسره کېږي او دا د ملګروملتونو او بشرپالو ټولو هېوادونو دنده جوړېږي، ځکه يوازې د کرونا وايروس له امله په ميليونونو خلک ووژل شول او په سلګونو او زرګونو میليارده تاوان یې د نړۍ انسانانو ته واړاوه چې له امله یې تر اوسه پورې لا نړۍ خپل عادي حالت ته نه ده راغلې او ټول هغه د کرونا وايروسونه چې په نړۍ کې تاوېږي او راجمع کړل شي د طبي څېړونکو د ارزونې له مخې له نيم ګيلاس څخه هم نه اضافه کېږي نو معلومه شوه چې يوازې د يو ګرام څوومه برخه خطرناک وايروسونه ټول بشريت د مرګ له خطر سره مخامخ کولای شي او دا چې په اسانه له يو څخه بل ته سرايت کوي نو انتقال یې د نړۍ له شرق څخه تر غرب او له شمال څخه تر جنوب پورې وخت نه نيسي او يوازې په څو ورځو کې مرګونی ثابتېدلی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.