په درې ولایتونو کې ۱۸۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي نیول شوي

0 1,093

 پولیسو د هېواد په درې ولایتونو، بدخشان، غزني او پنجشیر کې ۱۸۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي نیولي.
له نشه یي موادو سره د مبارزې معینت د رسینو دفتر وايي، چې پولیسو د غزني ولایت په مرکز کې د نشه يي موادو پر یوې ذخیرې د برید په نتیجه کې ۲۳ کیلوګرامه چرس ونیول.

په ورته مهال بیا د پنجشېر په بازارک سیمه کې د پولیسو له لوري د تلاشي پر مهال ۱۹ کیلو ګرامه نشه يي توکي نیول شوي.

بل طرف بیا بدخشان ولایت کې ۱۴۰ کېلو ګرامه هغه نشه يي توکي نیول شوي، چې له بهارک ولسوالي څخه  په یوه بار وړونکي موټر کې د وردوج ولسوالي له لارې له هېواده بهر قاچاق کېدل.

د هېواد په درې ولایتونو کې د ۱۸۰ کیلو ګرامه نشه يي توکو د نیولو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي، چې تېره ورځ د کرنې وزارت ویلي و، چې هڅه کوي په ټول هېواد کې د نشه يي توکو د کښت پر ځای د میوه لرونکو بوټو کښت دود کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply