Browsing Tag

نجیب منلی

پوهنتوني کار په بيړه نه کېږي

که امتحان ته اماده‌ګي وي، که د مقالې لیکل وي، که څېړنه وي، که مونوګراف او تېزس وي علمي او تخنیکي کار حتماً څو پړاوه لري. - د موضوع لټون (INCEPTION) : دا د کار پیل دی، سوال مطرح شوی خو ټول ابعاد یې لا نه دي مشخص، د موضوع عمومي روحیه د…

ټکسټ او پاراټکسټ

یو متن چې لیکل کېږي، ډېر کم په همهغه بڼه لوستونکي ته وړاندې کېږي. په حقیقت کې هر متن له ځان سره څنګ ته یو لړ نور شیان هم لري چې لوستونکي ته یې د اخیستلو وړ کړي. صحافت، د پاڼو شمېره، عنوان، د لیکوال نوم او ډېر نور داسې شیان شته چې په خپله…

د معیاري پښتو تاریخي شالید

په وروستۍ یوه پېړۍ کې د پښتو ادبیاتو تاریخ عموماً د تذکرو په بڼه څېړل شوی او که کله هم د ادبي تولید د ایجاد اړخ ته کتل شوي نو تر ډېره يې په تلویحي ډول تاریخي‌-ټولنیزو شرایطو ته اشاره شوې ده. په ډېرو لږو مواردو کې چې ادبیاتو ته د ژبې له…

شعر څه ته وایې؟

د شعر په تعريف باندې ؛خو هسې هم هر چا هر څه ويلې دي ، ځينو موزون او مقفي کلام بللی دی او ځينو بيا د ايراني ملک الشعرا « بهار» په شان ويلي: شعر آن باشد که خيزد زدل جوشد به لب باز بر دلها نشيند هر کجا گوشی شنفت هر چا د خپل فکر او ذهنيت سره…

ښکلې نجلۍ

یوه خونه خپل تصور ته راوله. څلور متره په پينځوکې. لوړوالی یې دوه نیم متره. په دې خونه کې پنځوس مکعب متره هوا ده. که ورننوځې، د خونې هر ځای ته بې تکلیفه تلای شې. که کښېنې کښېناستلای شې، که درېږې درېدلای شې، که ګرزې ګرزېدلای شې. که زړه دې…

بې خاپو پلونه

اسما لمر ======== د تېرو څو میاشتو سیاسي تحولاتو زموږ فرهنګي دنیا هم په شدت ځپلې ده. حتی په فېسبوک کې یې هم اغیز له ورایه ښکاري. کله کله به مو ښې د کار خبرې ترسترګو کېدې خو اوس دلته هم سړه سیلۍ را الوتې ده. ډېر وینا وال چوپ شوي دي. د ژوند…

ویکیپیډیا څومره د باور وړ ده؟

نن سبا که څوک غواړي چې د یو نوم سمه بڼه یا یو نېټه پیدا کړي نو ویکیپېډیا ته مخه کوي. ډېر کم څوک به وي چې تر اوسه ویکیپېډیا نه پېژني، د هغوی د معلوماتو له پاره به همدومره ووایو چې ویکیپېډیا ( http://wikipedia) یو انلاین دایرة المعارف دی چې…

معیار او پرمختګ

له ګڼو کنفرانسونو، غونډو، فیصلو او عملي هڅو سره سره په پښتني ټولنه کې د یو لیکني معیار د رامنځ ته کېدلو ستونزه لا پر خپل حال پاتې ده او سره له دې چې په تکرار سره لږ و ډېر مشابه وړاندیزونه کېږي خو لا په منلو کې یې کومې مثبتې نتیجې ته نه یو…

د پښتون ژغورنې غورځنګ او د ریاست ورکه لار

 نجیب منلی ـ د پښتون ژغورنې غورځنګ له پیله دا دی شپاړس میاشتې تېرې شوې. شپاړس میاشتې د یو ټولنیز خوځښت لپاره ډېره لنډه موده ده. که له یوې خوا د غورځنګ دننه ټول ملګري لا یو غږ شوي نه دي له بل پلوه د پښتني سیاست په چوکاټ کې هم پېژندل شوي،…

که زه کاندید وای (نظامي دوکترین) / نجیب منلی

ملي امنیتي ځواکونه هغه وخت واقعاً «امنیتي ځواک» بلل کېدای شي چې لازم امکانات ولري او یوازې هغه وخت واقعاً «ملي» کېدای شي چې امکانات یې د ملت په استازولۍ د ملي حکومت په واک کې وي. سره له دې چې په تېرو، څه کم، دوه لسیزو کې افغان امنیتي او…