په متلونو کې تشبېه

شاه محمود کډوال

872

د متلونو د بیلابیلو ښکلاوو څخه یو هم د تشبیه ادبي صنعت دی، چې په ځینو متلونو کې لېدل کېږي.
_ بده ماینه تنګه موچڼه ده.
په پورتني متل کې بده ماینه له تنګې موچڼې سره تشبیه شوې ده. موچڼه یې مشبه به او بده ماینه یې مشبه ده. د مشبه او مشبه به تر منځ ورته والی( بدي یا رنځ) دي.

_ د بل ډوډۍ یا پور ده یا پیغور.
په یاد متل کې د بل ډوډۍ له پور او پیغور سره تشبیه شوې ده. د بل ډوډۍ مشبه پور او پیغور مشبه به دي او ورته والی په! بدوالي )کې دی.

_ ښځه د تن جامه ده.
ښځه د تن له جامو سره تشبیه ده ورته والی یې هم په(درنښت او پرده) کې دی.

_ تربور د ترږمۍ موږی دی.
په پورتنی متل کې تربور له تروږمۍ سره تشبیه ده ورته والی یې زیان یا ضرر دی.
همداسې نور متلونه هم لرو چې د تشبیه په ډول کارول شوي دي. متل د فلکور ادب او تشبیه د فنون له غوره برخو څخه ده چې په شاعرۍ کې ډېر کارول کېږي.

کتاب: د پښتو متل څپړنه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.