بې خاپو پلونه

نجیب منلی

808

اسما لمر

========

د تېرو څو میاشتو سیاسي تحولاتو زموږ فرهنګي دنیا هم په شدت ځپلې ده. حتی په فېسبوک کې یې هم اغیز له ورایه ښکاري. کله کله به مو ښې د کار خبرې ترسترګو کېدې خو اوس دلته هم سړه سیلۍ را الوتې ده. ډېر وینا وال چوپ شوي دي. د ژوند بادونو یې د پښو خاپونه هم ړنګ کړي او پر دردېدلو څېرو یې هم دوړې ورته کښېنولې دي.

یو له دغو غږونو چې دا ډېر موده غلي دي، د یوې هنرمنې شاعرې «اسما لمر» غږ دی.

اسما خپل شعرونه راټول کړي وو چې چاپ یې کړي. ما هم ورته یو څو کرښې ليکلې وې.

ظاهراً وروستیو بدلونونو ترې دا مجال اخیستی چې خپله شعري ټولګه تر لوستونکو ورسوي. اصولاً خو باید دا لاندې کرښې د «اسما لمر» د کتاب په پاڼو کې تر لوستونکو رسېدلې وای خو نن مې وغوښتل چې د یوې ښې شاعرې یاد تازه کړم.

هر چېرې چې وي، ښاده او اباده دې وي.

==========================

بې خاپو پلونه

————-

د فرانسوي شاعر، بوریس ویان، یو شعر دی:

شاعر

یو ځانګړی موجود دی

په ډېرو نسخو کې

فکرونه یې مسرې دي

او لیکنې یې سندرې

ډول ډول موضوعات وي په کې نغښتي

کله سره وي  کله شنه وي

خو همېش فوق العاده وي

ویان طنز وایي خو د انسانانو د زړه له تله خبرې کوي. که نړۍوالو احصاییو ته وګورو داسې ښکاري چې د خاورین غونډارې له پینځو اوسېدونکو یو شعر لیکلی/ویلی یا یې لیکي/وایي. په دې حساب به په نړۍ کې، حی او حاضر، یو نیم میلیارد، یا د افغانستان د ټولو وګړو پنځوس برابره خلک په یو ډول نه یو ډول له شعر سره سروکار لري او هر یو داسې انگېري چې پنځونه یې د دې ارزښت لري چې نړۍوالو ته ورسېږي. ځکه خو هر شاعر ځانګړی موجود دی خو د احصاییې له مخې یې ښې ډېرې نسخې شته.

د ځمکې پر مخ یونیم ملیارد شاعران دي او هر کال په سلګونو زرو شعري ټولګې چاپېږي. سلګونه زره به ډېر ښکاري خو دا ډېر هم په دې مانا دي چې په زرګونو شاعرانو کې ایله یو کولای شي چې خپل شعر د خپلې کورنۍ او ملګرو له تنګې کړۍ وباسي.

دې کې چې ایله په زرګونو کې یو رڼا ته راوځي، دوه خبرې دي: یوه دا چې د ټولو انسانانو دردونه او اندېښنې سره ورته دي نو ځان ته د نورو پام راګرزول اسانه خبره نه ده، دویمه دا چې ارادې د ډېرو لوړې دي خو استعدادونه بیا په هغه کچه نه دي.

کله چې له ځوانانو سره پر شعر او ادب خبرې کوم، مشوره مې ورته دا وي چې «خپلې خبرې کوه» خو دلته بیا ستونزه په دې کې ده چې غالب فکر زموږ فردي ازادۍ دومره ځپلې دي چې اکثره د نورو تقلید په طبیعي ډول کوو او په دې هم پوره باوري یو چې هغه څه چې وایو، هغه څه چې کوو یې، زموږ د خپلې ازادې ارادې زېږنده ده. د دې ادعا د ثبوت له پاره کافي ده چې فېسبوک ته سر ورښکاره کړو. له هر پیغامه اوښکې، وینې څاڅي خو بیا چې د هر پیغام لیکونکي ژوند او ویناوو ته له نېږدې وګورې له هغو نورو سره، چې دی ترې سر ټکوي، چندان ډېر توپیر نه لري.

په «کلیشه» خبرې کول اوس په خبله یوه «کلیشه» ده. لا هم زموږ د پښتو ادب تر ټولو ځلند ستوري د ګودرنو، چینارونو، شړشمیو، او خاورینو دېوالونو پر سر د کرل شویو ګلانو خبرې کوي. لسیزې وشوې چې د کلیو په ویالو کې له کورونو رابهېدلې، تورې بوینې اوبه روانې وي چې ترې منګی راډکول د چا خیال ته هم نه راځي. اوس په کلیو کې د منګیو ځای پلاستیکي بوشکو او د ګودر ځای لاسي بمبو نیولی دی. اوس پېغلې، د ګودر پرغاړه، د چینار سیوري ته په منګوټو ویشتل نه کوي. په کلي کې د اوبو راوړلو تر ټولو شاعرانه صحنه شاید هغه وي چې یوه په خاورو پوښلې لس کلنه دولس کلنه ماشومه په شرنګ بمبه وهي او نیمایي اوبه تر بوشکې لاندې تویېږي. چینار هم سر خوړلی او په پټیو کې به هم د شړشمو پر ځای یا د کوکنارو ګلان پړکېږي او یا به په کې خړ دېوالونه پورته کېږی. کوم شاعران مو چې له ګودر او د کلي له مازیګرونو راوځي هم نو یا به یې بنګو ته مخه کړې وي، یا به «خود کشه دمکې» پسې ګوري او یا به یې «یاقربان» د پتاسو په ګرد لړلی وي (هغه پتاسې چې اوس ډېرې لږې په دوکانونو کې ښکاري). ظاهراً هر څه پر خپل حال پاتې دي. یوازې کلیشو د وخت رنګ اخیستی.

په دې شرایطو کې، خوانانو ته دا مشوره چې «خپلې خبرې کوه» هم یو ډول کلیشه ده. خو رغېدن ترې نه شته.

د فېسبوک په نړۍ کې څو کاله وړاندې له یوې ځوانې شاعرې سره مخ شوم چې په شعر کې یې یوه بدله وږمه چلېده.

په غزل کې نوښت د ډېرو محدودو شاعرانو په برخه کېږي. په معاصر پښتو ادب کې له حمزه، پسرلي، کاروان، دروېش، عطایي ملا او جهاني چې ورتېر شې، شاید د هغو شاعرانو شمېر چې غزل یې تازه‌ګي لري، له شیدا، حمید، رحمان او خوشال سره په یوه مزل روان دي، تر لسګونو وا نه وړي. د نوو فکرونو په پنځولو کې، زما په ګومان، تر وړکو، نجونې یو قدم مخکې دي. علت یې هم شاید دا وي چې د  شلمې پېړۍ په وروستۍ نیمایي کې ختیځ‌والې مېرمنې هم د غزل د انځوریزو موتیفونو زوړ کتاب څنګ ته کړ او په یو نوي، ځینې وایي ښځینه، نظر یې خپل چاپېریال ته وکتل. د اسما لمر غزل هم له دې لحاظه نوی دی او کارول شوي تعبیرونه یې هم داسې دي چې زموږ په شاعرۍ کې یې بېلګې ډېرې نه شته.

په رسمي غونډو او ټولنیزو موعظو کې ښځه لا هم په یوه لاس زانګو او په بل لاس جهان زنګوي. جنت لا هم د مور تر پښو لاندې دی. او ښځه د بشر د بدن نیمایي ټوټه ده. له یوې بلې زاویې بیا ښځه په ټوله نړۍ کې او په خاص ډول ختیځ‌واله ښځه له رنګارنګو تاوتریخوالو سره مخ ده. موږ هم تر چا کم نه یو. رسنۍ مو په ډېر شوق را ته د هغو مېرمنو کیسې کوي چې په اور کې سوزي، پوزه او غوږونه یې غوڅېږي، د خپل ماشوم مخکې په ډبرو ویشتل کېږي، ماشومتوب یې د سپیو او لېوانو خوراک کېږي.

له یو بل نظره بیا ښځه، د یو انسان په صفت له ټولو هغو ګڼو ستونزو او ناخوالو سره مخ ده چې بشریت په ټوله کې ورسره لاس او ګرېوان دی، او له هغو محدودو ښکلاوو هم برخمنه ده چې ټول انسانان په کې ونډه لري.

دا هر څه هغه مشترک ټولنیز مفاهیم دي چې په ټولنه کې هر فعال وګړی او ویښ وجدان یې خپلولای شي خو د هیچا «خپله خبره» ورته نه شي ویل کېدای.

زموږ په ادبي نقد کې یو مفهوم چې په دې وروستیو لسیزو کې ډېر ښکته پورته کېږي «ښځينه احساسات» دي چې د نقادانو په وینا یې ځینې ښځینه شاعرانې پالي. کوم احساسات ښځینه دي او کوم احساسات ښځینه نه دي؟ په دې برخه کې پرېکړه د چا صلاحیت دی؟ هر څه چې وي زه لا تراوسه د ښځینه احساساتو له یو «جامع او مانع» تعریف سره نه یم مخ شوی. کېدای شي چې د ډېرو په اند، ښځینه احساسات د انساني غرایزو او عواطفو هغه اړخ وي چې «قاعدتاً» یې باید ښځې ولري. استاد شپون ته دې خدای جنتونه ور په برخه کړي، کله به یې د پښتو شعر په اړه د «ښځونک» شعر اصطلاح کاروله. تر هغه ځایه چې زه د استاد په خبره پوه شوی یم، له ښځونک شعر څخه یې مقصد هغه شاعري ده چې د عاشقانه بیان مخاطب یې، د فارسي شاعرۍ په تقلید، بې جنسیته یو کس وي. هم نارینه شاعران، او هم ښځینه شاعرانې یو جانان لري، دا جانان یې خط او خال لري، ظالم او بې وفا دی، رقیبان ترې ګرد تاوېږي، د مین د مینې په قدر نه پوهېږي. د مینې دغه «ظرف» هر څه کېدای شي. ښکلا یې هم په یو منل شوي چوکاټ کې دننه تعریفېږي او خوی خاصیت یې هم د ټولنیزو ارزښتونو یوه نا متجانسه، نا منسجمه ټولګه ده. زموږ نقادان چې کله د «ښځینه احساساتو» خبره کوي اکثره یې هغه اشعار په نظر کې وي چې ښځې شاعرې یا لیکوالې په کې په ښکاره ډول د خپلې مینې او عاطفې «لوښي» ته نارینه څېره ورکړې، یا کم له کمه نارینه جامې یې وراغوستې دي.

د ښځو په ادبي او هنري تخلیق کې که د طبیعت له (منل شوي) مزاج سره سم څه راځي، په حاکم هنري چاپېریال کې به یو څه نوي ښکاري خو په ریښتینې مانا یو ارزښت ورته ویل کېدای شي؟ زما په نظر، که نور هېڅ نه وي، دغه فرضیه یو ژور بحث ته اړتیا لري چې موږ لا نه دی کړی.

د اسما لمر په شعر کې هم د دغه تعبیر له مخې پېژندل شوي احساسات په پوره شاعرانه مهارت څرګند شوي دي. خو که دا هنر هم وي، «د ټولنې د نیمایي بدن» مشترک هنر به وي.

هغه څه چې زه یې «خپلې خبرې» بولم، له جنسیت سره مستقیم تړاو نه لري. شعر له حواسو او عواطفو سره کار لري. که یو هلک د نجلۍ په مینه کې ورک وي او د نجلۍ بدن ستایي، یوه نجلۍ به هم په عادي شرایطو کې د یو هلک په مینه کې ښکېل وي او که د ستایلو څه ویني هغه به د هلک مشخصات وي. زموږ په ادب کې د هر شاعر له پاره له منل شوو «کلیشو» ور اخوا د خپل مین یا مینې د فزیکي ځانګړتیاوو یادول یوه ستونزمنه، ګواښوونکې چاره ده. له قد، لاسونو، پښو، سترګو، مخ، خولې، غاښونو، وروځو، بڼو، تندي او وېښتانو ور اخوا که د بدن هره برخه په هنري تخلیق کې څرګنده شوه، د سپین سترګۍ او بې حیایۍ ټاپه د هر چا په لاس کې ده. کله که څوک دې نا اشنا میدان ته پښه وروړاندې کوي نو په کار ده چې لومړی، په «شرمېدلي» انداز د «شوخۍ» اعتراف وکړي. خو دا خبرې، که څه هم پوره جرآت غواړي، «خپلې خبرې» نه دي. البته د خپلو خبرو له پاره ځمکه حتماً ورته ویلای شو.

خپلې خبرې د هر انسان هغه خبرې دي چې د ده خپل احساس، خپلې عینې او ذهنې تجربې او مشاهدې منعکسوي.

مولانا وایي:

ای برگ قوت یافتي، تا شاخ را بشگافتی

چون رستی از زندان بگو، تا ما درین حبس آن کنیم

پاڼه له ښاخه بېله نه ده، خو تر څو چې له ښاخه نه وي راوتلې، پاڼه کېدای نه شي. له ښاخه راوتل، د شاعر له پاره، له ځانه راوتل دي. شاعر باید خپل ځان ته مخامخ وګوري. دا مخامخ کتل هغه وخت شوني دي چې شاعر خپلې تجربې او مشاهدې لومړۍ وګڼي او هغه څه چې چاپېریال یې ورکوي، په دویم مقام کې ودروي.

اسما لمر دا وړتیا موندلې چې له ښاخه راووځي. هڅه یې کړې چې دغه تجربه له موږ سره شریکه کړي. دا چې په دې هڅه کې څومره بریالۍ ده، ارزول به یې لوستونکو ته پرېږدم خو د حسن اختتام په دود به یې درې بیتونه دلته رانقل کړم. ما ته داسې ښکاري چې په دې دریو بیتونو کې اسما لمر بریالۍ شوې چې ما ته هم وښیي چې له خپل زندانه څنګه راوتلې:

په کومو دړو چې په سین راوښتې

له هغو دړو مې اوس ور جوړ کړی

*

ولوېدم د چا خاطره نه شومه

پاتې لکه ګرد شوم په هنداره زه

*

دوړه یمه باد تر تا راوړې یم

نه شته په هېڅ لار د پښو خاپونه مې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.