!د ریاضي لومړی درس

عبدالله وردک

0 1,191

انګلستان – مارچ – ۲۰۲۱

زه غواړم، چې په ریاضي کې له تاسې سره مرسته وکړم، او زما هدف یوازې د ستاسې د زړه له کومي دعا ده، او بس.
زه به ان شاءالله، دغه لړۍ جاري وساتم، او هغه ټوله ریاضي، چې د لومړي ټولګي څخه شروع، او تر پوهنتون پورې دوام لري، د ستاسې قدرمن حضور ته وړاندې کړم.
اګر چې زما مسلک ریاضي ندی، لېکن، هغه چا چې په الکترانکس انجینرنګ کې، د دکتورا تر کچې په انګلستان کې زده کړې سرته رسولې وي، نو هغه د ریاضي په معنٰی او قدر ښه پوهیږي. یعنې ریاضي، د الکترانکس د پوهېدلو دپاره ډېره ضروري ده.
د یادولو وړ ده، چې ما ۶ کاله، د کابل پوهنتون د انجینرۍ په پوهنځۍ کي، او ۲۷ کاله د انګلستان په یوه پوهنتون کې، د الکترانکس انجینرنګ
په برخه کې د معلمۍ دنده سرته رسولې ده. یا په بل عبارت، دغه ۳۳ کاله، مې محصلینو ته درس ورکړیدی، او د امتحان سوالونه، او د هغو حل مې ورته وړاندې کړیدی.
نو له ګرانو او قدرمنو لوستونکو څخه هیله کوم، چې دغه درسونو ته په کمه سترګه ونه ګوري.
پدغه درسونو کې به ان شاءالله هغه مثالونه وړاندې شي، چې عموماً شاګردان غلطي پکې کوي.
دغه لومړنی درس دی، او کېدای شي، پدغه درس کې یو نوی شی پیدا نکړئ. لېکن، اصلي خبره دا ده، چې شاګردانو ته، د دوی د سویې په کچه درس ورکړل شي.
د ریاضي د درسونو څخه وروسته به ان شاءالله، زه د خپل مسلک درسونه هم وړاندې کړم.

د پام وړ ټکي!
ډېر ځله مونږه یو کار کوو، لېکن، د هغو په هکله په غور سره فکر نه کوو. یعنې که چېرې هر کار ته ښه متوجه شو، نو بیا به راته معلومه شي، چې په ریښتیا سره، مونږه او تاسې یو کار کوو، لېکن، سم فکر نه ورته کوو.
په بل عبارت، مونږه ته هر وخت یو سوال راکړ شوی دی، او د هغو ځواب راڅخه غوښتل شوی. یعنې په یکطرفه جاده کې مو هر وخت حرکت کړیدی.
د مثال په توګه، مونږه او ستاسې ټولو ته هروخت داسې ویل شوي دي، چې فرضاً یو څیز مو په (۱۲۰) افغانۍ رانیولی، او غواړو، ۱۲ فیصده ګټه پکې وکړو، او هروخت مو دغسې سوالونه حل کړیدي. اما، که داسې راڅخه وپوښتل شي، چې یو څیز مو په (۱۳۰) افغانۍ خرڅ کړ، او په هغو کې مو ۱۳ فیصده ګټه وکړه، نو د رانیولو قېمت به یې څو وي!؟
د یادونې وړ ده، چې دغه د فیصدۍ موضوع په ابتداىٔیه کې تدریس کیږي، او شاګردانو ته باید د دوی د پوهې په اندازه سمه طریقه ور وښودل شي، چې دوی پرې پوه شي، او هېڅکله د فیصدۍ په سوالونو کې غلطي ونکړي.
کېدای شي، ځینې لوستونکي، دغه سوال د تناسب، او یا د معادلې له لارې حل کړي. لېکن، هغه عاجزان شاګردان، په هغه وخت کې په تناسب، او معادلو څه پوهیږي!
زه معمولاً د هرې لیکنې سره خپل ایمېل هم نوشته کوم، او دا پدې خاطر، که څوک غواړي وضاحت وغواړي، دوی کولای شي، له ما سره تماس ونیسي.
په پای کې د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته، د دعا دپاره دواړه لاسونه پورته کوم، او دعا کوم، چې الله (ج) د په افغانستان، او ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله (ج) ته قبوله او منظوره وي، او همدارنګه، الله (ج) دې، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي.

آمین یارب العٰلمین.
والسلام.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply