یه د زندان ساتونکیه

محبوب شاه محبوب

865

یه د زندان ساتونکیه!

یه زما د ټولې ازادۍ واکداره

ځان د خدای سیوری ګڼې

زه هم مجبور یم اطاعت دې کوم

ژوندون مې ستا په فرمایش کومه

ویښته مې هم ستا په رقم جوړ کړي

ږیري ته هېره کې هم لاس نه وړمه

او چې راغلی یې خندا نه کوم

ځکه پوهېږم اوس په دې زندان کې

خندا سزا لري

خو نن مې سل زړونه یو کړي سره

که مې د سر خېر وي نو

غواړم د زړه یوه خبره وکړم

یو عرض مې اورې که نه؟

یه د زندان ساتونکیه!

یه زما د ټولې ازادۍ واکداره!

زما د زړه غوښتنه منې که نه؟

زما پرون یاد شوی

غواړم بیا تېر ته لاړ شم

د مکتبۍ په خواږه نرم اواز

د یاقربان خوږه نغمه واورمه

او د پوهنتون د پېغلې

یوه زمزمه واورمه

یا مې د خپلې ابۍ

دغه ټپه واورمه:

له کلي تللیه چېرې ورک شوې

د بې وسۍ غږ به مې څوک در رسوینه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.