د يوه افغان لخوا د پاکستان د لومړني صدراعظم د وژل کيدو د معما په هکله- لسمه برخه

ډاکټر عبدالرحمن زماني

0 1,538

د يوه افغان لخوا د پاکستان د لومړني صدراعظم د وژل کيدو د معما په هکله:

لسمه او وروستنۍ برخه –  د لیاقت علي خان د وژلو انگيزه څه وه؟

د  ۱۹۵۱ م کال د اکتوبر د مياشتې په شپاړسمه (۱۶)  نيټه،  د پاکستان لومړنې صدراعظم او د پاکستان د مسلم ليگ  گوند مشر لياقت علي خان د يوه افغان سيد اکبر خان ببرکزي ځدراڼ لخوا د تومانچې په دوو ډزو هغه وخت ووژل شو، کله چې هغه د راولپنډۍ په کمپني باغ کې د مسلم ليگ گوند يوې سترې عامې غونډې ته خپله وينا پيل کړه .

سيد اکبر خان ببرکزی د غازي ببرک خان ځدراڼ  د نهو (۹)  زامنو تر ټولو کشر زوې و چې  په ۱۲۹۹ هجري شمسي /۱۹۲۰ ميلادي  کال کې د خوست د نادرشاه کوټ د گيډورې په کلي کې زيږيدلې  و. هغه د خپلې کورنۍ د نورو غړو سره  د خانداني حکومت  لخوا د يوې دسيسې او وروسته پوځي ځمکني او هوايي قواوو د حملو په نتيجه کې د خپل کور کلي پريښودو ته مجبور  او بيا د خپل قام ترمنځ د جگړې او ورور وژنې د دوام د مخنيوي  په مقصد د ۱۹۴۴ کال د اپرېل په مياشت کې وزيرستان ته لاړ.

دغه تومانچه د ۱۹۵۱ کال  د اکتوبر په ۱۶مه  د راولپنډۍ  کمپني باغ  کې د لیاقت علی خان د وژلو لپاره کارول شوی وه . دا تومانچه او د ښار په پولیس سټېشن کې د پيښې لومړنې  (نمبر ۶۴۶۴۶۴) ثبت شوې  رپوټ دواړه  د پاکستان په پوځي موزیم کې نندارې ته ايښودل شوې دي .

سيد اکبر خان بيا په وزيرستان کې د درې کاله اوسيدو نه وروسته  د ۱۹۴۷ کال د جنوري په مياشت کې په داسې حال کې د خپل يوه  ورور زمرک خان ببرکزي سره بريتانوي هند ته لاړ، چې  يو ورور يې ډگروال مامون خان د څه وخت دپاره په ميرانشاه  کې پاتې شو او د بل ورور شيرمحمد خان ببرکزي په گډون د کورنۍ نور غړي يې د پاچا محمد ظاهرشاه او د هغه د تره،  صدراعظم  شاه محمود خان، په بلنو او وعدو بيرته افغانستان ته ستانه شول او هلته تر ډيرې مودې نظربند وساتل شول .

په بريتانوي هند کې زمرک خان او سيد اکبر خان ته سياسي پناه ورکړ شوه. دوې ته د اوسيدو دپاره کورونه او مستمري تنخواه (مدد معاش) وټاکل شو، خو په دوې ومنل شوه چې د حکومت د رسمي اجازې نه پرته به د ايبټ آباد نه د وتلو حق نه لري . دا دوه ورونه  د پاکستان تر جوړيدو وروسته هم په ايبټ آباد کې اوسيدل او مامون خان هم ورسره يو ځاې شو .

د لیاقت علي خان د وژلو انگيزه څه وه؟

د لياقت عليخان د وژل کيدو انگيزه لا تر اوسه هم يوه معما ده . که څه هم د دغه وژنې د علت يا علتونو په هکله بيلابيلې فرضيې موجودې  او خطا رسا ليکنې شوې دي ، خو زياته برخه يې پرته له کره اسنادو وړاندې شوي او د سازش او توطئوپر نظرياتو ولاړې دي .  د نظرياتو په لړ کې يوه  دا هم ده چې  سيد اکبر خان  خو له سره  د لياقت علی خان وژونکې نه ؤ.

ځينې ليکنې بيا حتی  ډيرې  مضحکه او د خندا وړ هم  دي.  د مثال په ډول  عبدالمجيد عابد د ۲۰۱۵ کال د اپريل په ۲۴مه نيټه د Friday Times  په اونيزه کې د لياقت عليخان د وژنې تر عنوان لاندي ليکي چې « د متحده ایالاتو پاچا [؟] د افغانستان پاچا ته ټلیفون وکړ او یو پلان يې جوړ کړ . سید اکبر او دوه نور استخباراتي چارواکې په راولپنډۍ کې د لیاقت علي د وژنې د دندی تر سره کولوته وګمارل شول . د امریکا متحده ایالات دې وژنې ته د یوه سني مسلمان په لټه کې و، ترڅو له تورونو څخه ځان لري وساتي (په هغه وخت کې د متحده ایالاتو د نفوس نیمایي څخه  ډیر شیعه وو [؟] )»[1].  يا دا چې گوندې د لياقت علي خان د وژلو توطئه او دسيسه د امريکې د استخباراتي ادارې لخوا  جوړه شوې وه، او دلیاقت علي خان  وژنه  په اصل کې د سید اکبر خان لخوا تر سره شوې نه ده، بلکې د بې پیلوټه الوتکو یو نوی ماډل د دې وژنې لپاره وکارول شو.  ځکه چې ګواکې د لیاقت علي له مړیني څو ورځې مخکې، امریکایي چارواکو غوښتل د پاکستان په شمالي سیمو کې د HAARP سیسټم  يا لوړ ې فريکوينسۍ د فعال اورال د څېړنې پروګرام د ازمېښت  لپاره اجازه ترلاسه کړي، خو دغه غوښتنه رد کړای شوه . د لومړی وزیر دمړي څخه تر لاسه شوي یا موندل شوي کارتوس هم هغه ډول وو کوم چې  په متحده ایالاتو کې  په سفارش جوړیږي .[2]

د وژنې د انگيزو په هکله اکثره ليکنې د اسنادو پر ځاې د دسيسو پر  تيوريو ولاړې دي، چې يو څو يې په لاندې ډول دي :

  1. د امريکې توطئه : د عرب نيوز Arab Newsد ورځپاڼې د ۲۰۰۶ کال د جولاې د اتلسمې نيټې په گڼه [3] کې سيد رشيد حسين  د امريکې د يوه محرمانه  رپوټ په حواله چې اوس څرگند شوې دئ، تور لگوي چې د لياقت علي خان په وژنه کې د امريکې لاس ؤ. د هغه دنظريې په  اساس، د نوي ډيلي څخه د امريکې د سفارت د هغه ټلگرام څخه دا راز څرگند شوې چې د ۱۹۵۱ کال د اکتوبر په ۲۴مه نيټه استول شوې دئ . مضمون بيا د ندیم  په مقالې کې راپورته شوي حقایقو[؟] ته اشاره کوي ، چې دا نه يوه سیمه ایزه  پیښه وه او نه د پښتونستان غورځنګ سره تړلې وه (لکه څنګه چې ځینې بیا پدې  باور  دي).  د دې تر شا یو ژور سازش او پیژندل شوې لاس و. خود ای ايف پی د نړيوالې خبر رسونې ايجنسۍ  د حقايقو معلومولو رپوټ بيا د ټايمز آف اسلام آباد دغه رپوټ دروغ  بولي او ليکې چې د “سی آی ای” لخوا د پاکستان د صدراعظم د وژلو په هکله  د امریکې د باندېنيو چارو د وزارت هيڅ  کوم  بربنډ شوې رپوټ نشته .
  2. د افغانستان د حکومت توطئه :  څرنګه چې  د افغانستان او پاکستان  مناسبات  د پاکستان تر جوړيدو وروسته د پښتونستان د مسئلې پر سر ډير خراب او له تشنجه ډک وو، نو د توطئو او دسيسو د تيوريو يوه بله برخه افغانستان ته  گوته نيسي .
  3. د افغانستان او امريکې گډه توطئه : ددې نظريې خاوندان بيا وايي چې د امريکې لخوا طرحه شوې دسيسه د افغانستان په مرسته او خبرتيا عملي شوې ده . دغه نظريه  د امريکې دمتحده ایالاتو او انګلستان  لخوا د پاکستان د صدراعظم د احتمالې له منځه وړلو په عواملو بحث کوي او لیکي چې لیاقت عليخان چمتو نه و، څو د امريکې د متحده ایالاتو تګلاره پلي کړي . په داسي حال کې چې انګلستان لياقت عليخان  دې ته هڅولو  چې د ایران په مسئله کې له دوی سره مرسته وکړي، او پر ايران  خپل نفوذ  وکاروي تر څو د خپلو تیلو د ذخيرو کنټرول امریکایانو ته وسپاري ، ځکه چې تیل امریکایانو ته یوه ستره ستونزه ګرځیدلي وه. کله چې لیاقت علي خان  د امریکایانو غوښتنې رد کړې، نو هغوې د کشمیر په هکله  د امریکا او پاکستان ترمنځ  د پټ تړون د لغوه کولو ګواښ وکړو. لیاقت علي په ځواب کې ویلي و چې پاکستان د امریکایانو د مرستې او همکاري پرته نیم کشمير له ځانه سره ضمیمه کړي دی، دوی کولي شي نیم نور هم اشغال کړي . پر دې سربيره  لیاقت علي خان  و غوښتل چې امريکا په پاکستان کې هوایي پوځې اډې خوشې کړي . د لیاقت علي خان غوښتنه د واشنګټن لپاره یو بمي وار  و. امریکایانو ته د شوروي په وړاندې په پاکستان کې د خپل هوایي ځواک درلودلو ډير اهميت درلود. بيا د امريکې جمهور رئيس هری ترومن  Harry S. Truman  صدراعظم ته د وخيمو پايلو اخطار ورکړ.

د اسلام آباد ټايمز د د ۲۰۱۷ کال د جولاې په مياشت کې يوه مقاله خپره کړه او د Pakistan Today  د رپوټ په حواله يې وليکل چې امریکایان ډیر په قهر او حیران شول، نو ځکه يې غوښتل چې لیاقت علي  خان ووژنې، خو دوې د بين المللي ستونزو د مخنيوې دپاره  دا کار د يوه مسلمان په لاس تر سره کول غوښتل . خو دوې په پاکستان کې څوک پيدا نکړل، بيا يې  افغانستان ته مخه کړه.  د افغانستان د پاچا حکومت ورته د سيد اکبر په نامه يو کس پيدا کړ، او بيا يې د هغې د وژلو ترتيبات هم ونيول .  د يوې ليکنې په اساس دغه کس  د پښتنو له مشرانو سره د  اړیکواو تماس په نيولو سره پيدا شو . لیاقت علي د دوی ترمنځ یوازیني خنډ بلل کيده . امريکايانو په بدل کې پښتنو ته ډاډ ورکړو چې که د  دوی یو څوک لیاقت علي ووژنې، امریکا به د ۱۹۵۲ کاله د پښتونستان د جوړیدو دنده په غاړه واخلي [4].

د   ۱۹۴۸ کال د کشمير په شخړه کې د پاکستان د پوځ یو بریګډیر په پښتنو قبایلي جنګیالیو وسلې وویشلې.

  • پښتنو ته د توهين او د کشمير مسئله : د يوه هندوستاني ليکوال له نظره د لياقت عليخان وژنې د کشمير او پښتنو په هکله د هغه د پاليسيو سره تړاو درلود.

پاکستان د خپلواکۍ نه څو اونۍ وروسته د وزيرستان څخه د ولسي لښکر په  جوړولو سره له هندوستان څخه د کشمير د  نيولولپاره  د ۱۹۴۷-۴۸ کال لومړۍ  جګړه  پیل کړه .  د جمو او کشمير پر سر دا جگړه کله ناکله د کشمير د لومړني جنګ په نامه هم  يادېږي .

