ښکلې نجلۍ

نجیب منلی

900

یوه خونه خپل تصور ته راوله. څلور متره په پينځوکې. لوړوالی یې دوه نیم متره. په دې خونه کې پنځوس مکعب متره هوا ده.

که ورننوځې، د خونې هر ځای ته بې تکلیفه تلای شې. که کښېنې کښېناستلای شې، که درېږې درېدلای شې، که ګرزې ګرزېدلای شې. که زړه دې و چې ټوپونه ووهې، ویې وهه. هېڅ ستونزه نه شته.

ستا په لاس کې یوه کڅوړه ده. په کڅوړې کې زر دانې پوکڼۍ دي چې ټولې ډېر په اسانه ستا په لاسونو کې ځایېږي. ته چې د خونې هر ګوټ ته ورځې، ته چې په خونه کې هر څه کوې، پوکڼۍ دې درسره وي. خو دا خونه څومره بې مفهومه ښکاري!

اوس نود خونې په دروازه کې کښېنه. یوه یوه پوکڼۍ پو کوه او په کوټې کې خوشې کوه. تر څو چې شپږ سوه پوکڼۍ پړسوې، خونه داسې ډکېږي چې بل هېڅ په کې نه ځایېږي. اوس هم په خونه کې پنځوس متره مکعبه هوا ده خو ته نه شې کولای چې خونې ته ورننه وځې. ګرزېدل، کښېناستل او پاڅېدل خو پر ځای پرېږده چې د خونې له دروازې هم وړاندې نه شې تلای.

حونه هماغه ده، په خونه کې شته هوا هماغومره ده خو نور هېڅ په کې نه ځایېږي.

بېرته راشه. د خونې دروازې کې کښېنه، یوه یوه پوکڼۍ رانیسه، هوا ترې وباسه او په کڅوړه کې یې خوندي کوه. هره پوکڼۍ چې بېرته کڅوړې ته ور ننه وځي، په خونه کې نورې پوکڼۍ د ښورېدو له پاره ځای پیدا کوي. چې سل پوکڼۍ بېرته کڅوړې ته کړې نو کولای شې په خونه کې وګرزې، کښېنې، پاڅېږې، پوکڼۍ اخوا دې خوا کړې… اوس هغه خونه د لوبو ځای دی. اوس په هغه ځای کې خوند شته، حرکت شته، مفهوم شته.

دا خونه ستا ژوند دی او دا پوکڼۍ ستا هیلې، ارمانونه، غوښتنې، هوسونه، کارونه او بوختیاوې دي.

که دا هر څه، په یوه کڅوړه کې وي، ستا د ژوند یوه بالقوه شتمني ده خو عملاً یو اضافي بار دی. که دا هرڅه وپړسوې نو ژوند به دې ډک کړي خو مفهوم به و نه لري.

د ژوند پوکڼۍ په هماغه شمېر او هماغه کچه پړسوه چې ژوند دې ښکلی کړي، مفهوم وروبخښي. کله کله د ځینو پوکڼیو هوا وباسه او بېرته یې په کڅوړه کې خوندي کوه. په دې جریان کې ممکنه ده چې یوه، نیمه پوکڼۍ وچوي. غږ به دې یوه شېبه ناراحته کړي خو د ژوند صحنه کې به کومه خاصه تشه حس نه کړې.

هغه ځای چې تشو شوو پوکڼیو ازاد پرې ایښی، تا ته دا مجال درکوي چې نورې پوکڼۍ وپړسوې او ژوند ته دې نوي رنګونه راولې.

ګوره خوږې، په ژوند کې خوشاله اوسېدل ګران نه دي. همدومره منل په کار دي چې ټولې غوښتنې هم مهاله نه پوره کېږي او ټولې شتمنۍ د ژوند په اوږدو کې هر وخت په کار نه وي.

همدغه دې د بریا او نېکمرغۍ راز دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.