د يوه افغان لخوا د پاکستان د لومړني صدراعظم د وژل کيدو د معما په هکله- نهمه برخه

ډاکټر عبدالرحمن زماني

0 1,334

د يوه افغان لخوا د پاکستان د لومړني صدراعظم د وژل کيدو د معما په هکله:

نهمه برخه – له وزيرستان نه د ببرک خان ځدراڼ د کورنۍ وتل

د ببرک خان ځدراڼ  په کورنۍ او پلويانو د فشار زياتوالې

د انګرېزانواو شوروي په استخباراتي رپوټونو کې د هغه وخت د کابل او وزيرستان حالاتو  ښه انعکاس موندلې او په ټولو هغو فشارونو رڼا اچول شوې، کوم چې د غازي ببرک خان ځدراڼ په کورنۍ او د هغوې په پلويانو تحميليدل.  دلته لومړې  د بريتانوي هند د آرشيف څخه  د انگريزي استخباراتود پټو او محرمانه اسنادو د  (L/P&S/12/3200) دوسيې څخه ځينې هغه بيلگې را نقلوم چې اوس د محرميت نه وتلي دي :

  • د ۱۹۴۵ کال د مې ۵مه او ۱۲مه نيټه : د جنوبي په ولايت کې دحالاتو انکشاف  د حکومت په گټه ؤ. د ايپي فقير هم يوځل بيا خپل کوښښ پيل کړ تر څو زمرک خان راضي کړي چې يا خود افغان حکومت سره جوړه وکړي او يا هم د ده سره  د انگريزانو په مخالفت کې ملگرې شي .  د جنوبي ولايت مقاماتو د غلجي ملنگ او زمرک خان په وړاندې خپلو تبليغاتو ته دوام ورکړې او د ځدراڼو په کليو يې ورقې شيندلي او گواښ يې کړې چې که دغه دواړو کسانو سره مرسته وکړي نو د سختو عواقبو سره به مخامخ شي . دوې د ملنگ د بدنامولو دپاره دا آوازې هم گډې کړي چې گوندې هغه د انگريزانو په لمسه د افغانستان د حکومت په وړاندې په دسيسو بوخت دئ .

داسې ښکاري چې د ايپي فقير هڅې بريالۍ نه شوې تر څو زمرک خان يا افغان حکومت ته تسليم شي او يا هم [دحکومت په خلاف د مبارزې پر ځای] د وزيرستان په جگړه کې د هغه مرسته وکړي . خو که څه ناڅه د هغه دلايل زمرک خان قانع کړي چې لږ تر لږه د جنوبي په ولايت کې تازه ستونزه جوړه نه کړي، نو دا به هم د افغان مقاماتو د پاره يوه ستره مرسته وي .

  • د مې ۱۹مه او ۲۶مه نيټه : د گرديز د ملک غلام رسول زوې، ملک سيد امير د زمرک خان سره په تماس کې دئ. هغه ددې کار لپاره د خپل ورور خاني گل نه د قاصد په توگه کار اخلي . د منگلو يوې ډلې د زمرک خان په ملگرتيا په کژه کې د مداخيلو د مشرانو سره ليدلي تر څو معلومه کړي چې هغوې به د زمرک خان لخوا د يوه بل پاڅون څومره ملاتړ وکړي . په خوست کې د زمرک خان په گټه تبليغات ډير زيات شوي دي .
  • د جون ۲مه او ۱۶مه نيټه : په دې وروستيو ورځو کې د خوست يو شمير ملکان د کورنيو سره يوځاې نيول شوي او کابل ته استول شوي دي . په دوې تور لگول شوې دئ چې د غلجي ملنگ سره په دسيسه کې شامل دي . حکومت بيا وکړاې شو يو شمير منگل ملکان د ځان سره ملگري کړي او هڅه کوي تر څو خپل کسان راضي کړي چې حکومت ته تسليم شي. د خوست والي هم د گوربزو ملکانو ته خبردارې ورکرې چې که د غلجيو ملنگ ته پناه ورکړي نو کلي به يې په توپونو وويشتل شي . زمرک خان په پڅه ميله کې د سليمان خيلو او تڼيو د استازو سره وکتل . تڼيو ورته وويل چې د سينکې په سيمه د حکومت تر حملې وروسته گڼ شمير کورنۍ غرونو ته ختلي دي .
  • د جون ۲۳مه نيټه : خبر ورکړ شوې چې زمرک خان د سرکوټ سيمې ته تللې او هلته يې ټوله اونۍ د تنگي د سيمې منگلو او ځدراڼو سره جرګې مرکې کړي دي . شيرمحمد خان ټوله اونۍ په پڅه ميله کې پاتې شوې او د هغو تڼيو سره يې خبرې کړي دي، کوم چې له پولې اوښتي او تغيکه سر، ډډم، سونخي او مداخيلو په سيمه کې ميشت شوي دي .
  • د جون ديرشمه نيټه : زمرک خان د جون په ۱۷مه نيټه بيرته پڅې ميلې ته راستون شو. هلته يې د چهارباغ د نقيب، شير آغا، د استازي سره وکتل . استازي وويل چې شير آغا حاضر دې د افغانستان د حکومت سره د هغه د جوړ جاړي د شرايطو په سر يو ځل بيا کوښښ وکړي . استازې بيا د ايپي د فقير او لندر د پير ليدو ته ورغې تر څو هغوې ته د شيرآغا د وروستني کوښښ په هکله د يوځاې کيدو بلنه ورکړي .

په ورته وخت کې، زمرک خان ته د تشويش وړ دا  پته هم ولگيده چې د يوه پخواني فرقه مشر پت زوې د جون د اتلسمې او شلمې تر منځ د مداخيلو سيمې ته ورغلې او د فرقه مشر فيض محمد خان لخوا د يو لک روپيو انعام په بدل کې يې  د ځينو بخشي خيلو په مرسته د وژلو دسيسه جوړه شوې ده.

شهباز خان، يو خوستوال ملا، چې اوس د زمرک خان سره اوسيږي، گورويښت ته د ايپي فقير ته لاړ او له هغه يې وغوښتل چې د زمرک خان د وژلو د هڅې مخه ونيسي . هغه هم ومنله او د خپل ورور مولانا شير زمان په وسيله يې بخشي خيلو ته لارښوونه وکړه چې د زمرک خان وژل به، چې د مداخيلو همسايه دې ، د دين خلاف يو عمل وي .

  • د جولای ۷مه نيټه : زمرک خان تيره هفته په پڅه ميله کې پاتې شوې دئ . د رسيدلي رپوټ له مخې هغه ته د ايران نه د بلوچستان او بنو په لاره يو ناشنا سړې راغلې، کوم چې ويل کيږي د پخواني پاچا امان الله خان خپلوان دئ.  ددغه نا آشنا سړي موجوديت د جنوبي ولايت د قامونو توجه جلب کړې  ده . دغه سړې شاوخوا (۳۲) کاله عمر لري او په انگريزي، فارسي او پښتو ژبو خبرې کوي، خو لا تر اوسه معلومه شوې نه ده چې د [ پخوانې پاچا غازي] امان الله خان سره به خپلوي ولري .  دغه کس د ايپې د فقير ليدلو ته هم تللې و، خو ويل کيږي چې هغه ورته کوم اهميت ورکړې نه دئ .

زمرک خان په دې اونۍ کې د حربيې د وزير سردار شاه محمود خان نه يو شخصي ليک ترلاسه کړ . په ليک کې د حکومت لخوا د صلحې د يوه بل نوښت ذکر شوې او هيله ښودل شوې وه چې هغه به اوس دغه شرايط ومني .

  • د جولاې ۱۴مه نيټه : جنوبې سيمه آرامه وه. زمرک خان د صلحې وروستنې وړانديز رد کړ. اکبر جان کابل خيل له کابله بيرته راستون شوې او د په نږدې راتلونکي کې به د صدراعظم د لارښوونې سره سم د مده خيلو سره خپلې خبرې له سره پيل کړي .
  • د جولاې ۲۱مه نيټه : پاچا او سپه سالار شامحموود خان په کابل کې د جنوبې سيمې د مشرانو سره وکتل او هغوې ته يې د کونړ د صافيو د پاڅون د عواملو په هکله معلومات ورکړل . د جنوبې سيمې قومي مشرانو ډاډ ورکړ چې خپل قامونه به د حکومت د مخالفت نه منع کړي .  په ارگون  او متون کې حکومتي چارواکو د امان الله خان د هغه خپلوان د پيژندلو دپاره، کوم چې ويل کيږي پدې وروستيو وختو کې پڅه ميله کې د زمرک خان سره يوځاې شوې دئ ،خاصو جاسوسانو ته وظيفه ورکړې .  د دغه شخص په هکله رپوټونه ډير ضد او نقيض  دي . ځينې وايي چې هغه په ايران کې د پخوانې پاچا د ميشت ورور، سردار عنايت الله خان، زوې دئ، او نورې منابع بيا هغه د زمرک خان او مده خيلو لخوا خپرې شوي تشې آوازې گڼي .
  • د اگست ۴ مه نيټه : د ايپي فقير، د انگريزانو سره د همکارۍ له امله د منظر خيلو د تهديد په مقصد، شاوخوا درې سوه کسيز لښکر راټول کړی دئ .  پر سيمې د [انگريزانو لخوا] د هوايي حملې امر ورکړ شوې دئ .

پاچا او صدراعظم يو ځل بيا د کابل په جشن کې د گډون د پاره راغلو قومي مشرانو سره کتلي او هغوي نه يې غوښتلي چې خپلو سيمو ته لاړ شي او  د خپل اثر رسوخ په استعمال سره خلک رژيم سره وفادارۍ ته و هڅوي، کوم چې [گوندې] د هيواد د پرمختگ دپاره حياتي ارزښت لري . د همدې رپوټ له مخې، د چهار باغ نقيب، شير آغا، د جشن نه مخکې له کټواز نه  د مهمو غلزيو ملکانو سره يوځاې بيرته کابل ته راستون شوئ . هغوی د هاشم خان صدراعظم سره کتلي او د خپل قوم د وفادارۍ اطمينان يې ورکړې دئ . د مشرقي په ولايت کې د پاڅون له امله، صدراعظم د شوربازار د حضرت، تگاو ملا او چکنور ملا د زوې  غلام نبي خان په گډون د يوې جرگې په استولو غور کوي تر څو په صافيو د صلحې شرايط ومني .

  • د اگست د مياشتې ۱۱مه نيټه : ويل کيږي چې زمرک خان د جولای په ۲۹مه نيټه د کامراني سليمان خيلو د يوې ډلې په گډون کټواز ته تللې ، هغه د اگست په دويمه نيټه بيرته راستون شوې او شپه يې د گيان ملا صوالخ داد [صالح داد؟] سره کړې ده .
د بريتانوي هند د استخباراتو د رپوټونو هغه دوسيه چې په دې برخه کې ترې کار اخيستل شوې دئ
  • د اگست ۲۵مه نيټه : د جنوبي ولايت د تنظيميې رئيس فرقه مشر محمد قاسم خان له کابل نه بيرته گرديز ته ستون شوې دئ . هغه ته هدايت ورکړ شوې تر څو د مشرقي د سيمې د حالاتو تر سميدو پورې د پخلاينې چلند غوره او زمرک خان ته د صلحې د نوي تړون وړانديز  وکړي .
  • د ۱۹۴۵ کال د سپتمبر لومړۍ نيټه : د جنوبي په ولايت کې حالات په ظاهره آرام ښکاري، خو زمرک خان د کونړ د صافيو د جګړې د خبر په اوريدو سره د حکومت د صلحې د وروستنۍ بلنې په هکله کومه دلچسپي ښودلې نه ده. په همدې رپوټ کې راغلي چې پاچا او صدراعظم دواړو د حربيې د وزير نه غوښتلي چې په کونړ کې په تيرو لسو ورځو کې د وضعيت د زيات خرابيدو له امله جلال آباد ته لاړ شي او د کونړ د عملياتو اداره په خپل لاس کې واخلي . د حربيې وزير دوې ته يادونه کړې چې د دغه کار دپاره دوې محمد داؤد جان انتخاب کړې و، او دا اوس د محمد داؤد خان وظيفه ده چې دغه عمليات په برياليتوب سره ختم کړي . د حربيې وزير اضافه کړې ده چې محمد داؤد خان د هغه (حربيې د وزير) د ضمنې جوړجاړي او پيسو د ورکولو پر پاليسۍ نيوکه او انتقاد کړی، کوم چې [په جنوبي کې] د يوې معقولې لارې په توگه څرګنده شوه او څه ناڅه ښه نتيجه يې ورکړه . [1]

د شوروي اتحاد د استخباراتي رپوټونو يو څو بيلگې

د ۱۹۴۵ کال په لومړیو کې کابل دوسله والو پښتنو دځپلو لپاره چمتووالی نیولو. سویلي افغانستان ته نوي عسکر او د هوایی ځواک الوتکې واستول شوی . سربیره پردې ، په جلال آباد کې د۱۹۴۵کال د فبروري – مارچ په میاشتو کې، هاشم خان پخپله د ختیځو قومونو مشرانو سره خبرې وکړې . د هاشم خان ډیپلوماټیکې وړتیا او د پښتنو تر مینځ د ډیرو مشهورو خلکو پیرودلو هغه ته اجازه ورکړه چې وضعیت څه ناڅه ښه کړي ..[2]

هاشم خان او د هغه “پیروان” پوهیدل چې د ځدراڼو  او د دوی د ملگرو قبایلو د پاڅونونو اصلي لاملونه ندي حل شوي . په دې توګه، د خوراکي توکو بې ساري کمښت  د ۱۹۴۵کال په پسرلي کې ښایي بې له شکه د کابل سره نوې وسله واله شخړه رامینځته کړي. [له همدې امله هغه غوښتل چې دا ستونزه په سوله ایز ډول  له منځه يوسي] خو ظاهر شاه ، د داؤد خان په مشرۍ د “ځوانو” سیاستوالو د یوې ډلې تر فشار لاندې زور  وکارولو. داؤد خان غوښتل چې د پښتنو د بېوزلۍ او بې وسۍ ګټه پورته کړي تر څو په لنډ وخت کې د جنوبي نه تسليميدونکي قومونه  مرکزي حکومت ته د تابعيت سر ټيټ کړي .

هاشم خان او شاه محمود خان چې په سياست کې د تجربې خاوندان  وو، ددغه سياست په خطر پوهيدل، خو دوې باید د پاچا امر منلې وای .  په ریښتیا هم، هاشم خان چې په ټول هیواد کې د خپل لالچ ، حرص  او ډير غوښتنې (وږسترگۍ) له امله شهرت درلود،  د داؤد خان په وړاندې د ټینګ ودریدو ډیر کوښښ ونه کړ. ځکه چې د چارتراشو تجارت باندې انحصار ختمول او د ماليې کمول دهغه شخصي عایداتو ته  ډير زیان رسولو. [3]

خو په کابل کې  حکومت نور په جنوبي او مشرقي کې د پاڅون د ګړندي ځپلو دپاره هيله نه درلوده . اردو  د دغه کار لپاره کافي وسلې او مهمات  هم نه درلودل، ځکه چې د پاڅون کونکو سره جگړو کې يې له لاسه ورکړي وو. په دې بحراني حالت کې، هاشم خان هڅه وکړه چې له شوروي اتحاد او انګلستان څخه د اړتيا وړ وسلې واخلي . په مسکو کې د هاشم خان غوښتنه په مسکا سره رد شوه، که څه هم افغان لوري حتی  په غنيمت نيول شوو  المانی وسلو اخیستو ته چمتو و.

له بله پلوه انګلستان د بريتانوي هند او افغانستان په پوله د سولې په ټینګښت کې  گټه درلوده، نو له همدې امله  د ۱۹۴۵ کال سپټمبر په ۱۳مه  په انگلستان کې دجوړو شوو وسلو لومړنی جوپه ورسيده . په دې کې لس زره ټوپکې، پنځه زره ماشيندار، نهه سوه زره مرمي، پنځه ویشت توپونه ، او پنځلس زره د توپونو مرمۍ شاملې وې . [4]

د دې وسلو په مرسته، داؤد خان وکولی شو چې د صافيو په وړاندې غښتلي جنګي عملیات له سره پیل کړي . خو دې سره سره، حتی د عصري وسلو او هوایی ځواک په درلودو هم ، دولتي سرتیري په دوه میاشتو کې مخالفینو ته ماتې ورکولو کې پاتې راغلل . مشرقيوالو  د جابرو ځواکونو په وړاندې سخت مقاومت وکړ. دوی نور د افغان حکومت پر ژمنو باور نه درلود او تر وروستۍ مرمي يې جګړه کوله .  د ۱۸۴۵ کال په اکتوبر کې صافيو حتی د ظاهر شاه وړاندیز هم رد کړ اوجګړې ته يې دوام ورکړ .

ژمی رارسیدلو او په غرونو کې د جګړې دوام  دواړه پاڅون کونکو او حکومتي سرتیرو لپاره ګران وو. د ۱۹۴۵ کال د اکتوبر په پای کې داؤد خان وکولی شو چې صافيو ته یو لړ ماتې ورکړي ، خو هغه ونه شو کړای مقاومت مات کړي. په نتيجه کې حکومت اړ شو چې د ختیځو قومونو ټولې غوښتنې ومني . د هاشم خان حکومت د سرحدي قومونو پر وړاندې شا تګ ته مجبوره شو. د کلیوالو څخه د حکومت د جبري خوړو پیرودل لغوه شول او ټولو پاڅون کونکو ته د عمومي بخښنې اعلان  وشو .

د کابل د خانداني حکومت او انګرېزانو د ګډو هڅو په نتيجه کې زمرک خان هم دې ته اړ کړ شو چې د خپل  تحرک نه لاس واخلي .

راتلونکو پیښو وښودله چې د خانداني حکومت مشرانو د ترخو تجربو نه زده کړه وکړه، او کړې ژمنې يې عملي کړې، د کومې په نتيجه کې چې جنوبي او مشرقي کې اوږدمهاله ثبات منځ ته راغئ . د ۱۹۴۴ او ۱۹۴۵ کال پاڅونونه  د افغانستان لپاره یوه خورا جدي ازموینه وه .

تيخانف ليکې چې «تر دې دمه د دولتي عسکرو او پښتنو قومونو ترمینځ د جګړو له امله د هیواد اقتصاد ته د اوښتي زیان په اړه کوم معلومات ندي خپاره شوي . په هرصورت ، په اطمينان سره ويلې شو چې  پدې کلونو کې د افغانستان د دولت د عوایدو لویه برخه د زمرک خان او صافيو پرضد عملیاتو کې مصرف شوه ».

تيخانف زياتوي چې « هاشم خان د دغوپيښو، چې هیواد یې ولړزاوه، اصلي مجرم و.  دغه سیاستوال  له  دولسو کلونو راهیسې د افغان حکومت  خپل سرې مشر و.  هاشم خان، د پاچا کاکا او د شاهي کورنۍ سپين ږيري، په عمل کې د حکومت مشري کوله او ظاهرشاه  مجبوره و چې دا کار وزغمي .  خو په افغانستان کې، هیڅوک هم که د پښتنو قومونو د کرکې او نفرت سره مخ شي، په قدرت کې پاتې کيدای نه شي . [د ځينو نورو باندنيوعواملو په څنگ کې] هاشم خان هم د ۱۹۴۶ کال د  اپريل په مياشت کې استعفا ته مجبور شو. »

په وزيرستان کې د زمرک خان ميلمه څوک ؤ؟

شايد ډيرو لوستونکو ته به دا پوښتنه پيدا شوې وي، چې په وزيرستان کې د زمرک خان ببرکزي کور ته هغه ميلمه چې د غازي امان الله خان د خپلولۍ  ادعا يې کوله څوک او د چا لخوا استول شوې ؤ. پدې هکله  د غازي ببرک خان د لمسې، قاضي محمد عمر خان ببرکزی   يوه په زړه پورې خاطره لري . د هغه په وينا «څه وخت چې زمونږ کورنۍ په وزيرستان کې اوسيده يوه ورځ له هندوستان څخه يوه قاصد خبر راوړ او ويل يې چې له هندوستان څخه (سر) راځي. دا زمونږ کشرانو له پاره يوه عجيبه خبره وه ځکه چې مونږ فکر کاوه چې له تنې څخه پرته (سر)څنگه راتلای شي . نو له خپلو مشرانو څخه مو پوښتنه کوله او ويل به مو چې دا به عجيبه شانته مخلوق وي، خو هغوې به خندل او راته ويل به يې چې دا مخلوق به وگورئ .

لنډه دا چې (سر) راغې، يو ښايسته ځوان و، غټې سترگې يې درلودې، ښايسته جامې يې اغوستې او ښکلي بوټونه يې په پښو وو. له روغبړ وروسته زمونږ د کورنۍ د ميلمنو په کوټه کې پريوت. سردار صاحب (سر) نايب سالار زمرک خان او د هغه ورونو ته وويل چې زه د کابل د تاج او تخت وارث يم او د تخت د نيولو لپاره راغلې يم . او په دې مهم پروگرام کې ستاسو د کورنۍ ملاتړ غواړم . زما مشر (انگريز) زما له پاره د هر ډول مرستو، وسلو، کارتوسو او سترو سترو لښکرو دپاره تياری نيولی دئ . که په خير د کابل پادشاهي ونيول شوه او زه پاچا شوم نو تاسو ته به هر ډول منصبونه، چوکۍ او مالي امتيازات در کړم . که نايب سالار زمرک خان او دده ورونه دا خبره ومني، نو د انگريزانو دغه مشر له ټولو امکاناتو سره راځي .

نايب سالار زمرک خان له خپلو ورونو سره مشوره وکړه او بيا يې د خپلې مشورې نتيجه (سر) ته داسې واوروله : مونږ هيڅکله د مادياتو په بدل کې د خپلو افغانانو ورونو د مرگ ژوبلې طرفدار او پلوي نه يو . وکيل شيرمحمد خان لږ په تنده لهجه وغږيد او ويې ويل : زما د پلار غازي ببرک خان ځدراڼ د ټوپک گولۍ تر اوسه پورې د ټل د نظامي چوڼۍ په ديوالونو ښخې دي انگريز هيڅکله زمونږ رښتينی دوست نه شي کيدلای، نو ته له مونږ څخه د يوې داسې مرستې تمه مه لره چې د هغې په نتيجه کې زمونږ  د وطن او زمونږ د مسلمانو خلکو تباهي او بربادي رامنځ ته کيږي، نو له موږ څخه مه خپه کيږه … دوه ورځې وروسته د مشر انگريز خبر ورته راغی چې ته هلته اوسه او د وزيرو د مشرانو سره ليده کاته کوه. ځينو مشرانو ته نقدې بخششۍ ورکوه، چاته لونگۍ اخله او چاته نوي کالي ورکوه، تر څو په وزيرو کې ستا باور او اعتبار پياوړی شي.

…سردار په وزيرستان کې ډيرې ورځې تيرې کړې چې د وزيرو مشران او خلک به ډلې ډلې ورته راتلل او د کابل د تخت د نيولو جلسې يې گرمې روانې وې، خو يوه ورځ له هند څخه مشر انگريز سردار ته يو ليک راوليږه چې د پاکټ پر مخ د (خاص) کليمه ليکل شوې وه . سردار پاکټ په بيړه خلاص کړ او چې تر پايه يې ولوست نو هغه نوکر يې له کوټې څخه وويست چې ليک يې ورته راوړې و، بيا يې خپله ټنډه په څپيړه ووهله. وکيل شير محمد خان ورڅخه وپوښتل سردار صاحب ولې پريشانه شوې؟ سردار ځواب ورکړ : انگريز په ليک کې ليکلي دي چې د کابل له حکومت سره زمونږ مشکل حل شواو ستا وظيفه ختمه شوه، بيرته هندوستان ته راځه . بيا سردار وويل : د انگريزانو هدف زما له پاره د کابل د پادشاهۍ نيول نه وو بلکې زما په سر يې د کابل له حکومت سره خپل مشکلات حل کول او لازم سياسي امتيازات يې واخيستل.»  [5]

که څه هم  ښاغلې ببرکزې د هغه سردار نوم نه يادوي، خو زياتوي چې هغه مهال چې د روسانو او د هغوې د پلويانو په خلاف د افغان مجاهدينو جهاد روان ؤ، زه د ملي اسلامي محاذ مشر پير سيد احمد گيلاني د يو کال له پاره د کويټې تنظيمي دفتر ته وليږلم . يوه ورځ يو سړې دفتر ته راغی او راته وې ويل سبا شپه ته سردار صاحب ميلمه کړې يې، کله چې د سردار صاحب کور ته ورغلم  نو په کور کې يو سپين ږيرې سړې ناست ؤ او ماته يې وويل : ته ببرک زی يې؟ ما ځواب ورکړ هو زه ببرک زې يم، نو پر مخ يې ښکل کړم او راته وې ويل : زه هغه سردار يم چې په وزيرستان کې ستاسې کورته درغلې وم . د ډوډۍ تر خوړو وروسته ما ترې وپوښتل : سردار صاحب اوس څه خيالات لرئ؟ ده وويل د افغانستان د تاج او تخت اصلي وارث زه يم، خو له بده مرغه زه اوس ډير بوډا شوې يم . خو د خپل ميراث  دپاره مې ځوان زوې سردار تربيه کړې ځکه هغه د سياست په علم کې لوړ تحصيلات سرته رسولي دي او پاکستان هم زما تر شا ولاړ دئ »[6].

د خانداني حکومت او انګرېزانو د موږک او پيشو لوبه

د کابل پر  واکمنانو د فشار په غرض  په گاونډي هيوادو لکه بريتانوي هندبيا وروسته پاکستان کې  د مرورو افغانانو ساتل او د ضرورت په وخت د هغوې استعمال يا د استعمال گواښ کومه نوې او تازه خبره نه وه .  وزيرستان ته د دغه سردار د راوستلو په شان داسې پيښې څو څو ځل تکرار شوي او اوس هم د تکراريدو په حال کې دي . له بلې خوا د پرديو پر مټ د کابل پر تخت کښينول شوو واکمنانو هم وخت نا وخته خپلو شخصی او خانداني گټو ته د خطر او گواښ په صورت کې يا په چل ول د خلکو د تير ويستلو، او يا هم په رښتينې د اعتراض، سرغړونې  او سياسي قبلې د بدلولو هڅې کړي دي، او په اصطلاح د موږک او پيشو دا لوبه کومه نوې ننداره نه وه، او نه به وي . د دوهمې نړيوالې جگړې په ترڅ کې د آلماني قواوو د برياليتوب د احتمال په صورت کې د خانداني حکومت تدابير، په انگريزي الوتکو کې د سيمې نه د شامي پير دژوندې ويستلو په سر د ولي نعمت نه خپگان او حتی د اصلاح په ورځپاڼه کې د سردار هاشم خان په اشاره د انگلستان د حکومت په وړاندې پاروونکي ليکنې او نور د دغه لوبې يو څو بيلگې دي .

له وزيرستان څخه د ببرک خان ځدراڼ د کورنۍ وتل

لکه چې يادونه وشوه د کابل د خانداني حکومت او انګرېزانو د ګډو هڅو په نتيجه کې زمرک خان که څه هم دې ته مجبوره شو چې د خپل  تحرک نه لاس واخلي، خو بيا هم ترڅه وخته په وزيرستان کې پاتې شو. خو د وزيرستان په سرحدې مهمې سيمې کې د هغوې اوسيدل هم د خاندانې حکومت او هم د انگريزانو د گټو په خلاف وو. او د بريتانيا سره د خانداني حکومت پټو معاملواو گډو هڅود هغو سيمو د اولسې خلکو ژوند د خطر او تهديد سره مخامخ کولو، چيرې چې دوې اوسيدل .  له همدې امله  د اولسې خلکو د مرگ ژوبلې د مخنيوي له پاره د غازي ببرک خان ځدراڼ کورنۍ د وزيرستان پريښودلو ته اړ شول .

 د ببرکزي د کورني اسنادو له مخې وزيرستان کې د درې کاله اوسيدو نه وروسته محمد ظاهر شاه د فضل خان گيانخيل په وسيله  دوې سره اړيکه ونيوله . دوې ته ډاډ ورکړ شو چې «ستاسو په قضيه کې يوه تيروتنه او سهوه وشوه، اوس ستاسو له پاره زما غيږ ه پرانيستې ده، تاسو کولاې شئ چې ټوله کورنۍ خپل وطن ته راستانه شئ»  . زمرک خان ځدراڼ د خپلو ورونو سره مشوره وکړه . ځينو غوښتل د دغه وړانديز نه په گټه اخيستلو بيرته خپل هيواد ته ستانه شي، خو خپله زمرک خان  په حکومت  د باور نه درلودو له امله د کابل د تگ سره موافقه ونکړه .  په نتيجه کې زمرک خان د خپلو دوو ورونو ډگروال مامون خان او سيد اکبر خان ببرکزي سره بريتانوي هند ته لاړ او د آزاد سرحد نه لرې د ايبټ آباد په سړې سيمې کې ورته د استوگنې ځاې او خرڅ  وټاکل شو.

(نور بيا)

[1] . د انگريزي استخباراتو محرمانه اسناد، د بريتانوي هند آرشيف  (L/P&S/12/3200) .

[2] . د سامیلفسکی او اسکوایر تر منځ د کتنې د مجلس يادداشت، د ۱۹۴۴ کال د دسمبر ۶مه نيټه. د شوروي اتحاد د خارجې سياست آرشيف، د ۱۹۴۴ کال اسناد، ۲۶مه خاصه دوسيه، ۲۰۸ کارتن، دوهمه برخه، ۸۲ پاڼه (د تيخانف -آرانفر ژباړې په حواله).

[3] . په کابل کې د شوروي اتحاد د مېشت ايجنټ د ۱۹۴۴/۱۰/۸ نيټې رپوټ، د بهرنيو استخباراتو د ادارې آرشيف، د افغانستان د قبايلو دوسیه (۳۱۲۵۲)، ۱۳۸ پاڼه (تيخانف – د آريانفر ژباړه).

[4] . . په کابل کې د شوروي اتحاد د مېشت ايجنټ د ۱۹۴۵/۹/۱۳ نيټې رپوټ، د بهرنيو استخباراتو د ادارې آرشيف، د افغانستان د قبايلو د دوسيې لومړۍ ټوک، ۴۰۷ مخ  (تيخانف – آريانفر ژباړې په حواله).

[5] . غروال، محمد عارف . د غازيانو او اتلانو ياد، ۱۵۹-۱۶۰ مخونه .

[6] . هماغه ځاې،۱۶۰- ۱۶۲ مخونه .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply