د هالنډ په مرکز کې یو شمېر مهاجر افغانان د لاریون په ډول راټول شوي او افغانستان کې یې د جګړې پر ضد شعارونه ورکوي.
په ټولینزو رسنیو کې لاس په لاس شوې ویډیو ښيي، چې هالنډ میشتي افغانان په هېواد کې روانه جګړه د ایران او پاکستان نیابتي جګړه بولي او له نړیوالو غواړي، چې نور دې د افغانستان وضیعت ته جدي پاملرنه وکړي.
دوی پر پاکستان نیوکې کوي، چې طالبان روزي، پټنځایونه ورکوي او هره ورځ یې افغانستان ته د جګړې لپاره لیږي.
لاریون کوونکو له ځان سره په راوړیو بنرونو لیکلي، چې افغانستان د پاکستان د نیابتي جګړې قرباني دی او نړیوال باید په دې برخه کې خپله اوږده چوپتیا ماته کړي؛ ګني دوی به تر هغې خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي، ترڅو، چې د افغانستان د مسئلې په تړاو ټولو هېوادونو اقدام نه وي کړی.
باید یاده شي، چې دا لومړی ځل نه دی، چې بهر میشتي افغانان هېواد د وضیعت په اړه لاریونونه کوي؛ بلکې تر دې وړاندې هم امریکا کې د سپینې ماڼۍ مخې ته افغانان راټول شوي وو او له یاد حکومت یې د افغانستان د روان وضیعت د حل غوښتنه کوله.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.