شعر څه ته وایې؟

نجیب منلی

1,283

د شعر په تعريف باندې ؛خو هسې هم هر چا هر څه ويلې دي ، ځينو موزون او مقفي کلام بللی دی او ځينو بيا د ايراني ملک الشعرا « بهار» په شان ويلي:
شعر آن باشد که خيزد زدل جوشد به لب
باز بر دلها نشيند هر کجا گوشی شنفت

هر چا د خپل فکر او ذهنيت سره سم شعر ته يو تعريف ټاکلی دی او نور تعريفونه يې مردود بللي دي ؛نو که زه هم شعر ته يو نوی تعريف ورکړم او له نورو تعريفونو يې ښه و ګڼم هيله لرم، چې څوک به مې محکمې ته نه کش کوي ؛خو که سره له دې هم څوک زما دا عمل جرم ګڼي او محاکمه کوي مې؛نو زه به د خپلې دفاع لپاره ووايم :
زما په نظر شعر بغاوت دی!
شعر د ژبې د ګرامري او نحوي قوانينو نه بغاوت دی . شاعر هغه څوک دی ،چې د خپل احساس د افادې لپاره ورته د کلماتو او ګرامري قوانينو ميدان ډېر تنګ ښکاري . د شاعر په مغزو کې، چې يو نوی خيال پيدا شي، د هغه د افادې له پاره يې کلمات د ژبې او قلم پر مخ غوبل جوړ کړي؛ خو شاعر نه شي کولای، چې دا ټولې خبرې ووايي او يايې وليکي؛ نو مجبور شي چې د خپل شعر په هره کلمه کې، لا په هر توري کې، دومره مفهوم واچوي چې عادي ژبه يې په ښکاره کولو کې قاصره وي. که شاعر د ژبې د مطلقې ټولواکۍ په مخ کې د بغاوت او نافرمانۍ سد ونه دروي، نه شي کولای چی د خپلو احساساتو ترجماني وکړي.
شعر د ټولنې د فکري قايم نظام نه بغاوت دی.
هغه څوک چې خپل احساسات په ډاګه او يا هم د تشبېهاتو او استعاراتو په جامه کې په پټه بيانوي نه شي کولای چې په هر څه او په هر ځای کې د هر چا د افکارو نماينده ګي وکړي ، ياکم له کمه د ټولنې له اکثريت سره پوره همفکري ښکاره کړي.

که دا راسره ومنئ ،چې شعر د احساساتو ترجماني ده؛ نو دا به هم را سره منئ، چې شعر بغاوت دی . او کله مو چې دا خبره را سره و منله، نو بيا اجازه را کړئ چې زه شعر ته نه موزون او مقفی کلام ووايم او نه يې هغه وينا وبولم چې «باز بر دلها نشيند هر کجا گوشی شنفت».
هر شعر موزون او مقفي کلام نه دی او هر موزون او مقفي کلام شعر نه دی؛ وزن او قافيه د شعر د ښکلا او جړاو کېدلو وسايل دي مګر د شعر اصلي مايه نه ده .
زموږ د ټولنې ځينې اديبان او ادبي نقادان هغه وينا شعر نه ګڼي، چې د وزن او قافيې کړۍ نه لري او دا ډول کلام د غربي منحطو ادبياتو ناوړه تقليد بولي او که ډېر احسان وکړي ؛نو ايله دې ډول وينا ته د «نظم» نوم ورکړي .
زما په عقيده زموږ دغه اديبان او نقادان په خپل تحليل کې له يوې خوا له تنګ نظرۍ او تعصب نه کار اخلي او داسې انګېري چې «هر څه چې د غرب نه راځي د غندنې وړ دي» او له بلې خوا د خپلو خلکو تاريخ او سنتونه هم له نظره غورځوي.
کله چې عربي جنګيالي د اسلام د خپرولو لپاره هغه ځای ته راغلل چې نن په کې موږ اباد يو نو د نوې فلسفې په خوا کې يې خپل فرهنګ او ثقافت هم راوړل، کله يې په زور، کله يې په رضا د دې خاورې په خلکو ورومنل او د امکان تر حده يې هڅه وکړه چې ددې ځای اصلي فرهنګ تر خاورو لاندې کړي. تر ډېره په دې لار کې بريالي شول ؛خو بيا هم دې خلکو خپل ثقافت ته څه نا څه د اسلام رنګ ورکړ او په دې توګه يې بدله جامه کې د خپلې ملي شتمنۍ يوه برخه د ورکېدو نه بچ کړه. له بده مرغه ددې خاورې او اولسونو د ما قبل اسلام فرهنګ ډېرې لږې نخښې پاتې دي او په دقت سره نه شو ويلای ،چې د اسلام نه پخوا ددې خلکو روحي او فرهنګي ژوند څرنګه و؟ له هرڅه وړاندې د شعر او ادب په برخه کې د هېواد د پخوانيو اوسېدونکو په هکله هېڅ ډول معلومات نه دي را پاتې او نه پوهېږو ،چې زموږ نيکونو څه ډول شعر وايه .

زموږ عروضي شعر د عربي کلچر زېږنده ده خو په ولسي ادبياتو کې ډېر څه لرو ،چې د عربي عروضو د تاثير نه لرې پاتې شوي او امکان لري چې زموږ د ما قبل اسلامي ادب لږ او ډېر متغير شکل وي. د پښتو په اولسي ادب کې سروکي، نارې، بابولالې، لنډۍ او نور د هغه شعر نمونې دي ،چې له عروضي قوانينو نه بېخي پاک پاتې شوى دى . په دې اشعارو کې ډېر ډولونه داسې هم شته ،چې د وزن او قافيې مراعات هم په کې نه دی شوی.

لو ګډ شو .
ګډ شو د لونګو لو ګډ شو
چې لونګ لو شي بيا به لاس تر غاړې ځونه

که دغه وينا ،چې په اورېدو سره يې د هر پښتانه هډوکي ښوري شعر نه وي بيابه د هغه زلمي شاعر کلام ته ،چې وايي .
که مې زړه د چانه ښه وي څه به وکړم
که مې زړه چانه ښه نه وي څه به وکړم

په کومه خوله شعر وايو؟ اول کلام نه وزن لري نه قافيه ، دويم هم موزون دی هم مقفی. خو شعر کوم يو دی ؟

شعر هغه کلام نه دی ،چې «باز بر دلها نشيند هر کجا گوشی شنفت»
کم څوک به د ا جرات وکړي ،چې په غونډه کې ووايي .
چې ريښتينی ساده صاف نه وي حميده
بول يې بولي عاقلان دا هسې بول

او که څوک دا زړه هم وکړي نو په غونډه کې به خامخا داسې څوک پيداشي چې دا ډول خبرې ورته د وينا له عفت نه تخلف ښکاري. همدا راز د هغه شاعر په ديوان کې، چې د پښتو پلار يې بولي، ځينو ((نازک طبعيتو ))کاتبانو ځای په ځای څو- څو کليمې له قلمه غورځولي دي .
نو بيا هم وايم، چې شعر بغاوت دی.

شعر بغاوت دی او باغي شاعر دا نه شي کولای چی خپل بغاوت ته حدود وټاکي . باغي شاعر د قالب دېوالونه ړنګوي د وزن او قافيې کړيو ته يوازې د امېل او بنګړيو په سترګه ګوري او ځان ته ترې د پښو زنځير نه جوړوي . باغي شاعر د زړو خيالونو او شړېدلو افکارو پر ضد پا څيږي ، د نوي ژوند لپاره د نوي وخت خيالونه او فکرونه په نوي انداز خلکو ته وړاندې کوي . که د چا خوښ شو ښه او که د چا خوښ نه شو بلا ور پسې .
باغي شاعر د زړو خيالونو بو ډۍ ته نوې جامې نه وراغوندي خو کولای شي چې ځوانه ناوې په زړو پيوند شوو کاليو کې ونغاړې .
باغې شاعر واعظ نه دی او چاته نصيحت نه کوي ، محتسب نه دی څوک نه تعزيروي ، قاضي نه دی څوک نه محاکمه کوي، باغي شاعر د ژوند انځورګر دی ، د سبا استازی دی او شعر يې د بدلون زيری دی .
باغې شاعر بت تراش نه دی چې خلک د خپلو بتانو پرستش ته را وبلي . بت پرست نه دی چې کاڼو ګټو ته سجده وکړي . باغي شاعر په ژوند او ژونديو مين دی او د همدغې مينې په خاطر ژوندی دی . د باغې شاعر شعر ژوند دی او ژوند د باغي شاعر شعر .
۲۲ / ۸ / ۱۹۸۲

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.