د ښځو د نړیوالې ورځ په پار

لیک: محبوب شاه محبوب

0 1,447

د نړۍ په ټولو موجوداتو کې ښایسته موجود ښځه، د ښځې زړه او د ښځې عاطفه ده، د ښځې زړه ډېر کلک او هم مهاله ډېر نازک دی، که د ښځې زړه د ډېر درد د زغملو توان لري نو ژر ماتیدلی هم شي.

د روان دور په دې ویرجن څپرکي کې ښځه هم هغه قشر دی چې له نر سره اوږه په اوږه درد زغمي، او تل یې پرې غږ کړی چې :

په غم کې تانه کمه نه یم

لیونۍ نه یم چې به کلي خبرومه

که ورور په سینه ټپ خوري، نو خور یې ژاړي او که خاوند یې له درده زګیروی کاږي، نو ښځه یې له سترګو اوښکې تویوي، که ښځه مور شي په پښو کې یې جنت وي او که خور شي نو بیا د ورور ارمان کوي او وايي:

بې وروره خور په کلي راغله

اواز یې وکړو چې د چا کره به ځمه

لور د پلار ارمان کاږي، خور د ورور او مور د زوي، په هر حال يې عظمت ته سلام په کار دی، د ښځې لپاره د هغې تر ټولو لویه شتمني د هغه سپیڅلی زړه،پلار،ورور او خاوند دي.

که څوک خور نه لري نو خېر دی څه خبره نه ده

دا ډېره سخته وي چې ګڼې خویندې ورور نه لري

یوه یتیم ماشوم په خوارې خولګۍ داسې وویې

یوازې زه یم که به ټوله دنیا مور نه لري

هو!

ښځه مور ده،ښځه خور ده او ښځه د دې ټولنې سمبالوونکې ده،دا  که په یوه لاس زانګو زنګولی شي نو څه شک دی چې په بل لاس ټوله نړۍ زنګوي، د ښځې د خړې لوپټې له عظمته ټول خبر یاست، که تاریخ ته ځیر شو نو ښځې له نر سره اوږه په اوږه د جګړې میدان هم ګټلی او دا ټپه یې ورته ویلې:

که په میوند کې شهید نه شوې

خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

له عمل سره په خوا کې د خبرو په میدان کې هم ښځې له سړو سره یوځای روانې دي او هڅه یې کړې چې سړی یوازې پرېنږدي، کله ناکله خو یې لوپټې ته شمله ورو  هم د عظمت لاس پورته کړی او ورته یې ویلي:

چې خبرې یې له کاره کمې نه دي

لوپټې مو له دستاره کمې نه دي

ښځې خو تل له خپل ټول کمال جمال سره یوځای پر نر غږ کوي او وايي:

ته که سْر یې زه دې ساز یم

که انجام یې زه اغاز یم

که غم راشي او که خفګان، که ولږه وي او که تنده خو دا یې په ډېره مېړانه تېروي، او په ډېر صداقت سره وايي چې:

ته که یې سترګې نو نظر دې زه یم

که مبتدا یې نو خبر دې زه یم

او ستا د نازکو خیالو

زرین وزر دې زه یم

#مارچ 8

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply