د ښځو آزادي

ولي خان کاکړ

1,018

یو شپونکی خپله رمه باندې ډیر مهربان و، هر وخت به یې د خپلو میږو ساتنه کوله، مازیګر به چې رمه له غر نه راوسته نو د کور ټولې دروازې به یې قلف کړې، ترڅو چې لیوان رانشي او میږو ته څه ضرر ونه رسوي.

یوه شپه چې لیوان ډیر وږي شول نو د شپونکي کور ته ورغلل ترڅو چې د خپلو خیټو چاره وکړي، کله چې د کور دروازې قلف ولیدلې نو ډیر مایوسه شول، بیا یې مشوره وکړه چې راځئ همدلته به لاریون وکړو چې ولې شپونکي میږې او بزې بندې کړې دي؟ د میږو حقوق یې تر پښو لاندې کړي دي، میږې او بزې باید خپلې خوښې ته پریښودل شي ترڅو چو آزاده فضاء کې خپل ژوند څخه خوند واخلي.

میږو او بزو چې د لیوانو چیغې واوریدې نو زړونه یې باغ باغ شول، چې رښتیا هم لیوانو سره زمونږ د حقوقو غم دی، شپونکي خو مونږ ټول عمر بندیانې کړې یو، یوه ورځ مو هم خپلې خوښې ته نه پریږدي، نو راځئ چې نور د لیوانو په څېر آزاد ژوند وکړو، اوس خو هسې هم ډیموکراسي ده لیوان مونږ باندې کار نه لري.

دوهمه ورځ میږو او بزو هم چیغې شروع کړې، د لیوانو له دروغجنو شعارونو څخه متأثره شوې، نو په خپلو ښکرونو باندې یې دروازې ماتې کړې، تر دې چې د غر په لوري روانې شوې او لیوان وروسته ورپسې روان شول، شپونکي بیچاره ډیرې چیغې وکړې چې لیوان ستاسې دښمنان دي، غواړي چې دوکه درسره وکړي او د خپلو خیټو کار یې وشي، مګر میږو او بزو د شپونکي خبرو ته غوږ ونه نیوه، بالآخره شپونکی هم مایوسه شو.

کله چې میږې او بزې د غر لمنې ته ورسیدلې نو لیوانو د خپل پلان مطابق عملیات شروع کړل، د ډیر وخت راهیسې چې وږي ګرځیدل نن یې خپل زړونه یخ کړل، میږو او بزو باندې یې برید وکړ، ټولې میږې او بزې یې د سترګو په رپ کې ختم کړې، یوازې هډوکي یې پاتې شول.

نن ورځ چې غربیان او ډیموکراټان د ښځو د حقوقو او آزادۍ دروغجن شعارونه زمزمه کوي، له دوی سره هیڅکله د مسلمانو خویندو غم نشته دی، بلکې د دوی یوازینۍ موخه د مسلمانو خویندو عزت او عفت لوټل دي، ترڅو چې د ډیموکراسۍ تر چتر لاندې د مسلمانو ښځو عزت هم د غربیانو ښځو په څېر لیلام شي، مسلمانه ښځه هم د هغه غربي ښځې په څېر یوازې د جنسي غریزې وسیله وګرځي، د مسلمانې ښځې عزت ته هر څوک لاس رسی ولري، ترڅو په ډیره آسانۍ سره اسلامي ټولنه په اخلاقي فساد باندې ککړه شي.

نو هر مسلمان باید پدې پوه شي چې د ښځو حقوق یوازې اسلام خوندي کړي دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.