د پښتو ژبې د ورځې په پلمه

پوهندوی آصف بهاند

1,510

د پښتو ژبې د ورځې په پلمه

د مورنۍ ژبې ته د خدمت اصلي لارې او اصول

مورنۍ ژبه پښتو یوه ونه وگڼئ چې بېلابیلې څانگې او په زرگونو، لکونو او لا میلیونونه پاڼې یا لغتونه لري، دا ونه که اوبه نه شي، که ونه پالل شي؛ نو څنگه هیله کولای شئ چې د دې ونې پاڼې زېړې نه شي، ونه رژېـږي او ونه زړه او پوده نه شي.

د پښتو ژبې د ساتلو، خوندي کولو، غني کولو او په نړیوال ډگر کې یې د نورو ژبو سره د سیالۍ جوگه کولو له پاره د مورنۍ ژبې د یو عملي خدمتگار نظر داسې دی:

«… هر څوک باید د خپلې مورنۍ ژبې د لمانځنې، پالنې، روزنې او پانګمن کولو حق ولري، خو ژبه په تشو نارو، سورو، چغو او هغې ته د لویو ستاینو په ورکولو نه پانګمه کېـږي او نه وده کوي .

ژبه د علمي، تخلیقي آثارو په رامنځته کولو، ژبه کېـږي او تر ټولو مهمه دا چې ژبه باید په غوره توګه سیاسي، اقتصادي، فرهنګي شي.»

یو بل نظر بیا داسې دی:

»د مورنۍ ژبې د ودې لپاره داسې متون تولید کړئ، چې د اړتیا له مخې نورو ژبو ته وژباړل شي. په ګیلو او شخړو هیڅوک ستاسو د ژبې متون خپلو ژبو ته نه ورژباړي. نورو ژبو ته د یوې ژبې د تولید کړیو متونود ورژباړلو اړتیا په دغو حالاتو کې پېښیږي:

۱ -چې په یوه ژبه کې علمي متون تولید شي او د نورو ژبو کاروونکي یې د علمي اړتیا په پار وژباړي:

انګریزي، جرمني او فرانسوي یې په ساینس، فیلوسوفي، ټولنیزو پوهنو او ادبیاتو کې بېلګې دي.

۲ -د یوې ژبې بډای ادبي تاریخ، چې پخواني افکار، بلاغي ارزښتونه او ځواکمن بشري پیغامونه ولېږدوي؛ هیندي، پارسي او ځینې نورې ژبې د ژباړې لپاره همداسې وړتیا لري. په نړۍ کې د مهابهارت، رامایانا، کرینکا دمنکا (کلیله و دمنه)، بلخي مولانا، حافظ، غزنوي سنایي، فردوسي او نورو زرګونه ژباړې شته.

۳ -چې یوه ژبه دیني متون ولري او په نړۍ کې د نورو ژبو خلک یې په دې پار متون ورژباړي، چې عقیده پرې لري؛ عبري او عربي دواړه دا ځانګړنې لري. په نړۍ کې ګڼ مسلمانان شته، چې پر دیني متونو د پوهېدو لپاره عربي زده کوي او ژباړي یې.

 ۴ -هغه ژبه چې د کار، تولید او اقتصاد پیاوړتیا ورسره تړلې وي؛ چینایي ژبه سخته، خو نن سبا په پراخېدو ده، نه د دې لپاره، چې چینایان ډېر مېړني، اتل او غیرتي خلک دي، بلکې د دې لپاره چې تولیداتو یې د ټولې نړۍ بازارونه فتح کړي دي او ښکاره خبره ده، چې له تولیدي کالیو سره به یې ژبه هم پلویان مومي.

د امریکا په لویه وچه کې بومي سورپوټکي قومونه ډېرغیرتي خلک ول، جګړه یې زده وه، تاریخ یې هم لسو زرو کالو ته رسېده، خو نن یې نه ژبه شته او نه یې هم قومي هویت.»

دا مورنۍ ژبې ته د خدمت اصلي لارې او اصول دي، اوس مو خوښه چې تشې شعارونه ورکوئ او که د دې اوصولو پر بنا د خپلې مورنۍ ژبې د ساتلو او شتمنولو له پاره عملي کار کوئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.