!د مجازي ګروپونو د مسىٔولینو او غړو د پام وړ

عبدالله وردک

0 1,025

انګلستان – اپرېل – ۲۰۲۱

نن سبا، کېدای شي، په ګران افغانستان کې د ډېرو خوراکي شیانو کموالی تر سترګو شي، لېکن، د افغانانو ترمنځ د مجازي ګروپونو یا پاڼو شمېره خو باالکل پرېمانه شتون لري. هرڅوک په ډېره آسانۍ سره، د واټس اَپ یو ګروپ جوړولی شي، او بیا خپل ملګري، د دوی له خوښې پرته پکې شاملولای شي.
لېکن، د دغې ګروپونو صحیح اداره کول نو بیا د هرچا کار ندی، او دومره ساده، او آسانه هم ندی، لکه څرنګه یې چې ځینې خلک په هکله فکر کوي.
ډېر ځله به داسې شوي وي، چې یو څوک کله سهار له خوبه را پاڅي، نو وبه ګوري، چې یوه چا د واټس اَپ په یوه ګروپ کې بېدون له اجازې شامل کړی دی.
ډېره د تعجب خبره خو بیا دا ده، چې که د ګروپ کوم ګډونوال یو داسې نظر ورکړي، چې د ګروپ د اډمنانو (مسىٔولینو) خوښ نه وي، نو بیا دغه مسىٔولین سمدلاسه هغه ګډونوال د دغې ګروپ څخه وباسي.
د یادولو وړ ده، چې ځینې مجازي ګروپونه خورا ګټور هم دي. دا پدې معنا، چې د دغو مجازي ګروپونو پذریعه، ځینې ګټور دیني او دنیوي معلومات تر لاسه کیږي، او همدارنګه ځینې ګډونوال یو له بله سره ښه انډیوالان او دوستان شي، او یا کېدای شي، په ځینو وختونو کې د دغو مجازي ګروپونو له لارې خپل ملګري او دوستان هم پیدا کړل شي.
په هر صورت، دغه مجازي ګروپونه هم ګټې، او هم تاوان لري.
غواړم چې د مجازي ګروپونو په هکله، دغه لاندې ټکي قدرمنو لوستونکو ته وړاندې کړم.
الف – ښه خو به دا وي، چې د مجازي ګروپونو مسىٔولین د ګروپونو اصلي مرام او لېنک، یوځای خپلو ملګرو ته واستوي. که څوک پخپله خوښه غواړي، چې په هغه ګروپ کې عضویت ترلاسه کړي، نو هغوی به بیا پخپله ځانونه پکې شامل کړي، او کنه، نو بیا به هېڅوک بېله اجازې په ګروپونو کې نه شاملیږي!
د دې ډول اقدام یوه ګټه به دا وي، چې ګډونوال به د مرامنامې او د خپل شوق مطابق، پدغه مجازې ګروپونو کې ځانونه ځای پر ځای کړي.
ب – کله چې یوه چا، د ور استول شوي لېنک پذریعه خپل ځان، په ګروپ کې شامل کړ، نو بیا دا غړي ته لازمه او ضروري ده، چې د دغې مجازي ګروپ ټول قوانین په ورین تندي مراعات کړي.
ج – د ځینو مجازي ګروپونو مسىٔولینو ته دغه مجازي ګروپونه په ریښتیا یو ډول امتیاز معلومیږي، او دوی فکر کوي، چې دوی د ګروپ د ګډونوالو آمرین دي، او دوی دغه حق ځان ته ورکوي، چې ځینې نفر پخپلو ګروپونو کې شامل، او ځینې بیا په ناڅیزه خبره له خپلو ګروپونو څخه خارج کړي. د ګروپونو د مسىٔولینو دغه کړنه، د دې پرځای، چې د یوه ګروپ د غړو ترمنځ اتحاد او اتفاق مابین ته راولي، په حقیقت کې د بې اتفاقۍ او خفګان سبب ګرزي. ښه به دا وي، چې کله یو څوک کومه جنجالي لیکنه، او یا خبره وکړي، نو هغوی ته باید په ښه طریقه قناعت ورکړل شي، او د هغوی پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شي.
همدارنګه، د ګروپ نور ګډونوال هم باید په مناسب وخت کې لازمه مداخله وکړي، او په ښه مناسبه طریقه، د بحث په هکله خپل نظرونه وړاندې کړي، تر څو دغه موضوع په سمه توګه حل او فصل شي. داسې ونشي، چې ځینې ګډونوال یو او بل سره ښه خفه کړي، او بیا وروسته یو څوک د یوه پوچ شعار تر نامه لاندې مداخله وکړي.
د یادولو وړ ده، چې الحمدلله، مونږه ټول مسلمانان او افغانان یو، او باید خپل سیاسي اختلافونه، د خبرو له لارې په ښه اسلامي او افغاني طریقه سره حل او فصل کړو.
د – هر وخت کوښښ وشي، چې د توهین او تحقیر ټکي، چاته ونه کارول شي، او یو د بل په مقابل کې له پوره زغم څخه کار واخستل شي.
که چېرې کوم وخت د ګروپ د ګډونوالو ترمنځ، د کومې موضوع په هکله، سیاسي بحث شروع وي، او له دوی څخه کوم یو، خپل زړه ښه تش کړي، او بیا سمدلاسه خپل ځان له ګروپه وباسي، نو دا ښه کار ندی، او داسې باید هېڅکله ونشي!
که څوک غواړي، چې د جنجالي بحث په نتیجه کې، مقابل نفر ته سپکې او سپورې ووایي، او پر هغه باندې غلطې ټاپې ولګوي، او ښه پرېمانه دروغ مقابل نفر ته متأسفانه ډالۍ کړي، او بیا سمدلاسه خپل ځان له ګروپه وباسي!
نو دا به ښایسته او مناسب کار نه وي، او باید د هېچا په هکله سرته ونه رسیږي.
ښه خو به دا وي، چې د ګروپ دغه غړی، لږ تر لږه شپږ ساعته وخت، د ګروپ نورو غړو ته ورکړي؛ تر څو مقابل نفر، او یا د ګروپ نور غړي، که غواړي، د ده د لیکنې په ځواب کې یو څه ولیکي!
ھ – د دغو ګروپونو ځینې غړي، متأسفانه داسې کوي، چې یو څوک د نورو په وړاندې په ناحقه ښه سپک کړي، او په هغوی پسې ښې سپکې او سپورې ووایي، نو کله چې بې ځوابه شي، نو بیا د مقابل نفر شخصي صفحې ته د معذرت یو پیغام واستوي. نه، داسې باید ونشي، او ټول پیغامونه، او‌لیکلي ځوابونه باید په همدغه ګروپونو کې سرته ورسیږي!
و – د یادولو وړ ده، چې زیاتره مجازي ګروپونه، له یوه څخه زیات مسىٔولین لري، او په دوی کې کله ناکله یو مسىٔول ډېر پخپل سر عمل کوي، چې په حقیقت کې دغه شانته کړنه، د نورو مسىٔولینو په مقابل کې هم یوه بې احترامي ده. پدغه حالتونو کې، دغه نور مسىٔولین، باید د دغه پخپل سر مسىٔول مخه ونیسي، او د ضرورت په وخت کې همدغه پخپل سر مسىٔول، له ګروپه خارج کړي، تر څو عدالت تأمین شوی وي!
دا خبره هم باید هېره نشي، چې د ګروپونو ټول ګډونوال هم خپل مسىٔولیت په ښه توګه اجراء کړي. یعنې، که کولای شي، کوم ګټور شی ولیکي، خو ډېر ښه، او کنه، له داسې لیکنو څخه ډه ډه وکړي، چې هغه اختلاف ته لمن ووهي.
همدارنګه، د یوه ګروپ غړي، نورو ګروپونو ته یو شی ددې په خاطر، کاپي نکړي، چې هغه د مختلفو ګروپونو ترمنځ ناحقه جنجال را پیدا کړي.
همدا شانته، له تکراري شیانو څخه جداً پرهېز وشي!
کله کله یوه چا ته داسې فکر پیدا شي، چې ځینې ګډونوال بغیر له خپلو لیکنو، د نورو لیکنې نه لولي. ددې خبرې ثبوت دا دئ، چې زیاتره وخت عین مضمون او یا عین وېدیو یوه بل غړي، یو څو دقیقې مخکې پدغه ګروپ کې اچولې وي!
همدارنګه، که یو څوک غواړي، چې د بل چا لیکنه، او یا وېدیو، پخپل ګروپ کې نشر کړي، نو هغوی ته لازمه ده، چې هغه لیکنه، او وېدیو، تر آخره یوځل مکمله په ترتیب سره، ولولي او یا وګوري، او کله چې ښه مطمىٔن شو، نو بیا یې د په ګروپ کې واچوي!
هېره د نه وي، چې هم صدقهٔ جاریه، او هم ګناه جاریه، شتون لري، او داسې ونشي، چې خدای مکړه، د صدقهٔ جاریه پرځای، د ګناه جاریه. مرتکب شو!
دا ټکی هم باید ذکر شي، چې د یوه ګروپ غړي، د هغه ګروپ مسىٔولین هغه کار ته مجبور کړي، چې دوی هېڅکله نه غواړي، هغه سرته ورسوي!
د یادولو وړ ده، چې په ځینو سیاسي ګروپونو کې حتمي ځینې مشران هم وجود لري، او د دوی لپاره دا حتمي او ضروري ده، چې د یوې جنجالي موضوع په هکله قاطع او کره نظر وړاندې کړي، او د خاموشۍ له کپسوله ځانونه را بهر کړي!

د پام وړ ټکي!
زما په فکر سره، کله چې یو څوک یوه لیکنه کوي، او بیا یې لوستونکو ته وړاندې کوي، نو د هغه لیکوال حتمي دا مقصد وي، چې قدرمن لوستونکي هغه لیکنه لومړی ښه په غور سره ولولي، او بیا د هغو په هکله که غواړي، خپل نظر په ښه طریقه وړاندې کړي.
نو کله چې یو څوک د بل چا لیکنه په غور سره لولي، او بیا کوم سالم تنقید پرې کوي، نو دغه نفر، که تقدیر کیږي نه، نو باید توهین خو هم نشي. هېڅوک هم له ځانه پوره ندي، او ټول یو د بل مشورو او کمک ته ضرورت لرو، او باید د نورو غړو مشورو ته د قدر په سترګه وکتل شي، او مونږه ټول باید یو له بله یو څه زده کړو!
ما پخپله خو الحمدلله، له دغه ګروپونو څخه ډېر څه زده کړي دي. زه به هر وخت د هرچا ښې مشورې په دواړو سترګو قبول کړم. خو یوه خبره هم باید وکړم، چې الله (ج) د ماته هم  خیر پېښوي، چې یو څوک ما ددغې لیکنې په خاطر، له خپل ګروپه ونه باسي!؟
په پای کې د الله (ج) لوی او مهربان دربار ته، د دعا لپاره لاسونه پورته کوم، او دعا کوم چې الله (ج) د هغه شانته سوله په افغانستان، او په ټوله نړۍ کې راولي، چې الله (ج) ته قبوله او منظوره وي، او همدارنګه، الله (ج) دې، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي. آمین یارب العٰلمین.
والسلام

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply