امريکا: روسیه له اوکراين سره پر پوله عسکر ډيروي

493
د روسیې او اوکراين ترمنځ د يوې ممکنه وسله والې شخړې پر سر بحران په ترڅ کې د امريکا حکومت پر روسیې د ناسمو معلوماتو د خپرولو تور لګولی دی. د آلمان صدراعظم هم له ولسمشر جو بايدن سره تليفوني تماس نيولی دی.
د امریکا متحده ايالاتو حکومت د روسیې له خوا د ځواکونو د قسمي اخراج خبرونه، ناسم معلومات بللي دي او په دې آند دي چې روسيه د عسکرو د کمولو پر ځای د هغوی د زياتولو په حال کې ده.
چهار شنبه ماښام د سپينې ماڼۍ يوه لوړپوړي چارواکي په واشنګټن کې وويل چې په دې «تېرو ورځو» کې روسیې ۷۰۰۰ اضافي عسکر د اوکراين پولې ته څيرمه سيمو ته انتقال کړي دي. دغه چارواکي زياته کړې چې له دې عسکرو څخه «ځيني آن نن دغو سيمو ته رسېدلي دي.»
د امريکا دغه حکومتي استازي زياته کړه چې د دوی تازه معلومات ښيي چې د روسیې د ځواکونو د قسمي اخراج ادعا «ناسمه» ده. د نوموړي په حواله روسیې ويلي ول چې ديپلوماتیک حل ته ليوال دي خو کړنه یې برعکس لوري ته اشاره کوي.
روسیې له کريميا څخه د عسکرو ايستلو اعلان وکړ
دغه چارواکي له ژورناليستانو سره په خبرو کې وويل چې مسکو که څه هم «د خبرو اترو وړاندیز کوي او د وضعيت د خرابيدو د مخنيوي ادعاوې هم» خو «په پټه يوې جګړې ته د چمتووالي نيولو په حال کې ده.»
Konflikt I Belarus I Ukraine I Russland
د رويترز خبري آژانس په حواله په دې منځ کې د روسیي د دفاع وزارت ويلي دي چې په کسپين سمندرګي کې یې شلو جنګي بيړيو په تمرینونو لاس پورې کړی دی. د لوېديځ سره د اوکراین پر سر د ترنګلتياو په ترڅ کې د روسیې دې فعاليتونو د نړۍ پام ځانته راړولی دی.
 
شولڅ او بايدن تليفوني خبرې کړي
 
د ولسمشر جو بايدن او آلمان د صدراعظم اولاف شولڅ له نظره هم پر اوکراين د روسیې د بريد خطر موجو دی. د آلمان د حکومت وياند شتيفن هيبشرايت په حواله د يوه تليفوني تماس په ترڅ کې دواړه پر دې سره همنظره ول چې په سيمه کې د روسي ځواکونو د پياوړي حضور له کبله وضعيت جدي دی.
 
دواړو مشرانو په عين حال کې د روسیې د ولسمشر ولاديمير پوتين د هغو څرګندونو څخه هرکلی وکړ چې ويلي ول دیپلوماتيکي هلې ځلې باید دوام پيدا کړي.
 
تر ۱۵۰ زرو ډېر روسي عسکر؟
 
د روسیې حکومت د سه شنبې په ماښام د اوکراين له سرحده د خپلو ځواکونو د يوې برخې د ايستلو اعلان کړی وو، خو د امريکا ولسمشر جوبايدن تر دې وروسته هم پر اوکراين د روسیې د بريد په اړه خبرداری ورکړی وو. د نوموړي په خبره د اوکراين او روسیې پر پوله تر «۱۵۰ زره ډېر» روسي عسکر مستقر دي.
Präsident Joe Biden und Bundeskanzler Olaf Scholz
امريکا ته د سفر پر وخت د آلمان صدراعظم او جو بایدن له کريملن څخه د وضعيت د آرامولو غوښته وکړه
 
د ناټو عمومي منشي ينس ستولتبیرګ هم د چهار شنبې په ورځ ورته څرګندونې وکړې. هغه ويلي ول چې د روسیې د ځواکونو د ايستلو هیڅ نخښې نښانې نه شته «بلکې برعکس داسې ښکاري چې روسيه خپل پوځي حضور لا پسې پياوړی کوي.»
 
له «ناوړه جوړ جاړي» څخه خبرداری
 
د اوکراين جمهوررئيس ولاديمير زيلسنکي هم د اوکراين له سرحده د روسیې ځواکونو د يوې برخې د ايستلو ادعاوې رد کړي دي. هغه له «بلد» ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل: «موږ پر هغه څه چې اورو یې باور نه کوو، بلکې يوازې په هغه څه باور لرو چې وينو یې.»
 
په آلمان کې د اوکراين سفير ادرې ميلېنک د آلمان حکومت ته د اوکراين په کړکېچ کې له «ناوړه جوړ جاړي» څخه خبرداری ورکړ. نوموړي د فونکه رسنیز ډلې سره په خبرو کې وويل چې د آلمان ائتلافی حکومت دې په دې موخه چې له يوه اړخه یې خپل موقف قوي شي او بل لوري ته په ناټو کې د اوکراين د غړيتوب موضوع ډېره شاته ورغورځيږي، د روسیې له حکومت سره هیڅ جوړ جاړی نه کوي.
 
پر ټوله نړۍ یې اغيزې
 
د امريکا متحده ایالاتو د مالیې وزيرې جېنت يېلين، پر ټوله نړۍ د اوکراین د بحران د اغیزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړې د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې وويل: «موږ نړيوال بازار ته د تیلو د ورکوونکي او همدا راز اروپا ته د ګازو د صادرونکي په توګه د روسیې د اهميت له کبله د انرژۍ پر بازار د ممکنه اغیزو له وجې اندېښمن يوو.»
 
نوموړې ومنله چې پر اوکراين د يرغل په صورت کې د روسیې پر وړاندې بندیزونه به د نورو هيوادونو له پاره هم پایلې ولري. يېلين ټینګار وکړ: «کله چې بندیزونه ولګيږي نو طبعاً زموږ موخه به داوي چې ستره بیه یې روسيه پرې کړي، خو موږ په دې پوهيږو چې بندیزونه به پر ټوله نړۍ اغېزې ولري.»
دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.