طالبان دې جرئت وکړي

خیال محمد سهار

0 458

هم سوله اسانه ده، هم یې مذاکرات اسانه دي، خو په دې شرط چې طالبان جرئت وکړي. د سولې مذاکراتو لپاره د پاکستان او القاعده په ګډون له ټولو تروریستي ډلو او بهرنیو کړیو سره خپلې ناتعریف شوې اړیکې پرې کړي. ولس ته مراجعه وکړي، په خپلو کړنو پښېماني وښیي او په عمل کې دا ثابته کړي چې دوی د سولې پلویان او غوښتونکي دي.

افغانان سولې ته اړتیا لري، حتی تر خوړو او تنفس هم سولې ته زیات اړ دي، ځکه پوره څلوېښت کاله وشول چې په یو نوم او بل نوم وژل کېږي، خصوصا له تېرو اتلسو کالو کې چې په افغانانو کومې بدې ورځې راغلې لا یې هم تاریخ ډېرې لږې بېلګې لري. دوی د نورو جنایتونو او وحشتونو د زغم تاب نه لري.

سوله د افغانانو او ولسمشر محمد اشرف غني مهم لومړيتوب دی دا چې ټرمپ له طالبانو سره د افغان سولې مذاکرات ودرول دا په دې معنا نه شو چې په دې سره یې د افغانانو هيلې په سیند لاهو کړې، بلکې دا په دې مانا وو چې له افغانانو او افغان حکومت مه واره هیڅ بهرنی او کورنی لوری د سولې مذاکرات په بریالیتوب سره نشي ترسره کولی.

محمد اشرف غني دا ځل غواړي چې د سولې خبرې مخامخ له طالبانو سره پېل کړي او په دې مذاکراتو کې به له طالبانو او افغان حکومت پرته بل هيڅوک هم ښکېل نه وي او نه به هم بل چا ته پکې اجازه ورکړي چې دخالت په کې وکړي ځکه چې سوله به د افغان ولس او طالبانو تر منځ کېږي او دا دواړه خواوې چې په هر څه یې توافق   سره وکړ همغه به کېږي، خو په دې شرط چې طالبان جرئت وکړي او له پاکستان څخه خپله لمن راټوله او خپل استقلالیت اعلان  او ثابت کړي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply