ننګیال یو میین او ریالېست شاعر
زه هم پر غاوره غره میین وم، ما هم له سر شارو سیندونو سره مینه درلوده، ما هم د یوه نامالوم شخص لپاره له سپوږمۍ ټیک غوښت او ما هم له لمر سره یاري غوښته، زما زړه هم د طبعیت پر کاواکه رموزو میین شوی و، خو پر دې نه پوهېدم چې دا به مینه وي او که…