!د مونوګراف لیکنه او دفاعیه

عبدالله وردک

0 856

انګلستان – فبروری – ۲۰۲۱

تر ټولو لومړی، هغو ټولو وروڼو او خویندو ته، چې د مونوګراف د لیکنې او دفاعیې مرحلې ته رسېدلي دي، د زړه له کومي مبارکي وړاندې کوم، او وروسته د دوی پاملرنه، دغو لاندې ټکو ته راګرزوم!
د یادولو وړ ده، چې د مونوګراف د لیکلو په هکله، د ګرانو او قدرمنو لوستونکو، پاملرنه هغې لیکنې ته راګرزوم، چې د ”د یوې علمي مقالې لیکنه“ تر عنوان لاندې پخواه لیکل شوېده، او په ډیلي شهادت، او نورو وېب سایتونو کې، د تعلیم او تربیې تر عنوان لاندې خپره شوېده.
په هغه لیکنه کې، د یوه مونوګراف د لیکلو په هکله هر اړخیزه معلومات وړاندې شوی دی.
پدغه لیکنه کې د یوه مونوګراف د دفاعیې یا (Presentation) په هکله، دغه لاندې ټکي وړاندې کیږي.
الف – د مونوګراف د دفاعیې په شپه باید ښه آرام خوب وکړل شي، او د امکان په صورت کې د تهجد لمونځ وشي، او د ځان، او نورو مسلمانانو په هکله، د زړه له کومي دعا وکړل شي. بیا ښه د سهار چای وچښل شي، دوه رکعته نفل هم اداء کړل شي، او بیا په کافي اندازه وختي د دفاعیې ځای ته ځان ورسول شي، او د خپلې کورنۍ د غړو دعا هم وغوښتل شي.
ځینې خلک د لارې بیروبار په نظر کې نه نیسي، او ناوخته وارخطا، او د خولو ډک خپلې دفاعیې ته حاضریږي!
هېره د نه وي، چې باید د زنګ له ګړۍ څخه د خوب د پاڅېدو لپاره کار واخستل شي، او هم د کورنۍ یوه غړي ته یادونه وشي، چې د پاڅېدلو مسىٔولیت پرغاړه واخلي.
ب – لیکلۍ مونوګراف باید ټکی په ټکی ولوستل شي، او د هغه په موادو خپل ځان ښه پوه کړل شي، او په هره موضوع کې ښه فکر وشي. یا په بل عبارت، د لیکلي مونوګراف، ټول ټکي باید ښه واضح وي.
همدارنګه، د دفاع په وخت کې لومړی د مونوګراف په هکله ښه مقدمه ورکړل شي، او د مونوګراف ضرورت، اهداف، ارزښت، لاسته راوړنې، او نیمګړتیاوې ښې واضح وړاندې کړل شي.
د تشرېح په وخت کې کوښښ وشي، چې د ټولو حاضرینو توجه ځان ته را جلب شي. داسې نه وي، چې یوازې د خپل رهنما استاد طرف ته کتل کیږي، او نور ګډونوال هېر شي.
ج – د تشریح په دوران کې داسې فرض کړل شى، چې ناست خلک پدغه موضوع نه پوهیږي. او دغه شانته فکر کول به ډېر جرأت او ډاډېینه درپه برخه کړي، او تر تأثیر لاندې به رانشئ. دا ځکه چې اورېدونکي د ستا په شان په دومره جزیاتو نه پوهیږي.
د پرېزنتشن (Presentation) په آخر کې بیا د مونوګراف خلاصه په لنډه توګه باید وړاندې شي، او هم خپلې لاسته راوړنې په واضح توګه بیان کړل شي.
په پای کې حاضرینو ته د سوال او ځواب دپاره کافي وخت ورکړل شي. د ګډونوالو په پوښتنو ځان  ښه پوه کړل شي، او ښه مفصل ځوابونه ورکړل شي. که فرضاً د کومې پوشتنې صحیح ځواب وجود ونلري، نو بیا د غلط ځواب پرځای بهتره دا ده، چې وویل شي، چې دغه نقطه به په آینده کې په نظر کې ونیول شي.
کېدای شي، دا پوښتنه وشي، چې په څه خاطر دغه مونوګراف قبول، او د لېسانس درجه درکړل شي. نو لازمه ده، چې خپلې لاسته راوړنې، که هرڅومره وړې هم وي، په ترتیب سره وړاندې کړل شي. یعنې دا نقطه ښه واضح شي، چې پدغه مونوګراف کې څه ځانګړتیاوې شته!؟
د – د دفاعیې نه مخکې، دفاعیه د خپلو همصنفیانو د وړاندې څو‌ځله تکرار شي، او ګډونوال باید مسلکي پوښتنې وکړي.
هېره د نه وي، چې د دفاعیې لپاره د د پاور پاینټ، ښه سلایدونه، او یا د بل مناسب سافتویر پکج پذریه تیار شي، او بیا ګډونوالو ته وړاندې شي.
همدارنګه، د بهترین مناسب لباس اغوستل به هم ښه تأثیر ولري.
همدارنګه، کوښښ وشي، چې تورې عینکې استعمال نشي، او له وارخطاىٔۍ څخه ځان وساتل شي.

د پام وړ ټکي:
لوړې زده کړې د هر افغان شاګرد یو ارمان دی. ځینو ته دا چانس برابر شي، او ځینو ته بیا دا چانس برابر نشي. کنه، هر افغان کولای شي، چې یوه اندازه زده کړې وکړي. هغو افغانانو ته چې د لوړو زده کړو زمینه برابره شوېده، دوی باید له خپلو زده کړو څخه د خپلو وطنوالو په ګټه کار واخلي.
کله چې یو څوک ښه په عالي ستندرد برابر، مونوګراف ولیکلی شي، نو دغه د مونوګراف لیکل، د نورو لیکنو دپاره ښه زمینه برابرولی شي.
هیله ده، چې د مونوګراف لیکل، او پرېزنتشن، دواړه ډېر جدي ونیول شي. یعنې د مونوګراف لیکل، او ګډونوالو ته د هغو په ښه توګه بیا وړاندې کول، ډېر زیات اهمیت لري.
په پای کې د الله (ج)، د لوی او مهربان دربار څخه هیله کوم، چې الله (ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې الله(ج)، ته قبوله او منظوره وي، او همدارنګه، الله(ج) دې، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي. آمین یارب العٰلمین.
والسلام.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply