د سرور دانش یوه خاطره

محبوب شاه محبوب

604
یوه ورځ د پي پي ایس مسوولینو زما د ریاست د یوې ښځینه همکارې په اړه مکتوب راولېږه چې داسې اسناد یې تر لاسه کړي چې نوموړې د ایران د سفارت له ډیپلوماټانو سره اړیکې لري او هغوی ته جاسوسي کوي.
د مکتوب له تر لاسه کېدو سره سم مې د پي پي ایس له مسوولینو سره اړیکه وکړه هغوی موضوع جدي وبلله او د ملي امنیت د یوه راپور سند یې هم وړاندې کړ، ما په هماغه ورځ له خپلې همکارې په ډېر درنښت کارتونه واخیستل او رخصت مې کړه او په دې مې پوهه هم کړه چې نور کار دې له امنیتي ارګانونو سره تعقیب کړه.
په سبا سهار د ولسمشر د دویم مرستیال له دفتره زنګ راغی ځان یې د دانش صیب مشاور معرفي کړ او ویل چې د معاون صیب هدایت دی چې همکاره دې عاجل بېرته دندې ته وغواړه، ما ورته وویل چې له امنیتي ادارو سره د نوموړې د ایران د جاسوسۍ په تړاو کافي شواهد دي او هغه شاید د ملي امنیت تر څار لاندې وي زه نه شم کولی چې بېرته یې راوغواړم.
شېبه تېره نه وه چې بیا زنګ راغی ویل یې چې معاون صیب غواړي درسره وغږیږي ما هم په ډېر درنښت سلام وکړ.
معاون صیب ویل چې یاده مېرمن بېرته وغواړه چې خپلې دندې ته دوام ورکړي، ما ورته وویل چې د ملي امنیت او د پي پي ایس د راپور په اساس دا مېرمن ایران ته جاسوسي کوي زه نه شم کولی چې یو جاسوس د ولسمشر په دفتر کې چې ټولو مهمو اسنادو ته لاسرسی ولري پرې باور وکړم.
دانش صیب ټینګار کاوه چې دا مېرمن د دوی له دوستانو ده او مشکل باید زر حل شي، خو چې زه کلک شوم ډېر په جدیت یې وویل:
کل اداره امور از پشتونها پُر است یک هزاره دیده نمیتانین.
ما ویل معاون صیب بحث د هزاره او پښتون نه بلکې د جاسوس دی، ما اوس هم ښه کړي چې لاس په لاس مې امنیتي ارګانونو ته نه ده سپارلې، جاسوس که پښتون وي، که تاجک او که ستا هزاره جاسوس او خاین دی.
که تاسو بیا هم ټینګار کوئ نو یا د چارو ادارې مشر ډاکتر فضل محمود فضلي او یا ولسمشر ته ووایئ چې هغوی پرېکړه وکړي زه دا کار نه شم کولی.
دانش صیب ویل چې د پي پي ایس رییس او نورو کشفي ارګانونو سره زه خپله غږېږم خو تر هغې دا مېرمن دفتر ته وغواړه.
خو تر څو چې څه وخت تېرېده ولسمشر یې د منفکۍ حکم لاسلیک او پر ځای یې بل کس مقرر کړ، دا چې امنیتي ارګانونو بیا څه کړي وو په اړه یې معلومات نه لرم.
څو ورځې وروسته د فرهنګ عالي شورا وه له سرور دانش سره هلته مخ شوم په ډېرې سپین سترګۍ یې وویل:
در باره ی خودت مه تحقیق کردم، یکی از فاشست ترین اداره امور استی.
ما ډېر زر جواب ورکړ:
تشکر جناب معاون صیب! ستاسو لطف او مهرباني ده، اوهو ببخشین خودت خو به پشتو هم نمیفهمي تشکر از لطف تان.
خاطره مې د ښاغلي سرور دانش د فدرالي نظام په طرحې پورې رایاده شوه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.