مورنۍ ژبه او نوې تکنالوژي (د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ)

پوهندوی آصف بهاند

238

«موږ له دولتي، حکومتي او نورو زياتو اړخونو څخه بې وزله او يتيم ولس يو، خو لا تر اوسه ژوندي يو. مخ په وړاندي د ژوندي پاته کېدو او سيال کېدو لپاره بايد يو بل ته لاس ورکړو او په زياته زموږ د ژبې د بقا لپاره ګډ کار وکړو، ځکه چې زموږ د ژوندي پاته کېدو لپاره زموږ د ژبې ژوندۍ پاته کېدل حتمي دي. د ژبې د ژوندۍ پاته کېدو لپاره د هغې عصري او ديجيتل کېدل حتمي دي. دا په دې معنی چې د ولس په توګه زموږ ژوند پر سم وخت زموږ د ژبې د ديجيتل کېدو سره تړلی دی

(احمدولي اڅکزی)

په څو ورستیو کلونو کې د مورنۍ ژبې ورځ لمانځل په یوه دود بدل شوی و، خو اوس لیدل کېـږي چې د مورنۍ ژبې له‌پاره داسې کار چې هغه ژوندۍ پاتې شي، خو پرېـږده، اوس داسې محسوسېـږي چې دا دود هم ورور خپل خوند او رنگ بایلي.

د مورنۍ ژبې ورځې لمانځلو په پار مې په ۲۰۱۹ ام کال کې د یوې مقالې په ترڅ کې داسې لیکلي وو:

«ژبه د انسان د اوږدو تجربو ټولگه ده. څوک چې ژبې ته په کم ارزۍ گوري او د ژبې وییونو ته په تیټه سترگه گوري، په حقیقت کې د بشر تاریخي ودې ته ارزښت نه ورکوي. دا باید په یاد وساتل شي چې له ژبې سره ساده او سطحي چلن، په اصل کې له انسان سره هماغسې چلن دی. ژبه د لسگونو زرو لغاتو لښکر دی چې وروسته له ډېرو کړاوونو او تجربو برابر شوی دی او دې د کار وړ لښکر ته باید درناوی وشي، ځکه چې هر چپرې یې کارولی شئ.

څوک چې د ماناوو دې لښکر ته ارزښت نه ورکوي او یا په درنه نه ورته گوري، هغوی د بشریت د اوږدو ـ اوږدو مودو تجربې بې ارزښته گڼي.

که حقیت ته ځیر شو، ژبه په اصل کې بېرته انسان ته، د ده د باندني چاپېریال ژباړه ده او باندني چاپېریال ته د ده ورژباړل دي.  ژبه د انسان او فزیکي ـ ټولنیز چاپېریال په منځ کې د اړیکو وسیله ده.

ژبه یوه بهانده، خوځنده او د بدلېدو په حال کې پدیده ده، که کار او پاملرنه ورته وشوه، خوځېدونکې او غني کېدونکې به وي او که کرار لاس تر زنې ورته کینو، له تلو او خوځیدو لویـږي او د مرگ دایرې ته ورننوزي.

هر څومره چې ژبې په پوهې، مالوماتو، فنونو او تکنالوژۍ باندې سمبال شوې وي، همغومره غني او د نړۍ په اسرارو خبرې او پوه وي؛ په همدې سبب علمي ژبې گڼل کېـږي او ویونکي یې همغومره پوه او د نړۍ په پوهېدنه باندې برلاسي وي.

مورنۍ ژبه یوه ونه وگڼئ چې بېلابیلې څانگې او په زرگونو، لکونو او لا میلیونونه پاڼې یا لغتونه لري، دا ونه که اوبه نه شي، که ونه پالل شي؛ نو څنگه هیله کولای شئ چې د دې ونې پاڼې زېـړې نه شي، ونه رژېـږي او ونه زړه او پوده نه شي.

زما مورنۍ ژبه پښتو به، زما د دننني او باندي جهان ژباړه په بشپـړ ډول نه شي کولای، خو څنگه چې ما د خپلې مور غږ په همدې ژبه اورېدلی دی، لومړني توري او وییونه مې په همدې ژبه اورېدلي دي، د مینې لومړنی غږ مې په همدې ژبه اورېدلی دی؛ لیکل په همدې ژبه کوم، او تر ټولو ژبو ډېر، له دې ژبې سره پاتې شوی یم؛ ځکه نه شلېدونکی عاطفي اړیکې ورسره لرم او د مور په څېـرراته گرانه ده.

تر هر څه مخکې د دې خبرې یادول اړین دي چې د مورنۍ ژبې د ورځې لمانځنه یوه تفریح او وخت تېرونه نه ده. دلته یا د نړۍ په هره بله برخه کې چې د مورنۍ ژبې ورځ لمانځل کېـږي، اصلي موخه یې د خپلې مورنۍ ژبې د بقا و غنا له پاره مبارزه او هلې ځلې دي…»

اوس باید څه وکړو؟

حللارې:

پرته له شکه چې همدااوس پښتوژبه د خپلې بقا له‌پاره له گڼو ستونزو سره لاس‌گرېوان ده. له دې حالت نه د وتلو له پاره موږ دا دندې په مخ کې لرو:

ــ د پاسنیو یادو نیمگړتیاوو ټولې هغه برخې چې په خپله پښتنو زېـږولي دي، په خپله یې باید په هوښیارتیا سره اصلاح او رفع کړي،

ــ په لومړي گام کې باید د یادو تېـروتنو مخنیوی او نه تکرار له شخص او کورنیو پیل کړو، تر وړکتون، ښونځي، پوهنځي، دولتي او شخصي ادارو پورې، په ټولو ځایونو کې جدي پام ورته وکړو،

ــ موږ خپله باید خپله مورنۍ ژبه پښتو ووایو او وې لیکو،

ــ موږ که خپل وخت بېځایه ضایع نه کړو ښه به وي. هغه وخت چې په کې ځان سلامت او نور ملامت گڼو یا په هرمجلس کې ځانونه سپینې کوترې گڼو او مقابل لوری تور کارغان؛ که په هغه وخت کې د خپلې ژبې د غني کېدو او علمي کېدو په نیت، یوه پاڼه مطالعه وکړو، یوه کرښه ولیکو، یا د تخلیق په باب فکر وکړو، یا یو پروگراف ژباړه وکړو؛ نو په ورو ـ ورو به مو ژبه د غنا پر لوري حرکت وکړي، شتمنه به شي او له مرگ نه به وژغورل شي.

موږ هر یو که د خپل ورځني، میاشتني او یا کالني مصرف ډېره لږه سلنه په خپله مورنۍ ژبې باندې د کتابونو خپرېدو او چاپ او د سواد زدکړې او عامېدو له پاره وسپموو، ژبه به مو له دې خوار حالت نه ووزي او مخ په بره به روانه شي.

ــ پښتون باید له تعلیم سره پخلا شي او په نوې او مدرنې تکنالوژۍ سره ځان داسې سمبال کړي چې د تمدن له کاروان سره اوږه په اوږه روان وي، ځکه چې د مورنۍ ژبې د ساتنې، پالنې او پرمختگ اصلي لار په نوې بڼه تعلیم دی،

ــ زدکړي (تحصیل کړي) خلک باید خپله پوهه او علمي تجربې په خپله مورنۍ ژبه په میډیا کې وړاندې کړي، چې د اړتیا له مخې خلک اړ شي چې دا ژبه زده کړي،

ــ په هر ډول چې کېـږي پښتانه باید خپله مورنۍ ژبه د کمپیوتر جال ته ورننباسي او دا کار په علم سره کیـږي، نه د شپنۍ له ډانگ سره،

ــ د مورنۍ ژبې له پاره چئ عملاً کار وشي، که ډېر لږ هم وي، د درناوي وړ دی او که بې عمله خبرې په کلونو ـ کلونو وشي، هسې باد په توره وهل دی. موږ باید عملي کار وکړو،

ــ په مورنۍ ژبه باندې زدکړې د هرچا حق دی، په مورنۍ ژبه هر څه ډېـر ښه زده کېدای شي، او دا حق هر چېـرې چې وي باید د تر لاسه کولو له پاره یې کار او مبارزه وشي،

ــ موږ ته هر ډول ضرر چې متوجه شوی او رسېدلی دی، له خپل جهالت نه مو دی، نو ځکه باید جهالت له ځانه وشړو او د شړلو یوازینۍ وسیله یې تعلیم دی کله چې تعلیم یافته شوو، بیا نو هر څه سمولای شو، هر څه سم کارولای شو او په قدر یې هم پوهېدلای شو، له هغې ډلې نه مورنۍ ژبه،

ــ زموږ د تیرو نسلونو او اوسني نسل یوه تېـروتنه دا ده چې له دوی څخه ډیری د سیاسي بُتانو او باباگانو په لمنو پورې نښتي وي، دا کار باید دوی پرېـږدي. تشې خبرې او بې گټې شعارونه بیا، بیا تکرارول، نه د چا ورځني ژوند ته گټه رسوي او نه هم مورنۍ ژبې ته،

ــ پښتانه باید په عملي ډول د خپلې ژبې د غنا له پاره له تعلیم کولو وروسته د علومو او هنرونو په ټولو برخو کې د علمي او هنري آثارو په لیکلو او ژباړلو باندې پیل وکړي، څو ژبه غني شي او له مرگ نه وژغورل شي،

ــ «مورنۍ ژبې ته تر ټولو لوی کار دا دی، چې انسان ته د ګټې او خیر رسولو پوهه او ادبیات په کې ډېر شي.

انسانوژونکي ادبیات د مورنۍ او پلرنۍ دواړو ژبو بنسټ ویجاړوي. د نړۍ تر نیمایي زیات نفوس غواړي انګریزي زده کړي، ځکه د پوهنې، اقتصاد، پوهاوي او اړیکو ژبه ده. ډېر لږ کسان پوهیـږي، چې په انګریزي کې د ویاړنو، حماسو، وژنو او وهنو څومره ادبیات شته؟ انګریزي نه زړه ژبه ده، نه سوچه او نګه، ګرامر یې له یوې لرغونې (ژرمانیک) ژبې راپور کړی او وییپانګه (لغوي ذخیره) یې له لسګونو نورو (لاتین، فرانسوي، جرمني، یوناني او…) ان چې انګریزي څوک د شکسپیر لپاره هم نه زده کوي، بلکې انګریزي د معاش او ډوډۍ لپاره غوره کیـږي.

که مورنۍ ژبه درباندې ریښتیا ګرانه وي، په شعارونو نه، بلکې په پوهنه یې بډایه کړئ او ویونکیو ته یې د انساني ژوند د لاښه والي شرایط برابر کړئ.

تر هغو، چې د یوې ژبې ویونکي ځواکمن نه شي، ژبه ځواکمنېدای نه شي.»

ــ موږ باید خپله ژبه دومره غني کړو چې نه یوازې یې ویونکي خپل اړین علمي هنري مواد په خپله مورنۍ ژبه پیدا کړای شي، بلکې د نورو ژبو ویونکي، په دې ژبه کې د شته آثارو نه د استفادې په خاطر دا ژبه باید زده کړي،

ــ زموږ د مورنۍ ژبې په برخه کې بله اساسي ستونزه د پښتني میندو له سواد او زدکړو نه د محرومیت مسأله ده.

څنگه چې د مورنۍ ژبې له نامه څخه څرگندېـږي، بنیاد او سټه یې مور ده او کله چې مور له سواد، ښونځي او پوهنځي نه لرې او محرومه وي، څنگه کولای شي چې خپل ماشوم ته خپله ژبه په سمه توگه ورزده کړي او د زده کولو، ساتلو او پاللو پر ارزښت یې پوه کړي.

له بده مرغه چې د ډیری پښتنو پر ذهن باندې د «ښځه یا په کور یا په گور» پالیسي تر اوسه پورې هم حکومت کوي. د همدې پالیسۍ په دایره کې او د «غیرت» د دیوالونو په منځ کې ښځه نه شي کولای د مورنۍ ژبې په برخه کې خپل اصلي رسالت تر سره کړي. د دې استدلال له مخې موږ خپله د خپلې مورنۍ ژبې ودې او پرمختگ ته پاخه دیوالونه جگ کړي دي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول مو د خپلې مورنۍ ژبې مخه ډب کړې ده.

ــ ښاغلي یون د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ پر شپـږمه نېټه، د یوه ځانگړي ملي سیاسي وړاندیز په ترڅ کې دا زېری هم ورکړ چې:

«لومړی کار او زېری دا دی چې د یوه کال په بهیر کې به د ټولو پښتنو افغان پوهانو له نظرونو څخه د پښتو ژبې د ودې ماسټر پلان جوړوو…»

که په ریښتیا سره د ښاغلي یون دا وړاندیز د عمل جامه واغوندي، نو همدې ته د پښتو مورنۍ ژبې له پاره، پرته له لاپو نه عملي کار ویل کېـږي.

اوس نو که څوک د مورنۍ ژبې بقا، غني کېدل او پرمختگ غواړي، نو د پښتنو له لوري دا زیـږول شوې ستونزې، په خپله پښتانه باید لرې کړي او که ځان بدل نه کړو، زموږ او زموږ د مورنۍ ژبې حال به تر دې هم بد وي.

ــ د نړۍ راتلونکې ژبه د تکنالوژۍ ژبه ده، موږ باید پښتو او پښتانه له تکنالوژۍ خبر او ورسره مل کړو، که نه نو د پښتو او پښتنو گلیم ټول گڼه،

ــ زما له نظره د اوسني نسل د مبارزو فوکس باید پر تعلیم باندې وربرابر وي. له کلي نیولې بیا تر ښاره، له داخل نه نیولې تر بهر پورې، که هم دا اوسنی نسل او هم راتلونکي نسلونه په نوې تکنالوژۍ سمبال او تعلیم یافته وي، بیا د هر څه په ارزښت پوهېـږي. د وطن، د خلکو، د ملي گټو… او د مور او مورنۍ ژبې پر ارزښت هم.

ما کومې کرښې چې تېرکال د مورنۍ ژبې په پار لیکلې وې، هلته مې دا وړاندیز وکړ چې هرڅوک چې مورنۍ ژبې ته د خدمت شوقیان وي، د مورنۍ ژبې د تلپاتې‌کېدو، علمي کېدو او اقتصادي کېدو د نړیوالو قوانینو په رڼا کې دې کار ورته وکړی او هرکال دې د مورنۍ ژبې په ورځ کې، مورنۍ ژبې ته د خپلو ترسره کړو کارونو یو لنډ رپوټ په میډیا کې وړاندې کړي. ما تېرکال دا کار وکړ او په میډیا کې مې لنډ رپوټ خپور کړ او دا دی سږ هم دا کار کوم. لومړی د تېرکال ( ۲۰۲۲ ام کال له فبرورۍ نه د ۲۰۲۳ ام کال تر فبرورۍ پورې د رپوټ یوه برخه:

زما له نظره د مورنۍ ژبې په باب د حساب او کار خبره دا ده چې:

هر هغه څوک چې مورنۍ ژبې ته د خدمت هیله کړې وه او اوس هم د خدمت هیله لري، یوازې دې د مورنۍ ژبې لپاره په تېر یوه کال کې د خپل ترسره کړي کار په باب لنډ رپوټ وړاندې کړي چې چا په دې تېر یوه کال کې خپلې مورنۍ ژبې ته څه ډول او څومره کار کړی دی؟

د پاسنیو خبرو په رڼا کې هرڅوک کولای شي ما وپوښتي چې تا په دې تېر یوه کال کې څه کړي دی، زه به په لنډ ډول ووایم چې:«

ــ په تېر یوه کال کې ما په برېښنایي خپرونو کې یوسلواته اویا (۱۷۸) مطالب (شعرونه، مقالې، کتابونه) لیکلي او خپاره کړي دي چې د هغو په ډله کې د:

ــ کورونایي لنډۍ،

ــ د تللو یادونه، دویم ټوک،

ــ د افغانستان پر ماشوانو او کوچنیانو باندې د تاوتریخوالي څونامي،

ــ ژوندي یادونه، دویم ټوک.

تر سرلیکونو څلور ټوکه کتابونه هم شامل دي.

زما یادې مقالې، شعرونه او کتابونه په لاندې لینک کې لوستلای او لیدلای شئ:

http://www.afghan-german.com/tahLiLha/EditAutor.aspx?95

د هغه تر څنگه مې د «افغان جرمن پورتال» د لیکني هیأت د غړي په توگه په سلهاو مقالې ایدت او پرلیکه کړي دي، چې ډېره سلنه یې زما په مورنۍ ژبې پښتو لیکل شوې دي.

«د افغانستان لوی قاموس» د بشپـړلو د کار په ترڅ کې مې، په تېر یوه کال کې تر پنځه زره (۵۰۰۰) ډېر دري لغتونه په پښتو ژبه باندې ژباړلي دي،

گڼو افغان فرهنگیانو سره مې فرهنگي اړیکې ټینگې کړي او له هغو سره مې د مطالبو په سمونه کې مشورې کړي او مرستې کړې دي.

او…»

او اوس د تېر یوه کال (د ۲۰۲۳ ام کال د فبرورۍ له ۲۱مې څخه د ۲۰۲۴ ام کال د فبرورۍ تر ۲۱مې پورې) رپوټ وړاندې کوم:

ــ په تېر یوه کال کې ما په برېښنایي خپرونو کې یوسلوپنځه‌اتیا (۱۶۰) مطالب (شعرونه، مقالې، کتابونه) لیکلي او خپاره کړي دي چې د هغو په ډله کې:

ــ ژوندي یادونه، دویم ټوک،

ــ د نجونو د تعلیم مخنیوي تاریخي مسؤلیت چا ته ورله غاړې دی؟،

ــ د لنډیو پرټټر باندې د کډوالۍ انځور (د لنډیو ټولگه)،

ــ د تللو یادونه لومړی ټوک چې پخوا په انلاین بڼه خپور شوی و، د ۲۰۲۴ ام کال په جنورۍ کې چاپ او خپور شو.

تر سرلیکونو څلور ټوکه کتابونه هم شامل دي.

زما یادې مقالې، شعرونه او کتابونه په لاندې لینک کې لوستلای او لیدلای شئ:

http://www.afghan-german.com/tahLiLha/EditAutor.aspx?95

د هغه تر څنگه مې د «افغان جرمن پورتال» د لیکني هیأت د غړي په توگه په سلهاو مقالې ایدت او پرلیکه کړي دي، چې ډېره سلنه یې زما په مورنۍ ژبې پښتو لیکل شوې دي.

«د افغانستان لوی قاموس» د بشپـړلو د کار په ترڅ کې مې، په تېر یوه کال کې د پنځه زرو (۵۰۰۰) په شا و خوا  کې دري لغتونه پښتو ژبې ته راژباړلي دي،

گڼو افغان فرهنگیانو سره مې فرهنگي اړیکې ټینگې کړي او له هغو سره مې د مطالبو په سمونه کې مشورې کړي دي.

او…

دا دی بیا د فبرورۍ میاشتې یوویشتمه نېټه په رانږدې کیدو ده او د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې د لمانځلو وخت رارسېـږي. د مورنۍ ژبی د ورځی د رارسېدو او لمانځلو په پار بیا هم لکه تل شعارونه، شعرونه، مقالې او… لیکل کېـږي او هرڅوک د یو څو لنډو ورځو لپاره په ډېـر خوند او رنگ سره د دې ورځې د اهمیت په باب خبرې کوي، غورې کوي، شعارونه ــ غـږونه اوچتوي او ښایی ځینې وعدې به کوي چې موږ به دا کوو او موږ به هغه کوو؛ خو د حساب او کار خبره به یا هـېڅوک ونه کړي او که یې وکړي هم، د گوتو په شمېـر خلک به وي.

د مورنۍ ژبې د ژوندي پاتې‌کېدو له پاره تر دې کارونو لا مهم کار دا دی چې ژبه باید د نوې تکنالوژۍ سره اشنا او څنگ په څنگ روانه وي.

د نړۍ په اوسنیو علمي مسایلو کې دا یوثابت شوی حقیقت دی چې د ژبې د ژوندي پاتې‌کېدلو د نورو اړینو شرطونو ترڅنگ ژبه باید ديجيتل کړای شي، که نه د تکنالوژۍ د کاروان له لیکې وزي او وروسته پاتې‌کېـږي.

د پښتو ژبې د دیجتلایزېشن په برخه کې تل فعاله ځوان احمد ولي اڅکزي په دې باب داسې لیکلي دي:

«دا چې په اوسني او راتلونکي عصر کې يوه ژبه به تر کوم وخته ژوندۍ او د سيالۍ وړ پاته کيږي، دا په دې پوري تړاو لري چې په کومه اندازه ډيجيټلايز شوې ده. د يوې ژبې د ډيجلايز کېدو لپاره د دغې ژبې د متونو ډيجټل کول، د ژبې کمپيوتري موډلونه جوړول، د ژبې لوی او پراخ کارپورا رامنځته کول، د ژبې معياري کول او د ژبې موادو ته لاسرسی عامول له مهمو او حتمي ګامونو څخه دي. دا چې پر حکومتي او دولتي سطحه د پښتو ژبې د ډيجيټلايز کېدو لپاره د کافي هلو ځلو امکانات په نژدې لسيزو کې نه تر سترګو کيږي، نو که پښتانه غواړي چې ژبه يې ژوندۍ پاته شي، هغوی بايد د دغې ژبې د ډيجټلايز کولو لپاره په شخصي او خصوصي سطحو باندې کار وکړي.»

دغه راز ښاغلي اڅکزي د ژبې او تکنالوزۍ د اړیکو په باب د ۲۰۲۳ ام کال د اگست په دولسمه نېټه د «د پښتو ژبې ژوند او نوې تکنالوژي» ترسرلیک لاندې یو ډېر گټور مطلب خپور کړی دی چې زه یې دلته رااخیستل اړین گڼم:

«د پښتو ژبې ژوند او نوې تکنالوژي:

د دې لپاره چې کمپيوتر، موبايل، ټبلېټ، تلويزيون او نور ځيرک اليکترونيکي آلات کار وکړي، ورته د چلوونکي يو کمپيوتري نظام ضرورت وي چې ورته آپرېيټينګ سيسټم ويل کيږي. د مثال په توګه زيات کمپيوترونه په تجارتي سيسټمونو لکه وينډوز Windows، يا د اېپل په OS چليريږي. همدا شان موبايلونه اکثريت اوس په اندرويد او iOS باندې کار کوي. د کمپيوتري آلاتو د چلولو لپاره آپرېټينګ سيسټمونه حتمي او ضروري دي.

دا چې پښتو لا تر اوسه په دې ډګر کې څومره شاته پاته ده، له دې څخه ښه اټکل کېدلای شي چې په ټوله نړۍ کې د اکثريت پروګرامرانو لخوا کارول کېدونکي آپرېټينګ سيسټم اوبونتو Ubuntu کې لا پښتو غيرحاضره ده.

هغه ژبې چې غواړي ژوندۍ پاته شي، هغوی بايد د عصري ټينکالوژۍ په هره څانګه کې ځان ته ځای او ونډه په لاس راوړي. د مثال په توګه هغه بنيادي او حد اقل ونډه به يې دا وی چې په ټولو سيسټمونو کې يې ليکل، لوستل او پروسس کول ممکن وي. پښتو تر دمګړيه د يو له تر ټولو مهمو آپرېټينګ سيسټمونو په نورو مروجو سيسټمونو کې د «حداقل» ونډه تر يوې اندازې په لاس راوړې ده. يعني که ويڼډوز دی، که د اېپل سيسټم دی او که انډرويډ دی، پکښي پښتو ليکل کېدلای او تر يوې اندازې متون يې پروسس کېدلای شي. خو دغه «حداقل» ونډه په هيڅ صورت کفايت نه کوي. دا ځکه چې په اليکترونيکي اوزارو کې د يوې ژبې صرف ليکل کېدل يا لوستل کېدل د دې ضمانت نشي کولای چې د نوي ټيکنالوژۍ په روان انقلاب او د روانې سيالۍ برخه او ونډه واله به پاته شي.

په لوی احتمال به يو وخت ټولې هغه ژبې له منځه ولاړې شي چې د نوي ټيکنالوژۍ له يون څخه شاته پاته دي. له دې کبله بايد هره هغه ژبه چې ژوندۍ پاته کېدل غواړي، حتما او لازما به ځان په نوې ټيکنالوژۍ کې په اصطلاح «اپ ټو ډېټ» يا د نورو سره قدم په قدم ساتي.

په نوې ټيکنالوژۍ کې د يوې ژبې برخه وال کېدل د نورو فاکتورونو تر څنګ په دې معلوميږي چې په شته تخنيکي آسانتياو لکه ژباړه، ږغ و متن ته او متن و ږغ ته په اوتوماتيکه توګه اړولو آسانتيا، د چاپ شوي متن څخه و ايډيټ وړ متن ته د متونو اوتوماتيکه د اړولو آسانتيا، په مصنوعي ځيرکتيا کې يې ونډه او په ټولو مهمو سيسټمونو کې ورته بنيادي جوړښتونه شته دي که نه.

د دې لپاره چې پښتو په نوې ټيکنالوژي کې خپله ونډه ترلاسه کړي، ورته په لوړه اندازه لا زيات او په زياته رضاکارانه کار ته اړتيا سته. خو له بده مرغه د دغې ژبې ويونکي اکثريت هغه باتعليمه او بې تعليمه کسان چې ورته د انټرنټ له لارې و ټولو علومو ته په وړيا توګه د لاسرسي کړکۍ خلاصه کړل شوې ده، هغوی خپل وخت او امکانات په ډيرو تکراري او بې سوده موضوعاتو ضايع کوي. د دې پر ځای چې يا خو خپله يو ابتکار وکړي او يا د بل ابتکار کوونکي کس يا ډلې سره ملګری، شاګرد او سهولتکار شي، بس سياست، ډم و ډب، ځان بهتر ښودنې يا بې برخې تماشه کولو کې وخت تېروي. هغه چې اکاډميک کسان يې دي، د هغوی هم اکثرا زور پر تکراري او د ژبې او ولس د راتلونکي او پرمختګ لپاره پر موضوعاتو د تمرکز کولو پر ځای پر تکراري او بېسوده ساحو او موضوعاتو وي.

د پښتو ژبه په عاجله توګه د نوي ټيکنالوژۍ کارپوهانو، رضاکارانو، سهولتکارانو، ملاتړو او ورته لابي کوونکو ته اړتيا لري. که خپله نشئ کولای، نو خپل اولادونه دې ته وهڅوئ چې يا خو د خپل اصلي مسلک او کسب تر څنګ په نوې ټيکنالوژي کې هم پوه ترلاسه کړي او يا له سره پکښي تحصيل او زدکړې او بيا د پښتو لپاره عملي کار وکړي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۳ کال د اګست ۱۲ نېټه»

د دې کرښو په پای کې د مورنۍ ژبې په باب زه یو ځل بیا خپلې خبرې تکراروم چې:

مورنۍ ژبه یوه داسې ونه ده چې بېلابیلې څانگې او په زرگونو، لکونو او لا میلیونونه پاڼې یا لغتونه لري، دا ونه که اوبه نه شي، که ونه پالل شي، که شتمنه نه شي او له تکنالوژۍ سره اشنا او مل نه شي؛ نو څنگه هیله کولای شئ چې د دې ونې پاڼې به زېـړې نه شي، وبه نه رژېـږي او دا ونه به زړه او پوده نه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.