د امريکې د آرشيفونو په استناد د مشهور څيړونکې ليون پولادا نظريه

د افغانستان په هکله د دوو مهمو کتابونو («په افغانستان کې  اصلاحات او اغتشاشات» او «کشور شاهی افغانستان و ايالات متحده») ليکوال ليون پولادا د افغانستان په هکله هغه څيړونکې دې چې  د امريکې په ملي آرشيفونو کې يې تر نورو ټولو څيړونکو زيات مواد کتلي دي . هغه د لياقت علي خان د وژلو په هکله  د کشور شاهی افغانستان و ايالات متحده په کتاب کې د افغانستان او پاکستان د مناسباتو په خرابيدو او د پښتونستان  د ستونزې په سر د دواړو هيوادو تر منځ د کړکيچ په کمولو کې د نږدې ختيځ او منځنۍ ايشيا د پاره د امريکې د باندنيو چارو د وزارت د مرستيال جورج سی مک گې     Gorge C Mcghee د منځگړيتوب او هلو ځلو تفصيلي معلومات ورکړې دي . هغه ليکي چې «د لياقت له لورې د پاکستان د ورکړ شوو ژمنو په اړه د مک گي تمه بې نتيجې پاتې شوه . کله چې هغه بيا بيا د پرلپسې يادونو سره سره له پاکستاني لورې کوم ځواب تر لاسه نه کړ، نو په پاې کې يې د اکتوبر په مياشت کې تمه غوڅه او دواړو هيوادو ته خبر ورکړ چې امريکه  په خپلو نيکو کوښښونو کې ناکامه شوې ده، او پر خپلو وړانديزونو سترگې پټوي ؛ څو ورځې وروسته لياقت علي خان د يوه افغان په لاس ووژل شو، کوم چې سمدلاسه د لياقت د ساتونکو لخوا ووژل شو. دا چې په دې ډرامه کې به د افغانستان حکومت څه رول لوبولې وي، او هغه هم که کوم داسې رول شتون ولري – پټ پاتې شوې دئ . خو د پاکستان  څيړنې او  ډير کارپوهان  توافق لري چې دا سانحه د يوه ځانگړي نا راضي کس کار ؤ»[5].

په پاکستان کې د پيښې د څيړنې د کميسيون موندنې

د ۱۹۵۱ کال د نومبر په لومړۍ نيټه د پاکستان حکومت د لياقت علي خان د وژل کيدو د پيښې د څيړلو دپاره يو کميسيون وټاکلوچې مشريې قاضي محمد منير ؤ. دغه کميسيون (۳۸) اته ديرش غونډې درلودې چې ۲۳ يې په لاهور  او پنځلس يې راولپنډۍ کې تر سره شوی .  دغه کميسيون  د ۸۹ عيني شاهدانو د تحقيق او اسنادو د ثبتولو نه وروسته تحقيقات پاې ته ورسول . د کميسيون د څيړنو پايلو دريو توطئو يا سازشونو ته گوته نيوله. د کمسيون د دوو دسيسو په هکله څرگندونې  ځکه نه کوي چې  د دوې په عقيده  د هغو څرگندول ملې گټو ته زيان رسوي او د سيد اکبر سره هم کوم تړاو او ارتباط نه لري . دريمه دسيسه په سيد اکبر پورې مربوطه وه، په چا چې د لياقت علې خان د وژلو تور لگيدلې و.

کمیسیون درې احتمالي انګیزې وڅیړلې د کومو له کبله چې شاید سید اکبر لومړي وزیر وژلې وي ، خو دوې ونشو کړای  په بشپړ  ډاډ سره  پوه شي چې د هغه په مغزو کې څه گرځيدل . دغه احتمالې انگيزې په لاندې ډول  وی :

  1. دا چې هغه د دماغي ناروغتيا له امله دا کار تر سره کړې وي
  2. دا چې هغه د لياقت عليخان د کشمير د پاليسۍ له امله، چې د هند په وړاندې يې جگړه نه غوښته، خپه و
  3. دا چې هغه دغه وژنه د مذهبي سخت دريځۍ له امله کړي وي .

د عیني شاهدانو د تحقيقاتو،  او شواهدو او اسنادو تر بشپړې څیړنې وروسته کمیسیون ومنله چې د لومړي وزیر لیاقت عليخان وژنه نه دليونتوب نتيجه وه او نه هم د مذهبي افراطيت له امله . دا عمل د سيد اکبر کوم انفرادي عمل هم نه و، او بايد د حکومت د بدلولو په مقصد د يوې دسیسې پایله وي .

سيد محمد ذوالقرنين د اسلام آباد د فدرالی حکومتي کالج متقاعد پروفيسر  د «صدراعظم لياقت علی خان د وژلو سرنوشت سازه سفر» په مضمون کې  ليکې چې که مونږ د کمیسیون نظریه ومنو چې «وژنه د سید اکبر انفرادي عمل نه و او دا باید د حکومت د بدلون د یوې دسیسې پایله وي»، نو بیا یوه ډیره اړونده او اړينه پوښتنه راپورته کیږي چې د حکومت  ددې بدلون ګټه اخیستونکي څوک وو؟

په هر حالت کې، سید اکبر، په وژنې تورن،  خو د پاکستان تبعه نه و بلکې بهرني او فراري سړې و. هغه نه کومه سیاسي جرړه درلوده او نه یې له کومې ډلې یا سیاسي ګوند سره اړیکې درلودې . د ګټې اخیستونکي پر ځاې هغه خپل ژوند له لاسه ورکړ او په مرگ محکوم يو سړې و.  بیا، ایا هغه د کومې توطئې په جال کې نیول شوی و؟  او که و، نو مونږ بيا د حقيقت موندلو ته اړتيا لرو.[6]

د لياقت علي خان د وژل کيدو د پيښې د څيړنې د کميسيون  د موندنو د مبهمو او په لويه کچه بې معنی پايلو ته په غبرگون کې بيگم  رعنا لياقت عليخان، د لياقت عليخان ميرمن  وويل چې د حکومت لخوا د دې انتصابي کميسيون ټاکل يوه عمدي يا غير عمدي تيروتنه وه .

څرنگه چې د پاکستان د حکومت په ادعا د مکملو  تحقيقاتو دوسيه د انتقال په وخت کې د الوتکې د سقوط له امله سوځول شوې او له منځه تللې ده، او يا هم ښايي د مسلم ليگ د داخلي  گوندي  اسرارو  د پټ ساتلو له امله له منځه تللې او يا حفظ شوې وي، يوه بله پوښتنه رامنځ ته کوي چې آيا  سيد اکبر خان په رښتيا هم د لياقت علی خان وژونکې ؤ، او يا د اصلي قاتل او دسيسه جوړونکو د پټ ساتلو دپاره يو بې گناه د قربانۍ گډورې ؟

د افغانستان د حکومت دريځ

د افغانستان د خانداني حکومت دريځ پدې هکله دوه مخې او له منافقته ډک يو دريځ و.  دوې له يوې خوا په راډیو او ورځپاڼو کې دا وژنه غندلې، او د پاکستان حکومت ته یې د خواخوږۍ پیغامونه استولي، او په کابل کې یې د لیاقت علي خان د فاتحې د پاره  مراسم ترسره کړي . د بريتانوي هند آرشيف کې د موجودو اسنادو له مخې  ليدل کيږي چې «پاچا او لومړي وزیر کراچۍ او مطبوعاتو ته د خواخوږۍ پیغام استولی او … لومړي وزیر  په صدارت کې خپل رسمي جومات  د درې ورځو فاتحې دپاره  استعمال کړې دئ» .   دکابل نه د بريتانيا د سفارت  په استول شوي رپوټ کې راغلي «کله چې د دې سفارت  مامورین په ۱۸مه نيټه د فاتحې په لومړۍ ورځ ورسيدو، نو په هماغه وخت  د عبدالهادي داوي په مشرۍ د پارلمان شاوخوا (۲۸) اته ويشت  غړو یو پلاوې هم  راورسیدو.

دننه موږ د مشرانو جرګې رییس او دوه وزیران او همدارنګه یو شمیر نور افغان شخصیتونه ولیدل . تر هغې سمدلاسه وروسته  صدراعظم  او دوه نور وزيران راغلل او پرته له شکه چې نور وزیران  او مخور به هم راشي . د جومات نه د وتلو پر مهال، لومړي وزیر د پاکستان  د شارژدافير سره په مهربانۍ خبرې وکړې » [7].

سيد اکبر خان ببرکزی

په خصوصي ډول ، د لیاقت علي خان تر وژنې وروسته ، په کابل کې لوړپوړو چارواکو د سید اکبر خان مشر ورور شیرمحمد خان سره د شپې په پټه اړیکه ونیوله او له هغه سره یې خپله خواشیني څرګنده کړه او هغه ته یې د فاتحې او ختم د مصارفو د پاره د هغه [۱۹۵۱] وخت شپاړس زره افغانۍ ورکری .

لاندني اسناد هم ددې خبرې پخلې کوي :

  • د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د رپوټ په اساس خانداني حکومت له يوې خوا د لياقت عليخان د وژل کيدو د پيښې وروسته سمدلاسه ادعا وکړه چې سيد اکبر خان د خپل ملت سره د دښمنانه فعاليتونو له امله د افغان تابعيت څخه بې برخې شوې دئ، له دې امله بريتانوي چارواکو هغه ته په صوبه سرحد کې پناه ورکړې وه ، او د بريتانوي هند او بيا وروسته پاکستان له لورې هغه ته يوه اندازه معاش هم ټاکل شوې و.
  • د کور دننه حکومت يو خو  د ده  ورونو ته خبر ورکړ چې دوی په جوماتونو کې د سيد اکبر خان ببرکزي فاتحه نشي اخيستلای، اود هيواد ټول مطبوعات يې هم د هغه د مړينې دخبر د نشرولو نه منع کړل . [8]

د افغانستان د خلکو غبرگون

د افغانستان د حکومت په خلاف چې  د پاکستاني چارواکو سره يې خواخوږي څرګنده کړه، په عامه توګه عادي افغانانو کې  د لیاقت علي خان وژنه د ډیرې خوښۍ  سبب شوه . د لیاقت علی خان  او سيد اکبر خان  په هکله  هم په پاکستان او هم په افغانستان کې  متقابل يا سرچپه غبرگون  ښودل کيږي .   لياقت علي خان که په پاکستان کې د “ملت د شهید” په توګه وپیژندل شو، خو په افغانستان کې هغه د افغانانو ضد يو سیاستمدار ګڼل کیدو. همدا شان، که  سید اکبر خان  په پاکستان  کې  لا تر اوسه غندل کيږي، نو بيا په افغانستان کې د يوه داسې اتل او شهيد په توگه لمانځل کيږي، چا چې د یوه افغان او پښتون په توگه د خپل هيواد او قام سپکاوی زغملې نه شو،او له همدې امله یې د پاکستان صدراعظم  وواژه . [9]

د ببرک خان ځدراڼ د کورنۍ دريځ

 په عمومي توگه د غازي ببرک خان کورنۍ دا خبره مني چې لياقت علي خان د سيد اکبر خان د تومانچې په ډزو ووژل شو. د سيد اکبر خان زامن هم  په دې خبره کې کوم شک نه لري .  خو تر کومه ځايه چې  دغه قلم ته معلومه شوې، نو يوازي د سيد اکبر خان يو ورور، (په اغلب گمان وکيل شير محمد خان) په دې هکله د نظر اختلاف درلود.  په ۱۹۷۶ کال کې د غازي ببرک خان د يوه زوې سره د مرکې په حواله، امريکايي څيړونکي، مؤرخ  او د کابل په سفارت کې پخوانې ديپلومات، ليون پولادا  ليکلي چې « د متهم  وژونکي، د ببرک کورنۍ، په کلکه  ویلي چې هغه د اصلي وژونکو د پټولو په مقصد وژل شوی دئ .[10]

تر کومه ځايه چې د وژنې په انگيزې پورې تړاو لري ، نو د دغه کورنۍ دریځ  دا دئ چې سيد اکبر خان دا کار د چا په لمسون نه، بلکې د خپل هيواد افغانستان سره  يې د زياتې مينې له امله  د يوه شخصي عمل په توگه تر سره کړې دئ.

د کشمير د جګړې مسئله هم د پام وړ ده، ځکه چې په دې جگړه کې زياتره پښتانه ، چې وزير او ځدراڼ هم پکې شامل وو، مړه شول او دا ګټلې جنګ، يا خو د اردو ژبې لاپ اخبار په حواله د پيسو په بدل کې و بايلل شو، او يا هم  د همدې کال د سپتمبر په مياشت کې لياقت علي خان د صوبه سرحد په سيمه کې د پښتنو د احتمالي پاڅون د ويرې له امله په کشمير باندې پوځي يرغل بند کړ.

شايد د نورو ډيرو سياسې وژنو په څيرد لياقت علي خان د وژلو انگيزه هم همداسې يوه معما پاتې شي . دلته د ارواښاد زمرک خان ببرکزي خبره راياديږي چې د خپل ورور،  سيد اکبرخان، د مړي د پيژندلو په وخت کې يې په پنډۍ کې  د يوه لوړ پوړي پوليس د هغې پوښتنې په ځواب کې  کړې وه چې ده ولې لياقت علي خان شهيد کړ؟

او زمرک خان ورته په ځواب کې ويلي و چې «سيد اکبر خان به مو نه واژه او دا پوښتنه به مو له هغه نه کړې وای، زه پرې څه خبر يم .

(پای)

[1] . https://www.thefridaytimes.com/killing-liaquat-ali-khan/

[2] . HAARP ، د الاسکا  په ايالت کې د امريکې د هوائي پوځ یوه لانجه منه څیړنیزه  پروژه وه، چې په پورتنۍ اتموسفیر کې يې  یوه ځواکمنه او فعاله سیمه مطالعه کوله . د وينزويلا د مشر د ادعا مطابق د هيتي د هيواد زلزله د همدې پروژې د آزميښت له امله منځ ته راغله .

[3] . https://www.arabnews.com/node/287940

[4] . https://web.archive.org/web/20180816192403/https://timesofislamabad.com/31-Jul-2017/cia-assassinated-pakistan-first-pm-liaqat-ali-khan-reveals-us-state-department-documents

[5] . پولادا، ليون  او ليلا (۲۰۰۶). کشور شاهې افغانستان و ايالات متحده از سال ۱۸۲۸ تا ۱۹۷۳، ۱۸۰-۱۸۲ مخونه (د امريکې د خارجه چارو د وزارت د ستراتيژيکو څيړنو مرکز) د صفدر پنجشيري ژباړه.

[6]The Assassination of the Prime Minister Liaquat Ali Khan, Pakistan Journal of History and Culture, Vol.XXXI, No.1, 2010 n   (د پاکستان د تاريخ او کلچر د ژورنال  No.1, 2010  گڼه)

[7] .  د ښاغلي فاروق ببرکزې نه په مننې چې د Afghanistan Strategic Intelligence: British Records1948-1970 دا يو رفرنس يې ما سره سريک کړې دئ .

[8] . غروال، محمد عارف، د غازيانو او اتلانو ياد کتاب، ۱۷۷ مخ.

[9] . زه د سيد اکبر خان د زوې ښاغلي فاروق ببرکزې سره هم نظره يم چې د هغه د پلار دا حرکت  د کمپني باغ په غونډه کې د لياقت عليخان د بدې ژبې او افغانانو او پښتنو په هکله د ناوړو الفاظو د استعمال په وړاندې يو ناڅاپي او سملاسي غبرگون نه ؤ، او دا يوه خورا ساده نظریه  او له واقعیت څخه لرې د هغو کسانو نظر دئ کوم چې  د دواړو هیوادونو په تاریخ  ښه نه پوهيږي . هيله ده چې ښاغلې فاروق ببرکزې هم وکړاې شي په نږدې راتلونکې کې خپل راټول شوي اسناد نشر ته وسپاري .

[10] .  پولادا، ليون (۲۰۰۶)، کشور شاهی افغانستان و ايالات متحده، ۳۳۱ مخ، ۲۳مه شميره رفرنس .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply