ډېر اولادونه زېږول زما کار دی، خو تربيه يې د الله کار دی!؟/ عبدالنافع همت

0 928

درې څلور ښځي به لري، وچکالۍ به هيڅ اغېز نه وي ورباندي کړی، هر کال به درې څلور اولادونه زېږوي. تربيې او تعليم ته به يې پام نه کوي، نظافت خو يې ګرسره له ياده وتلی وي، د چا پزه بهېږي، چا پرتوګ نه وي اغوستی، بل له سره ترنوکه پوري په خاورو لړلی وي. په جسمي لحاظ به هم کاږه واږه وي، د چا خوله، د چا سترګي، د چا پښه او د چا به لاسونه کاږه وي او نور به خوارځواکي وي، په کور کي به مور ځني تنګه وي او کوڅې ته به يې شړلي وي. په کوڅه کي به په موټرو پسي ځغلي او په ډبرو به يې ولي، د خلکو دروازې به ورټکوي، لنډه دا چي ټوله کوڅه او محله به ځني په عذاب وي. دی مبارک به دا هر څه په خپلو سترګو ويني، خو بيا به هم سر نه خلاصوي. که ورته ووايې چي دا دومره اولادونه … نو خبره به دي په خوله کي دروچه کړي: ((دا د کفارو خبري مه کوه چي وايي لږ اولادونه وزېږوئ! پيغمبر (ع) وايي چي ډېر اولادونه وزېږوئ او امت ډېر کړئ، زه به د اخرت په ورځ وياړم چي امت مي تر نورو پيغمبرانو ډېر دی)).
دغسي جاهل خلک په دې نه پوهېږي چي تر يو لک زيات پيغمبرانو، لکونو ديني علماوو، صوفيانو، فيلسوفانو او روشنفکرانو اساسي وظيفه د انسان تربيه او د بشري کهول نېکمرغي ده. که انسان کنټرول او تربيه نه سي، نو تر ځناورو ډېر ځناور کېږي. پيغمبر (ع) چي د (امت) کلمه ياده کړې ، هدف يې سالم او د اسلام پر اصولو برابر امت دی. پيغمبر (ع) به هيڅکله هم د خپل امت په جاهل، غله، قاتل، فاسد، غاصب او ناروا غړي وياړ و نه کړي، بلکي ځني بېزاره به وي. زه د کوم خړ او سپېره کلیوال کيسه نه کوم، دا يو ډېر شتمن او زورور سړی دی چي په کابل کي اوسېږي او په زغروال موټر کي سپرېږي. زما په نظر که څوک د اولادونو تعليم او تربيې ته پام نه سي کولای او يا قصدا پام نه ورته کوي او دا کار بې ارزښته بولي، نو د دغسي اولادونو زېږول او بيا د ميکروبونو په ډول ټولني ته ورخوشي کول جنايت دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply