امریکا د افغانستان نظامي مرسته کې ۳۰۰ میلیونه ډېروالی راوستی

796

د امریکايي سرتېرو له وتلو سره سم امریکا د راتلونکي کال لپاره د افغانستان نظامي بودیجه ۳۰۰ میلیونه ډالره لوړه کړې ده.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، د بایډن ادارې ټولټال ۷۱۵ میلیارډه ډالر دفاعي بودیجه وړاندېز کړې، چې ۳،۳ میلیارد ډالر یې د افغانستان لپاره ځانکړې شوي دي.
سرچینه کاږي، چې د تېرو کلونو په پرتله د افغانستان نظامي بودیجه کې ۳۰۰ میلیونه ډالر لوړ والی راغلی دی.
دوی زیاتوي، چې د امریکايي سرتېرو وتلو سره سم باید دفاعي تشې افغان ځواکونو ډکې کړي؛ تر څو وکولای شي په سمه توګه د ترهګرو پر وړاندې وجنګیږي.
دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې افغانستان سره به نورو بشري مرستو ته هم دوام ورکړي.
باید یاده شي، چې تر دې وړاندې هم امریکا خبر ورکړی وو، چې افغان ځواکونو ته به په بهرنیو هېوادونو کې د زده کړو زمینه برابره کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.