د يوه افغان لخوا د پاکستان د لومړني صدراعظم د وژل کيدو د معما په هکله- اتمه برخه

ډاکټر عبدالرحمن زماني

0 1,458

د يوه افغان لخوا د پاکستان د لومړني صدراعظم د وژل کيدو د معما په هکله:

اتمه برخه –  زمرک خان په وزيرستان کې  د کابل او شيملې تر څار او ښکار لاندې

دپښتنو داوسيدو سيمه دخپل ستراتيژيک  او جغرافيوي موقعيت  له امله ددوې په ژوند او تاريخ باندې ژوره اغيزه درلودلې او لري .  که افغانستان دتيري کوونکوگورستان، او افغانان په نړۍ کې د خارجي حاکميت او پوځي تيري په وړاندې د مقاومت اتلان گڼل کيږي،  نو بيا دپردي ښکيلاک په  وړاندې  د پښتنو قبايلو د مبارزو تاريخ هم ډير اوږد دئ .  دوې چې اکثره يې د ډېورنډ د تپل شوې کرښې دواړو خواوو ته پراته دي، د خپلو رواجونو، ژبې ، تاريخ، کلتور، قامولۍ او مذهب په مزو سره  ټينگ تړل شويدي ـ ددوې افکار او احساسات، درد او رنځ، او خوشحالي اوخپگان سره شريک او  پريوبل اغېزه لري .

په وزيرستان کې د غازي ببرک خان ځدراڼ د زامنو ملاتړ

کله چې د غازي ببرک خان ځدراڼ زامن په وزيرستان کې ميشت شول، نو په وزيرستان کې يې د گڼو ميشتو قومونو لخوا هرکلي، حمايت او ملاتړ وشو. د وزيرستان اوسيدونکي نه يواځې دانگريزانو سره  په ډيرې اوږدې وسله والې مبارزې بوخت وو، بلکې د آزاد سرحد د نورو قبايلو، د برېتانیانوي هندد مسلمانانو، د اسلامي خلافت د پلویانو، او خدايي خدمتگارانو په شان يې نه يواځې د افغانستان د خپلواکۍ د جگړې راهيسې غازي امان الله خان ته د ناجي او اسلام د پاچا په سترگه کتل، بلکې د هغه د بيرته راتگ غوښتونکي هم وو. دوې له همدې امله د غازي ببرک خان او د هغه د زامنو سره نږدې پيژندگلوي او همدردي درلوده.

له بله پلوه، له پاچا کېدو وروسته د سردار محمد نادر خان او کورنۍ پر وړ اندې په وزیرستان او قبایلي سیمو کې د خلکو کرکه او نفرت ځکه راپاريدلې و چې :

  • يو خو د وزيرو او مسعودو هغه لښکرچې نوموړي ته یې د سقاو له زوی حبيب الله نه واک او تخت گټلی و، په خورا خواشینۍ او خپگان بېرته وزیرستان ته راستون شوې و. سردار نادر خان لومړی له هغوی سره پر خپلو کړو وعدو او ژمنو عمل ونه کړ، او وروسته یې د غازي امان الله خان پرځای خپله پاچاهي اعلان کړه.
  • بل واک ته رسيدو سره سم يې د غازي امان الله خان د پلویانو ځپل او وژل  پيل کړل .
  • او پر دې برسيره، انگریز پلوه سیاستونه او برېتانیا سره پټو معاملو يې په وزيرستان کې د ميشتو مبارزينو او غازي امان الله خان د پلويانو ځپلو ته زمينه برابره کړه .

د سردار هاشم خان په غوښتنه د انگريزانو بمباري

د غازي ببرک خان ځدراڼ د لمسي، قاضي محمد عمر خان ببرکزي وينا ده چې هغه مهال زه ښه لوې وم . « د کابل د حکومت په غوښتنه زمونږ کورنۍ [د انگريزانو] تر تعقيب لاندې ونيول شوه . په وزيرستان کې زمونږ د کورنۍ څه موده تيره شوې وه  چې د انگريزانو يوه زيړ رنگه الوتکه راغله، زمونږ دپاسه يې په پرله پسې توگه پروازونه وکړل، يو زيات شمېر ګلابي رنګه کاغذونه  يې وشيندل چې پر يو مخ يې په پښتو ژبه او په بل مخ يې په اردو ژبه داسې ليکل شوي وو: “زمونږ جنگې الوتکې په ټاکلو حدودو کې بمباري کوي، نو تاسو ته خبر درکول کيږي چې په دې حدودو کې دې ماشومان او ښځې له سيمې څخه ووځي”. قاضي محمد عمر ببرکزې وړاندې ليکي :”زما ښه په ياد دي چې بله ورځ شپږ بم غورځوونکې الوتکې سيمې ته راغلې او بمونه يې وغورځول . په هغو پسې شپږ نورې الوتکې راغلې او بمباري يې وکړه . همدارنگه تر مازيگر پورې بمباري روانه وه، داسې چې شنو ځنگلونو اور واخيست . مونږ يوې بلې سيمې ته لاړو، خو هلته هم بمباري راباندې روانه وه، دې بمباريو درې ورځې دوام وکړ تر څو د وزيرستان د ننگيالي او ميړني قام مشران راټول شول او انگريزانو ته يې خبردارې ورکړ چې د نائب سالار کورنۍ زمونږ ميلمانه دي، مونږ په خپله سيمه کې ددوې بې عزتي نه غواړو، خو که انگريزان بيا هم خپلو بمباريو ته دوام ورکړي، نو د وزيرستان د خلکو بالمثل اقدام ته دې تيارې ونيسي . همدارنگه د وزيرستان يوه ستر مجاهد شخصيت، غازي ميرزا عليخان (ايپی فقير)، هم اخطار ورکړ چې که د “ډډم” سيمه بيا تر بمبارۍ لاندې ونيول شي، نو د ناوړه عواقبو مسئوليت به د انگريزانو په غاړه وي (د ډډم سيمه هغه غرنۍ ورشو ده چې د نائب سالار زمرک خان کورنۍ په کې ميشت شوې وه).

انگريزانو د وزيرستان د خلکو د دې اخطار په مقابل کې خپلې بمبارۍ ودرولې او وزيرو نائب سالار زمرک خان ته وويل چې تاسو د خپلې کورنۍ سره “پڅې ميلې” ته لاړ شئ هلته په آرامۍ سره خپل ژوند ته دوام ورکړئ . مونږ هلته وليږديدو او د شامي خان ملک په لويه کلا کې مو واړول خو په خپله شامي خان ملک د خپلو بچيانو له پاره په يوه نږدې سيمه کې څپر جوړ او په هغه کې ميشت شو. مونږ درې کاله په دې سيمه کې تير کړل»[1].

د شوروي استخباراتو رپوټونه هم د ببرکزي د کورنۍ د پورتنۍ وينا پخلې کوي . «د افغان حکومت په غوښتنه ، د انګلستان هوایی ځواکونو په وزیرستان کې ټول هغه کلي بمبارد کړل چیرې چې د ځدراڼو مشر [زمرک خان] اوسيدلی شو. د شمال لویدیز سرحدی ايالت  والي  وزیرو ته د دوې پر کليو د جنگي الوتکو د الوتنوخبرداری ورکړ.  د انګريزانو قوماندانۍ د هوايي بم غورځوونکو الوتکو د بريدونو د اغيزې د زياتوالي په مقصد، خپل عملیات د افغان وسله وال ځواکونو له لوې درستيز [سردار محمد داؤد خان] سره همغږي کړل».  [2]

د واکمنې کورنۍ د زر او زور پاليسي

د ۱۹۴۴ د جون په نیمایي کې کابل ته يو خبر ورسيد چې د آزاد سرحد وزيرو د بريتانیا د حکومت له ټولو ګواښونو سره سره ، زمرک خان سره موافقه کړې چې د ځدراڼو سره يوځای به د حاصلاتو تر راټولولو سمدلاسه وروسته دافغان حکومت په وړاندې وجنګیږي . د همدې هدف لپاره   زنګي خان له مسعودو سره خبرې پیل کړی .

په دې خطرناک وضعیت کې، د خانداني حکومت مشرانو يوځل بیا هڅه وکړه چې زمرک خان په دام کې ونیسي . له هغه سره ژمنه وشوه چې که خپله وسله کيږدي نو ټوله شتمنی او ځمکې به يې بیرته ورکړ شي، خو زمرک خان  ته د يحيی خيلو اصلي څيره معلومه شوې وه او و نه غوليد .

 د ۱۹۴۴ کال د دوبي په جریان کې، د هاشم خان حکومت په جنوبي کې خپل سرتیري تقویه کول او په ملیونونو افغانۍ یې په قومي مشرانو مصرف کړی.   ni

اعليحضرت محمد ظاهر شاه، صدراعظم سردار هاشم خان او د دفاع وزير سپه سالار شاه محمود خان

د زرو په زور ، کابل یو ځل بیا وکولی شو چې د ځدراڼوځینې مشران راجلب کړي ، او د ۱۹۴۴ کال د سپتمبر په دوهمه، ظاهرشاه په خپلې ماڼۍ (شاهي ارگ) کې د دوې شانداره هرکلې وکړ ، او د قومونو سره د پخلاینې لپاره  يې ددوې زياتې مهمې غوښتنې هم ومنلی .

د حکومت دې اقداماتود ځدرانو د پام وړ برخې سره پخلا او د زمرک خان څخه جلا کړې . خو د آزاد سرحد وزیرو د هغه ملاتړ ته دوام ورکړ. کوم چې هاشم خان مجبوره کړ د مرستې دپاره يو ځل بيا بريتانیا ته مخه کړي .

سردار محمد داؤد خان د قوای مرکز قوماندان

د افغان حکومت په غوښتنه، د انګلستان هوایی ځواک د  وزيرستان پر ټولو هغو کلو بمونه وغورځول،  چیرې چې د ځدراڼو د مشرانو د اوسيدو امکانات وو.  د شمال لویدیز سرحدي ايالت والي وزيرو ته  د جنګي الوتکو د الوتنې خبرداری ورکړ.  د انگريزانو قوماندانۍ د بمبارۍ د لا اغيزمنتوب په مقصد خپل عملیات د افغان وسله وال پوځ  دعمومي قوماندانۍ سره همغږي کړل . [3]

د انگريزانو او خانداني حکومت گډ اقدامات

دخانداني حکومت او انگريزانو استخباراتي ادارو په همغږۍ سره د زمرک خان ځدراڼ او د هغه د ملگرو د ټولو حرکاتو څارنه کوله .  د انگريزي استخباراتو په  آرشيف کې د مهمو اشخاصو په هکله د  (Who is Who) په نامه   دوسيو کې د مزرک خان [زمرک خان] ځدراڼ شميره ۴۲۳ ده (W.W. 423). د هغه په هکله دبريتانوي هندد پيښور د څانگې د استخباراتو د رياست د مرستيال رئيس د ۱۹۴۵ کال  په ټولو محرمانه اونيزو رپوټونو کې د هغه د ټولو حرکاتو د څارنې معلومات موجود دي چې يو څو بيلگې يې په لنډه توگه دلته ذکر کوو:

ارواښاد زمرک خان ببرکزې د غازي ببرک خان ځدراڼ زوی

  • پيښور، د ۱۹۴۵ کال دجنوري ۱۳مه نيټه : د ژمې د سړې هوا له امله د جنوبي په سيمه کې ټول مهم تگ راتگ بند شوې دئ . فرقه مشر غلام رسول د اوس وخت دپاره د «برمل» په سيمه کې خپله دوره ختمه کړې او اوس هم په ارگون کې دئ . د سيمې نه د هغې په وتلو سره زمرک خان او د هغه ملگري بيرته”پڅې ميلې” ته ستانه شوي دي . په وزيرستان کې د “کژې” د “مداخيل” وزيرو مشر، ارسلا خان، په “ورژو” کې د فرقه مشر غلام رسول سره ليدلي دي . هغه ته د افغان حکومت د مخالفينو د پناه نه ورکولو په بدل کې وعدې ورکړ شوي دي . ارسلا خان وروسته د “کژه” مداخيلو د يوې غونډې د گډون کوونکو نه غوښتې دي چې د افغان حکومت لخوا د مستمري تنخوا د ورکړ شوې ژمنې په اساس د ده سره ارگون ته لاړ شي . د ايپي فقير اوس هم په “گورويښت” کې دئ . د هغه سره تر ليدو ورسته د راستانه شوو [انگريز] دښمنه مشرانو په وينا، هغه به د “شکتو” سيمې ته راستنيږي تر څو په دوو مياشتو کې خپل کمپاين پيل کړي . اوس تصديق شوې چې زمرک خان او پلويان يې د”مير څپر” د سيمې نه بيرته “پڅې ميلې” ته ستانه شوي دي .
  • پيښور، د جنوري ۲۰مه او ۲۷مه نيټه : د چارباغ د نقيب په مشوره، صدراعظم [هاشم خان] د امان الله خان په ضد او يحيی خيلو په گټه د مشرقي ولايت او کټواز کې، چيرته چې په خاصه توگه د امانيستانو اثر رسوخ زيات دئ، دتبليغاتو تنظيمول پيل کړي دي .  زمرک خان پدې هفته کې په “پڅه ميله” کې پاتې شوئ او د يوه ملنگ  سره په پټه خبرې کړيدي .  ملنگ بيرته د “دوه غر” سيمې  ته ستون شوئ . هغه په نظر کې لري د ځدراڼو د هغو مشرانو سره بيا تماس ونيسي کوم چې له ارگونه بيرته راستانه شوي دي . هغه همدا راز د “نائب سالار زرخان کابل خيل” نه يو ليک ترلاسه کرئ، په کوم کې چې د کابل د حکومت سره د صلحې د شرايطو په برابرولو کې  دخپل خدمت تيارې ښودلی دئ . اوس اطمينان ورکړ شوئ دې چې افغاني پوځ يو ځل بيا په المره کې د زمرک خان کلا نيولې ده.
  • د فبروري دريمه نيټه : فرقه مشر فيض محمد خان د خوست د والي په توگه بيرته خپلې وظيفې ته ستون شوې دئ . د کابل خيلو وزيرو استازي، کوم چې زمرک خان سره د روغې جوړې د شرايطو د پلان د مخ بيولو دپاره کابل ته تللي د پاچا [ظاهر شاه] سره کتلي او پدې ستونزې خبرې کړيدي .
شيرمحمد خان ببرکزی د غازي ببرک خان زوی

  • د فبروري لسمه او ۱۷مه نيټه : زمرک خان اوس هم په پڅه ميله کې دئ . د هغه ورور شيرمحمد خان د جنوري په ۲۵مه نيټه د ځدراڼو د تنگي نه راستون شوې او د ځان سره د ملکانو لخوا د تحفې (۸۰) اتيا پسونه هم راوړي دي . شيرمحمد خان د زمرک خان ورور د فبروري په نهمه نيټه په گورويخت کې د ايپي د فقير د ليدو په لاره، په “جنب خيل” کې د ملک سيد موسی مداخيل سره د ميلمه په توگه شپه تيره کړي ده .
  • د مارچ دريمه او لسمه نيټه : زمرک خان په تيرو څو هفتو کې د پڅې ميلې څخه خوځيدلې نه دئ . د رپوټونو مطابق د خوست د تڼيو او نورو قامونو مشرانو د هغه سره په پټه ليدلي دي . ويل کيږي چې د فبروري په ۲۳مه نيټه “پک ملنگ” په پڅه ميله کې د زمرک خان سره کتلي او ژمنه کړې چې د پيسو په بدل کې به مدا خيل د هغه په ملاتړ را پاڅوي . رپوټونه وايي چې پدې وروستيو ورځو کې د خوست ډيرو قومې مشرانو زمرک خان ته د مرستې وړانديزونه کړي ، ځکه چې هغوې د حکومت نه د وسلو د بيرته سپارلو او عسکري خدمت غوښتنو نا آرامه کړي دي . د مارچ په دوهمه نيټه په پڅه ميله کې د زمرک خان پر ځاې شل / پنځه ويشت ډزې شوي . ډزي کوونکي د ځوابي ډزو په نتيجه کې تښتيدلي او لا تر اوسه پيژندل شوي نه دي .
  • د مارچ ۱۷ مه او ۳۱مه نيټه : په دې اونۍ کې په کابل کې يو ځل بيا پوځي چارو ته کتنه وشوه . پاچا پدې هکله د لوې درستيز نه  په خاصه توگه د بريتانوي هند نه د پوځي هيئت د کتنې په هکله مشوره غوښتې، او سردار محمد داؤد خان هم د مشرقي په ولايت کې د عسکرۍ د نفوسو (جدول د سيستم) د معرفۍ په سر د سترو قومونو د مخالفت په هکله رپوټ ورکړ .  د خوست والي د زمرک خان په وړاندې خپل کمپاين يو ځل بيا پيل کړ تر څو د زمرک خان سره مرسته کمه شي . هغه د زمرک خان ورور عبدالرحيم خان او تره زوې خير محمد د هغه سره د مرستې په تور ونيول . دوې دواړو ته دمخه اجازه ورکړ شوې وه چې په المره کې خپل جايداد ونيسي، خو اوس پرې شک کيږي چې زمرک خان سره د موادو مرسته کوي . د خوست والي فرقه مشر فيض محمد خان د “تورو اوبو” مهم غلزې ملک محمد جان هم د زمرک خان سره د تماس په شک نيولې دئ . د ايپي فقير خليفه، د تڼيو خان محمد، هم په “ورژيلې” کې د خپل کور نه د خپلې کورنۍ سره ځکه تښتېدلې چې  والي يې د زمرک خان سره د مرستې په شک د نيولو کوښښ کولو.
  • د اپريل ۷مه نيټه : د خوست والي د خوست او شاوخوا سيمو مهم ملکان بللي او هغوی ته يې د اسلام د پاچا سره د وفادارۍ وينا کړې او زمرک خان ته يې اشاره کړې چې څرنګه يې د حکومت سره په مخالفت کې ځان تباه کړ. د يوه وروستي رپوټ له مخې ځدراڼو، تڼيو او گوربزوپه گډه فيصله کرېده چې د حکومت لخوا په جګړه کې د نيول شوو وسلو د بېرته اخيستلو په وړاندې به په شریکه مقاومت کوي .
  • داپريل ۲۱ مه نيټه : د حکومت د فشار له امله د جنوبي ولايت په قامونو کې ناآرامي اوس هم  مخ په زياتيدو ده. د منگلو او ځدراڼو د مشرانو تر منځ  د حکومت د اقداماتو په وړاندې د گډې مبارزې پټ تړون شوې او ويل کېږي چې امانيستان هم د دغه نا آرامۍ نه په گټه  اخيستو خپل تبليغات کوي .  د افغان ولایتي مقاماتو يو ځل بيا د ايپي فقير نه غوښتنه او هيله کړيده چې  د پخوا په شان د زمرک خان او ملنگ سره د مرستې نه ډډه وکړي او د انگريزانو سره د خپلې دښمنۍ په دوام سره د هغوې په وړاندې لښکر ټول کړي، تر څو د وزيرو پام بلې خواته شي او د زمرک خان سره مرسته ونه کړای شي .
  • داپريل ۲۸مه نيټه : صدراعظم [هاشم خان] د وزيرو او مسعودو استازي کابل ته بللي تر څو ملنګ ته د دغه قامونو د مرستې ليوالتيا معلومه کړي . په دغه اونۍ کې د کابل د مرکز د قواوو لوا ته هم امر شوې چې جنوبي ولايت ته د تگ د پاره تياره اوسي . د څه لږو قواوو او وسايلو حرکت هم  لیدل شوې او يو څو الوتکې هم گرديز ته استول شوې او د کابل، گرديز او متون ترمنځ هوایي خدمات هم پرانیستل شوي دي .

(نور بيا)

[1] .  غروال، محمد عارف. د غازيانو او اتلانو ياد، ۱۵۴-۱۵۶ مخونه .

[2] . په کابل کې د شوروي اتحاد د مېشت ايجنټ د ۱۹۴۴/۱۰/۸ نيټې رپوټ، د بهرنيو استخباراتو د ادارې آرشيف، د افغانستان د قبايلو دوسیه (۳۱۲۵۲)، ۱۳۸ پاڼه (تيخانف – د آريانفر ژباړه)

[3] . په کابل کې د شوروي اتحاد د مېشت ايجنټ د ۱۹۴۴/۱۰/۸ نيټې رپوټ، د بهرنيو استخباراتو د ادارې آرشيف، د افغانستان د قبايلو دوسیه (۳۱۲۵۲)، ۱۳۸ پاڼه (تيخانف – د آريانفر ژباړه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply