د کندهار نوی ټاکل سوی والي او د قضيې منطقي او قانوني اړخ

0 743

عبدالنافع همت

د کندهار لپاره نوی ټاکل سوی والي حيات الله حيات مي انډيوال نه دی، بيخي يې نه پېژنم او نه مي په ټول ژوند کي ليدلی دی. د کندهار پخوانی والي جنرال زلمی ويسا مي هم انډيوال نه و، له دواړو سره شخصي انډيوالي او دښمني نه لرم او نه پر دې موضوع بحث کوم چي ښاغلی حيات ښه سړی دی او يا بد، نوی والي ښه دی او که پخوانی ښه و، زه دلته د اصولو خبره کومه. په اصولو کي ولسمشر د واليانو د ټاکلو او ګوښه کېدو يا تبديلېدو صلاحيت لري. ولايتي شورا هم يوه قانوني او انتخابي اداره ده، خو د دوی په صلاحيتونو او ولايتي شوراګانو په قانون کي دا خبره نسته چي ولسمشر دي د واليانو په ټاکل کېدو کي له ولايتي شوراګانو سره مشوره وکړي، د قومي مشرانو خبره خو په قانون کي بيخي د بحث وړ موضوع نه ده او نه قومي مشر تعريف سوی دی. بايد امتياز او حق وپېژنو. ځيني وخت ولسمشر له ځينو قومي مشرانو او مخورو خلکو سره مشورې کوي، دا مشورې کول مشرانو ته امتياز او درناوی دی، نه د هغوی حق، خو ځيني خلک دا امتياز او درناوی د ځان حق بولي او ناوړه ګټه ځني اخلي.
که ولسمشر د افغانستان قانوني ولسمشر وي هر څوک چي ټاکي دا يې حق دی او قانون په دې اړه پوره صراحت لري. که دا حق لري چي تادين ته جنرالي ورکړي او د کندهار امنيه قوماندان يې وټاکي، نو د ښاغلي حيات د ټاکلو صلاحيت هم لري او که غير قانوني ولسمشر وي، نو د تادين ټاکنه يې هم غير قانوني ده. هيله ده قانون ته درناوی ولرو او نوي والي ته د کار موقع ورکړو. که نوی والي خدای مه کړه بې کفايته يا فاسد وخوت وروسته به له اسنادو سره يو ځای ولسمشر ته شکایت وکړو، خو باید عامه نظم ګډوډ نه کړو او قانون مراعت کړو.
دا فډرالي نظام نه دی چي محلي چارواکي به د محلي خلکو په خوښه ټاکل کېږي. پاته سوه د قومي مشرانو خبره. هيڅوک دا ادعا نه سي کولای چي د قومي مشرانو خبره د ولس خبره ده. څوک دا ثابتولای سي چي ولس له دوی سره دی؟ که پرون هېر کړو د نن په اړه خبره نه سو کولای او که پر نن بحث و نه کړو د سبا په اړه بحث نه سو کولای. موږ سترګي، غوږونه او عقل لرو. موږ خپل کندهاري واليان هم وليدل او دوولس کاله مو کندهاری ولسمشر هم تجربه کړ، که يوازي کندهاريانو کندهار ابادولای سوای او ښه نيت يې ورته درلودای، نو نن به کندهار له دومره ډېرو کړاونو سره لاس او ګرېوان نه وای. که ننګرهاريان کندهاری والي نه مني، کندهاری هراتی والي نه مني، هراتی پکتياوال والي نه مني او بلخي کابلی والي نه مني بيا ولي لطيف پدرام ملامتوو چي پدرالي نظام غواړي؟ موږ خو په لوی لاس ایالتونه جوړ کړی، اعلی وزيران لرو، بس يوازي د نظام نوم اړول غواړي. نن هر څوک پوهېږي، خو هغه خلک هيڅ نه پوهېږي چي دغه ډول جنجالونو ته لمن وهي. کندهاريان ښه خبر دي چي له کندهاريانو سره ستره جفا خپله کندهاريانو کړې ده او اوس يې هم وينه زبېښي.
خوشال بابا وايي:
د بل چا توري ټوپک ويشتلی نه يم
که ویشتلی يم نو بيا په خپل ټوپک يم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply