د لوږې څونامي ویره او زموږ د خلکو تش‌لاس

آصف بهاند

264

د لوږې څونامي ویره او زموږ د خلکو تش‌لاس

د لوږې‌څونامي

۳۷مه برخه

په افغانستان کې سړو، لوږې څونامي او له گاونډیو هېوادونو د نویوکډوالو فشارونو لاسونه سره یو کړي او ورځ تربلې د یوه لوی بشري ناورین د رامنځته کېدو گواښونه مخ‌په ډېرېدو دي، ځکه نړیوالې اړوند خیریه ټولنې بیا د افغانانو سره د مرستې غږ کړی دی، دا یې د رپوټ یوه برخه ده:

يونيسېف له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره د ۱.۴ ميليارده ډالرو غوښتنه کړې

«د ملګرو ملتو د ماشومانو د لاسنیوي ټولنې، یونیسېف، له نړۍ غوښتي، چې میلیونونه بېوزلي افغان ماشومان هېر نه کړي او د لومړنیو اړتیاو د پوره کولو لپاره یې د دې ټولنې مالي ملاتړ وکړي.

يونيسېف وايي په افغانستان کې ۲۳.۳ ميليونه وګړي چې ۱۲.۶ ميليونه يې ماشومان دي په ۲۰۲۴ کال کې بشري مرستو اړتيا لري. يونيسېف ويلي دغه افغانان د اوږدمهاله جګړو، اقليمي بدلون او هېواد کې د ناوړه اقتصادي حالت او اغېزو له امله بشري مرستو ته اړ شوي دي.

د يونيسېف په وينا په افغانستان کې ډېرۍ کورنۍ خپلې لومړنۍ اړتياوې نشي پوره کولی. د دې ادارې د نړيوالو اړيکو مشر چې هرات ولايت ته د زلزله ځپلو خلکو ليدلو ته ورغلی و، نړيوالو ته د اړو افغانانو د لاسنيوي په پیغام کې ويلي چې افغان ماشومان هېر نه کړي.

نوموړي ويلي، “په ټول افغانستان کې ډېری کورنۍ او ماشومان په اسانۍ سره نشي کولی چې خپلې لومړنۍ اړتياوې پوره کړي. دا حالت ښايي په ژمي کې لا ناوړه شي…. يونيسېف د دوی اړتياوې په يوازې نشي پوره کولی موږ په ټوله نړۍ کې پر خپلو متحدينو او ملاتړو غږ کوو چې موږ سره مرسته وکړي.”

يونيسېف له نړيوالې ټولنې په ۲۰۲۴ کال کې د ۱۲.۶ ميليونو افغان ماشومانو په ګډون د ۱۹.۴ ميليونه افغانانو د لومړنيو اړتياو پوره کولو لپاره د ۱.۴ میليارده ډالرو غوښتنه کړې ده.

له نړيوالې ټولنې دا غوښتنه داسې مهال شوې چې په روان ۲۰۲۳ کال کې نړيوالو مرستندويه بنسټونو د بوديجې د کمښت له امله واردمخه خپلې مرستې يا کمې او يا هم بندې کړې دي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق په ټوله نړۍ کې ۹۴ ميليونه ماشومانو سره د مرستې لپاره د ۹.۳ ميلياردو ډالرو غوښتنه کړې ده.

يونيسېف په خپل تازه راپور کې ويلي اقليمي بدلون. زلزله، د ناروغيو خپرېدو او د جګړو ډېرېدو لسګونه ميليونه ماشومان او د هغوی کورنۍ له سختو شرايطو سره مخ کړي دي.»

حالاتو ته په کتو سره داسې ښکاري چې خلک محکوم شوي دي چې د فقرترکرښې لاندې ژوند وکړي. د لوږې څونامي ویره پرټول هېواد باندې خپره ده. همدا اوس د نوي ۲۰۲۴ ام کال د لوږې وړاندوینې شوې دي. اوس داسې نوي راپورونه خپاره شوي دي چې د هرانسان روح او روان ته ټکان ورکوي او په افغانانو کې یې داسې ویره خپره کړې ده، چې شته‌من او نیستمن دواړه یې وارخطا کړي دي، دا د یادو رپوټونو څو سرلیکونه دي:

ــ بي‌بي‌سي پښتو:

 «د ۲۰۲۴ کال پیل کې له هرو “درو افغان ماشومانو یو یې” له لوږې سره مخ دی»

ــ بي‌بي‌سي پښتو: 

«د مرستو درېدل؛ ځینې افغان مینې په اراموونکو درملو خپل وږي ماشومان اراموي»

ــ بي‌بي‌سي پښتو:

«د مرستندویه ادارو خبرداری؛ راستانه شوي افغانان له ژمي ژوندي وتلو لپاره مرستو ته سخته اړتیا لري»

تاند:

«د نهو نړیوالو مرستندویو موسسو ډلې د افغانستان لپاره د فوري مرستو غوښتنه وکړه»

 په افغانستان کې ټول‌خلک د لوږې‌څونامي له قوی کېدو څخه اندېښمن دي، خو ډېری داسې کورنۍ هم شته چې د ژوندي پاتې‌کېدو هیله یې لږه شوې ده او په دردونکي ډول وایي په سخت ژمي کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره ډېر لږ او یا هېڅ نه لري.چې کېدای شي چې موږ له دې ژمي څخه ژوندي ونه‌وزو.

د بي‌بي‌سي په یوه تازه رپوټ کې راوړل شوي دي چې خلک له څه ډول حالت سره مخ دي:

«د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال سازمان (سېو ده چلډرېن) خبرداری ورکړی چې د ۲۰۲۴ کال په پیل کې به د خوړو د کړکېچ له امله له هرو دریو ماشومانو څخه یو له لوږې سره مخ شي.

د دې ادارې په وینا، په نوي کال کې به په افغانستان کې شاوخوا اته میلیونه ماشومان د لوږې له بحران سره مخ شي ځکه چې یخنۍ لا له وړاندې پیل شوې، د وچکالۍ، زلزلې او اقتصادي ستونزو سربېره به ستونزې لا پسې ډېرې شي.

یو شمېر افغانانو له بي بي سي سره په وروستیو ورځو کې د هغو سختو تجربو په اړه خبرې وکړې چې دوی او د دوی کورنۍ د سړې هوا له امله ورسره مخ وې.

دوی وايي، د خراب اقتصادي وضعیت او په لرو پرتو سیمو کې د سختو واورو له امله د لارو بندېدو ته په پام سره د ډېرو خلکو اقتصادي وضعیت د پخوا په پرتله خراب شوی دی.

یو شمېر یې ویلي، چې دوی اندېښمن دي، چې ښايي ماشومان او زیانګالي کسان به له کافي خوراکي توکو او سون‌توکو پرته له سږني ژمي ژوندي ونه وځي.

د نړیوالې لوږې په اړه د دغې ادارې د شدید خوراکي خوندیتوب د کچې په راپور کې د نويو خپرو شویو شمېرو وړاندوینه کوي چې د ژمي په میاشتو کې به په افغانستان کې د لوږې له بحران یا “بېړنۍ کچې” سره د مخ خلکو شمېر لوړ شي، خو وايي د تېر کال د همدې مودې پرتله وضعیت په ټولیزه توګه یو څه ښه شوی دی.

د ماشومانو د خوندیتوب ادارې په وینا، اټکل کېږي چې ۱۵،۸ میلیونه وګړي، چې د افغانستان د نفوس له دریمې برخې څخه زیات دي، به د ۲۰۲۴ کال تر مارچ میاشتې پورې د خوراکي توکو له شدید کمښت سره مخامخ شي، چې له دې جملې څخه نیمایي یې شاوخوا ۸ میلیونه ماشومان دي.

د دغه بنسټ په وینا، په افغانستان کې د ژمي په رارسېدو سره د کار فرصتونه کمېږي او د خوراکي او سون‌توکو بیې معمولاً لوړېږي.

یوې افغان مېرمنې د ماشومانو د خوندیتوب موسسې ته ویلي، چې ډېری کورنۍ د لوږې له بحران سره مخ دي. دغې ښځې خپله اوه میاشتنۍ لور د خوارځواکۍ له امله د افغانستان په شمال کې یوه کلینیک ته راوړې وه.

هغې وویل: “کله ناکله موږ د خوړلو لپاره ډوډۍ نه لرو او موږ په لوږه ویدېږو. “دا ویجاړوونکی دی چې ګورم زما ماشوم کمزوری کېږي او د خواړو لپاره ژاړي.”»

پخوا به مو د لوږې څونامي ستونزې د حل له‌پاره پر مرستو ډېر ټینگار نه کاوه او ویل به مو چې داسې چاره باید وسنجول شي چې خلکو ته د کارکولو زمینه برابره کړای شي چې په خپلو پښو ودرېـږي او په گدايي اموخته نه شي، خو اوس حالت داسې راغی چې په هغه گدايي هم څه نه ترلاسه کېـږي او یا په ندرت پیدا کېـږي. موږ هم د خلکو په څیر حیران یو چې څه بابد وشي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.