Browsing Tag

عبدالنافع همت

په پښتو ژبه کي د درنښت او گرانښت نومونه

په کور او ټولنه کي د مشرانو درنښت او کشرانو گرانښت نه يوازي دا چي يو انساني ارزښت دئ، بلکي غوره انساني او پښتني اخلاق هم دي. درنښت او گرانښت يوه عاطفي موضوع ده، عواطف ښکاره کول يوازي په عملي کړوړو کي نه، بلکي د ځينو کلماتو په ويلو سره هم…

طنز) سياسي خوبونه)

که د ولسمشرۍ يوه کانديد خوب ليده چې په مجلس کې يې باد پرې شي او هيڅوک ورباندې و نه خاندي، نو تعبير يې دا دی چې په انتخاباتو کې به ناکام شي. که د ولايتي شورا يا پارلمان يوې ښځينه وکېلې خوب ليده چې خپل زوړ موبايل يې مات کړی او نوی ماډل…

زرغون شاه ملنګ /عبدالنافع همت

طنز   د مظاهره چيانو په مخکي څو خلک په منډه روان ول، سترګي يې تر دوو غوږو پوري توري کړي، رنګارنګ دسملونه يې په لاسونو کي نيولي، ږيري يې په نکريزو سرې کړي او دومره اوږدې تسبيح يې په غاړه وې چي سړي ته يې د اتڼ دا ناره وريادوله: اتڼ مي د…

د انګرېزانو په اړه د مجددي خوب/ عبدالنافع همت

د هند مسلمان مبارز مولانا محمد علي جوهر په اردو ژبه د (کابل او ياغستان ياداښتونه) په نوم خپل خاطرات ليکلي دي. دی وايي چي زه د امير حبيب الله خان د حکومت په وخت کي ملګرو کابل ته راواستولم چي په دربار کي د انګرېزانو ضد خلک تشخيص او بيا د دوی…

د کندهار نوی ټاکل سوی والي او د قضيې منطقي او قانوني اړخ

عبدالنافع همت د کندهار لپاره نوی ټاکل سوی والي حيات الله حيات مي انډيوال نه دی، بيخي يې نه پېژنم او نه مي په ټول ژوند کي ليدلی دی. د کندهار پخوانی والي جنرال زلمی ويسا مي هم انډيوال نه و، له دواړو سره شخصي انډيوالي او دښمني نه لرم او نه پر…

سونډپروف پتلون / عبدالنافع همت

طنز   دا د هغه کميسيون غونډه وه چي د ولسمشر د فرمان په اساس له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره جوړ سوی او د څو وزارتونو او خپلواکو رياستونو له استازو څخه تشکيل سوی و. د غونډي مشر حاجي ډيموکراټ لکه د چا له سر څخه چي شپږي راکاږي د پيپسي پر قطۍ…

طنز – سياسي روغتون / عبدالنافع همت

د ډاکټر د کوټې مخ ته مي غالمغال تر غوږ سو. يوه سياسي رهبر ويل د ډاکټر کوټه دغه ده. بل ويل نه هغه بله کوټه ده. ګورم چي يو رهبر يوې خوا ته او بل يې بلي خوا ته زورونه وهي، يو رهبر بوډا او بل يې پوخ سړی دی، يوه يې وطني کالي اغوستي او

طنز -(خردجال) د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره ځان کانديدوي

 عبدالنافع همت  د (راسا) تحقيقاتي ادارې په تازه راپور کي راغلي چي خردجال (دجال) په مريخ کي ليدل سوی او ډېر ژر به په افغانستان کي راښکاره سي. د دې ادارې تحقيقاتي ډله چي څه موده مخکي مريخ ته د څېړنو لپاره ختلې د خپلو څېړنو په بهير کي يوه غار…

ډېر اولادونه زېږول زما کار دی، خو تربيه يې د الله کار دی!؟/ عبدالنافع همت

درې څلور ښځي به لري، وچکالۍ به هيڅ اغېز نه وي ورباندي کړی، هر کال به درې څلور اولادونه زېږوي. تربيې او تعليم ته به يې پام نه کوي، نظافت خو يې ګرسره له ياده وتلی وي، د چا پزه بهېږي، چا پرتوګ نه وي اغوستی، بل له سره ترنوکه پوري په خاورو لړلی…

د ولسمشر د مډال معجزې /ل: عبدالنافع همت

څو کاله مخکي ولسمشر په ارګ کي مډال راکړ، خو زه يې هغه مهال په ارزښت نه پوهېدم، ما ويل دا مډال نو څه په درد خوري؟ بچيانو ته به مي ډوډۍ ورکړي، کور به راکړي او که به مي د ناروغي مېرمني علاج وکړي؟ خو خبر نه وم چي دا مډال نه، بلکي د آله دین څراغ…