شهرزدا اکبر: طالبان د تاسیساتو په ورانولو سره د ټول افغانستان د ورانولو فکر لري

673

طالبانو په ټول افغانستان کې د تاسیساتو ورانېدو ته مخه کړې او غواړي د دې کار په دوام سره د ټول افغانستان د ورانولو ماموریت ترسره کړي.

د افغانستان د بشري حقونو د کمېسون مشرې شهرزاد اکبر پر خپل ټوېټر لیکلي، چې د طالبانو له لوري د ولسوالیو اقتصادي محاصره، تاسیسات ورانول او بندیان وژل په ښکار ډول د اسلام اساساتو خلاف عمل دی او یاده ډله غواړي، چې افغانستان بېرته پخوانیو کلونو ته ورستون کړي.

نوموړې ویلي، چې د طالبانو یاد اعمال به افغانستا کې یو لوی ناورین رامنځته کړي، چې بیا به یې مسؤلین هم طالبان وي.

باید یاده شي، چې طالبانو په دې وروستیو کې د ملکي خلکو وژلو او د عامه تاسیاستو ورانولو ته ادامه ورکړې، چې ګڼ شمېر ودانۍ، روغتیايي مراکز، سرکونه او مکتبونه یې وران کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.