!جاپان او سويلي کوريا: د ختيځ په څنډو د لويديځ باد

شننه: عبدالله لغمانی

641
د کوريا ټاپووزمه تقريبا څلور لسيزې له ۱۹۰۵ څخه تر ۱۹۴۵ ميلادي کال پورې  د جاپان تر استعمار لاندې وه او ددې استعمار په ترڅ کې د دواړو کوريا ګانو خلکو ډېر سختې وګاللې او بالاخره د امريکا په ګوتڅنډنه جاپان له کورياګانو  ووت ، خو  سويلي کوريا هغه وخت له جاپان سره د اړيکو د ښه کولو په بدل کې ۷ ميليارده ډالر غرامه د ۴۰ کلن استعمار او دوی ته د ور اوښتو تاوانونو په بدل کې وغوښتل. خو د جاپان مات شوي او ځپل شوي دولت ددې توان نه درلود چې دومره ډالر ورکړي  غوښتنه یې ونه منله.  له همدې امله کوريا او جاپان شل کاله تر ۱۹۶۵ زېږدي کال پورې هيڅ ډول سياسي او رسمي اړيکې نه لرلې.  په ۱۹۶۵ ميلادي کال د دواړو هېوادونو لخوا د خپلمنځي اړيکو څلور سندونه لاسليک شول چې په ترڅ کې یې جاپان غاړه کېښوده چې له ۵۰۰ ميليونه ډالره ډېره مرسته به له جنوبي کوريا سره کوي، په دې وخت کې دا پيسې د جاپان د ټولې شتمني يو پر درېيم برخه وه او د جاپان يې سخت په ملا خم کړ ، جنوبي کوريا په همدې پيسو  ۲۲ سترې پروژې پیل کړې او د ځان بسياينې او پرمختګ پر لوري یې خپل لومړني ګامونه لا ګړندي کړل.
خو له هغه را وروسته د کلونو په اوږدو کې د دواړو تر منځ ارتباطات کله ښه او کله بې خونده وو  ، تر منځ يې اړيکې په ۲۰۱۲ زېږدي کال کې هغه وخت ډېرې ترينګلې شوې چې د جنوبي کوريا ولسمشر د Liancourt Rocks په نامه لانجمنو ټآپوګانو ته سفر وکړ دا ټآپوګان جاپان د ځان ګڼي او کوريا یې بيا د خپل مالکيت دعوه کوي چې اوس یې تر ولکې لاندې دي. نو  دا او يو شمېر نورې سياسي مسئلې ددې سبب شوې دي چې د جنوبي کوريا او جاپان تر منځ اړيکې تل ترينګلې او بې خونده واوسي خو نن سبا دواړه هېوادونه په يوه خوله د ناټو او امريکا لخوا د روسيې د تحريم کولو ګروپ ته ورګډ شوي دي او په مقابل کې یې روسيې هم پر دې دوو هېوادونو باندې له خپلې خوا يو اندازه بنديزونه متقابلاً لګولي دي او ښکاره ده چې د  دواړو اړخونو د خلکوپه ژوند او د حکومتونو لخوا خلکو ته د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې یې ستونزې راپيدا کړې دي. هر هېواد په هغه برخه کې اغېزمن شوی په کومه برخه کې چې له يو بل څخه په لويه کچه واردات او صادرات او يا  سوداګريزې اړيکې لرلې.
د مثال په توګه د جاپان او روسيې تر منځ د سوداګري کچه په کلني ډول ۲۰ میليارده ډالرو ته رسېدله  چې ددې تحريم په ترڅ کې دا سوداګري ريکارډ کچې ته راټیټه شوې ده او له بلې خوا جاپان له روسيې سره هم په ځينو ټاپوګانو باندې لانجې لري او دې ټاپوګانو څخه څلور ټاپوګان د سويلی کوريل په نامه بلل کېږي چې دواړه هېوادونو یې ځانونه اصلي څښتنان ګڼي ، دا لانجمن ټآپوګان شاوخوا ۷۰ کاله کېږي چې د روسيې او جاپان تر منځ د لانجمنو ټآپوګانو په نامه پېژندل کېږي او دواړه هېوادونو لا تر اوسه د دويم نړيوال جنګ د پای ته رسولو خپلمنځي سند د همدې ټاپوګانو د لانجې له امله  نه دی لاسليک کړی او وار په وار یې د سوله ييز حل په موخه هئيتونه ټآکل شوي او پايله یې نه ده تر لاسه شوې . خو  جاپان چې د ناټو او امریکا ګروپ ته دروسيې پر وړاندې ورګډ شو  نو روسيې په مقابل کې وویل چې ددې لانجمنو ټآپوګانو د سولې له هلو ځلو د اعتراض په ډول وځي. او هم جاپاني اتباعو ته د کوریل ټاپوګانو ته د بې ویزې تګ اجازه نه ورکوي.
له دې سره هممهاله له روسيې څخه ۷۰ فيصده کوني کبر چې د جاپان په محلي او مشهورو خوړو (سوشي) کې کارول کېږی له روسيې څخه واردوي او ددې بنديزونو له امله سوشي په بې ساري ډول په جاپان کې ګرانه شوې ده ، ۱۰ فيصده سالمون کبان، او ۷ فيصده د کب غوړي له روسيې څخه صادرېږي
روسيه بيا له جاپان څخه د موټرو او د موټرو د پرزو ډېره برخه واردوي او په مقابل کې یې جاپان د نفتو له درکه د روسيې څخه پنځم  ستر واردونکی هېواد دی  او هم د روسيې په ساخالين کې د طبيعي غازو يا LNG په برخه کې په ستر پراجيټک کې  شريک دی.
سویلي کوریا هم له جاپان سره هم مهاله پر روسيې بنديزونه ولګول او د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري چې شاوخوا ۳۰ ميلياردو ډالرو ته په کلني ډول رسېدله د تحريم پر مهال راټيټه شوې ده او اړيکې یې په دې بنديزونو سره بې خونده شوې دي . که څه هم ناټو او امريکا هڅه کوي چې جاپان او سويلي کوريا په خپل منځ کې ګډ کار او پخلاينې ته راوبولي تر څو د دواړو رقيبانو ( چين او روسيې ) پروړاندې یې سره د ځان لپاره متحد کړي، خو مناقشې یې تر منځ دومره زياتې دي چې تمه نشته چې دواړه هېوادونه  (کوريا او جاپان) دې دومره ژر خپلې اړيکې نورمال حالت ته راوړي چې پر يو بل باندې د پوره باور فضا دې حاکمه شی.
مسکو کوشش کوي چې په اسیا کې له منځني ختیځ، چین، هند او نورو شریکانو سره همکاري پياوړې کړي او د تحريمونه بار پر ځان سپک کړي. متقابلاً کوریایي او جاپاني شرکتونه د خپلو چارواکو تر فشار لاندې د روسیې بازارونه له لاسه ورکوي، او هغو ګډو پروژو ته چې د جاپان او کوريا په مرسته او سهميه د روسيې په لرې ختيځ کې روانې دي د جاپان او کوريا دا تحريمونه تاوان اړولی شي او دا خبره په وار وار د روسي چارواکو لخوا تکرار شوې ده.
همدارنګه د جاپان او سويلي کوريا پر وړاندې د شمالي کوريا لخوا امنیتي ستونزې  هم مخ په ډیریدو دي. روسيه ادعا کوي چې شمالي کوريا تر اوسه پورې روسيې کنترول کړې چې له جنوبي کوريا سره نورمال او عادي اړيکې وساتي ، روسيه وايي چې له دې وروسته د شمالي کوریا  ذمه وار نه دی او وار له مخې د شمالي کوريا د ولسمشر خور جنوبي کوريا ته اخطار ورکړ چې که اندک خصمانه حرکت د شمالي کوريا پر وړاندې ووينې جنوبي کوريا به په اتومي توغنديو وولي. او هم يې خپل  توغنديز پروګرام  لا ګړندی کړ او په دې لنډه موده کې  یې د جاپان د سمندر په لور څو کامیابه توغندويز ازمویښتونه کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.