د انګرېزانو په اړه د مجددي خوب/ عبدالنافع همت

0 1,182

د هند مسلمان مبارز مولانا محمد علي جوهر په اردو ژبه د (کابل او ياغستان ياداښتونه) په نوم خپل خاطرات ليکلي دي. دی وايي چي زه د امير حبيب الله خان د حکومت په وخت کي ملګرو کابل ته راواستولم چي په دربار کي د انګرېزانو ضد خلک تشخيص او بيا د دوی په مرسته امير حبيب الله خان د انګرېزانو پر ضد جهاد ته وهڅوم.

زه ظاهرا په حبيبیه لیسه کي استاد وم، خو اصلي هدف مي د انګرېرانو پر ضد مبارزه وه. په دربار کي مي لومړی علامه محمود طرزي پيدا کړ، هغه له انګرېزانو څخه ډېره کرکه کوله او خپلواک افغانستان يې غوښت. د ده په مرسته مي له امير حبيب الله خان سره وليدل. په هند کي مو موقت حکومت جوړ کړ، د موقت حکومت هيئت کابل ته راغی او له امير سره يې وليدل. امير ته مو وويل چي اوس تاسي ته انګرېزان دمياشتي شل لکه کالداري درکوي، خو که تاسي د انګرېزانو پر ضد جهاد اعلان کړئ، نو د لوی هند ټول مسلمانان ستاسي سره بيعت کوي، د مسلمانانو تر څنګ غير مسلمانان هم ستاسي اطاعت کوي، تاسي کولای سئ چي په لږ وخت کي انګرېزان له سيمي څخه وشړئ، په دې ډول به بيرته تاريخي افغانستان جوړ سي. بيا که هيڅ هم نه وي که يوازي د پنجاب، سند او کشمير عشر راټول کړئ، نو په مياشت کي تر سل لکه کالدارو ډېري پيسې کېږي. موږ موقت حکومت په هند کي د مستقل حکومت لپاره نه دی جوړ کړی، دا حکومت په حقيقت کي د جهاد د رهبرۍ جبهه ده.

امير حبيب الله خان که څه هم له اسلام، جهاد او افغانستان له خپلواکۍ سره مينه نه درلوده، خو څرنګه چي ډېر د قدرت تږی و، نو د خليفه او امپراتور کېدو له امله يې زموږ غوښتنه په ورين تندي ومنله. پرېکړه وسوه چي یوه اوونۍ وروسته به امير حبيب الله خان د پل خشتي په جومات کي د جمعې لمانځه په خطبه کي د انګرېزانو پر ضد د جهاد او افغانستان استقلال اعلانوي. د ټول افغانستان، په تېره بيا د پښتنو په قبايلي سيمو او هندوستان په هر مسجد کي به د انګرېزانو پر ضد د جهاد فتوا ورکول کېږي، په کوڅو او بازارونو کي به ډولونه وهل کېږي او ځوانان به له انګرېزانو سره د جهاد لپاره راغونډېږي، خو انګرېزانو زموږ مبارزه او پلانونه له نژدې څارله، ځکه هغوی هم په دربار کي ډېر جاسوسان درلودل چي له دې ډلي څخه يو هم د استاد خليل الله خليلي پلار محمد حسین‌ خان مستوفی‌الممالک و. څو ورځي وروسته محمد معصوم مجددي چي په شيخ المشايخ مشهور و له هند څخه کابل ته راغی. د کابل په چنداول کي يې هرکلي ته زرګونه خلک ورغلل چي امير يې هم هرکلي ته ورغی. شيخ المشايخ امير حبيب الله خان ته وويل چي زه خبر سوی یم تاسي له انګرېزانو سره د جهاد اراده لرئ چي دا يو نېک او عظيم کار دی، زه د دې لپاره راغلی يم چي ستاسي سره بيعت وکړم او په جهاد کي برخه واخلم، خو استخاره سنت ده، زه به اول استخاره وکړم او بيا به جهاد کوو. امير حبيب الله خان ورته وويل چي سمه ده. د يادولو وړ ده چي شيخ المشايخ د اوسني حضرت صاحب صبغت الله مجددي پلار و.

سبا شيخ المشايخ دربار ته راغی، ويل ما خوب لیده چي انګرېزان يو کال وروسته له هند څخه وزي او تاسي له جهاد پرته د لوی هند امير کېږئ، نو تاسي ولي بې ضرورته مسلمانان مجاهدين شهيدانوئ، زما مشوره دا ده چي اوس جهاد مه کوه، بيا به يې وروسته ګورو. هغه و چي په دې ډول يې امير حبيب الله خان له جهاد څخه منصرف کړ. په دې وخت کي ما ته مولانا عبيدالله سندي په غوږ کي وويل چي زموږ پلان ناکام سو، دا سړی زه پېژنم، انګرېزانو زموږ د تحريک د ځپلو لپاره کابل رااستولی دی، بايد له کابل څخه وتښتو.

په همدې شپه امير حبيب الله خان زموږ څو ملګري ونيول، څوک يې اعدام او څوک يې بنديان کړل. ما ته د شپې محمود طرزي څو عسکر راواستول، ويل ستاسي ژوند په خطر کي دی. دا عسکر مي د دې لپاره درواستول چي تاسي يوه خويندي ځای ته بوزي. ما وزيرستان د ځان لپاره خوندي ځای وباله، هغه و چي په هماغه شپه کي عسکرو له خپلي مېرمني او اولادونو سره وزيرستان ته روان کړم او درې ورځي وروسته وزيرستان ته ورسېدم. په دې ډول زموږ تحريک ناکام سو، خو تر موږ وروسته علامه محمود طرزي د انګرېزانو پر ضد يوه بله جبهه پرانیسته چي د امير حبيب الله خان په وژلو او غازي امان الله خان په پاچا کېدو سره افغانستان خپلواکي واخيسته، خو د افغانستان ځيني برخي او هند بيا هم د انګرېزانو په منګولو کي پاته سو.

شيخ المشايخ وروسته د غازي امان الله خان پر ضد بغاوت هم رهبري کړ او د حبيب الله کلکاني ملاتړ يې وکړ. صبغت الله مجددي چي کله د احمدشاه مسعود ملاتړ وکړ نو هم يې د خپل پلار يادونه وکړه چي د غازي امان الله خان پر ضد يې بغاوت کړی و.

دا کتاب ډېر جالب موضوعات لري چي يوه برخه يې د افغانستان، په تېره بيا قبايلي سيمو په اړه ده. د دې کتاب يوه برخه عبدالمالک همت په پښتو ژباړلې او د ميوند مجلې په څو ګڼو کي پرله پسې چاپ سوې ده، زما په فکر دا کتاب په دې ارزي چي بايد په پښتو وژباړل سي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply