د چین ستر دیوال

شفق

1,418

د چین ستر دیوال د چین په شمال کي یو ډبرین او خاورین دیوال دی چي د میلاد څخه مخکي د پنځمي او شپاړلسمي پیړۍ په منځ کي جوړ سوی دی ، دیوال په دي نیـت جـوړل کړل سـو چي د بیلا بیلو پادشاهـي دورو په جـریان کي به د چین د امپراطوری د شمالي سیمـو دفاع کوي

د چین ستر دیوال په ختیځ کـي د ,, شانهاګوان ,, څخه بیا  په لویدیځ کي تر ,, لوپ نور ,, پوري غځیدلی دی ، د چین ستر دیوال 8851,1 کیلومټره اوږدوالی لري ددي فاصلي څخه یي د 6259,6 کیلومټرو په اندازه بـرخه خپله دیوال نیـولي د  359,7 کیلومټرو په اندازه بـرخه یي مرچلـونـو

 او دا پاته

2232,5 کیلومټره په اندازه بـرخه یي طبیـعي او دفاعـي سیمو لکه غونډیو او سیندونو اشغال کـړي ده.

دچین_د_دیوال_لنډه_تاریخچه:

پنځه پیـړۍ وړانـدي تر میلاده په چین کـي د قي او ژاو دولتـونو په ګـډه یو پلان جـوړ کـړ چي د خپل هیـواد د سرحدونو دفاع په ډیره بهترینه او فوق العاده توګه سره وکړي ، د هغـوی نظر داوه چي یو داسـي شی به جوړوي

چي د کوچنیو حملو او د تورو د جنګونو په مقابل کي ښه رول ولوبوي

[قین شي هوانګ] چي کله ټول مخالف ایالتونه فتحه کړل

نو یي د میلاد څخه 221 کاله مخکي ټـول چین سـره

یو کړ او د قین کورنی (Qin Dyn asty) بنسټ یـي

 کیـښود

امپراطور د خپلي امپراطوری د دفاع په خاطر امر وکـړ

چي یو نـوی دیوال باید جوړ کړل سي چي د شمال نـوي پولي او سرحدونه  د نورو سنـګرونو سـره و نښلوي

څو د شمال څخه د کسیو نګنو د وګـړو د راتګ مخه

 ونیسي. د یوال د جوړیدو په پیل کي یوازي د خاوري

څخه کار اخستل کیده

خـو د وخـت په تیریدو سره د کاڼـو او ډبـرو څخه د استفادي سر سـم یي

د څار برجونه هـم ورغول ، په ډیرو سختـو حالاتـو کي تر

یو نیـم میلیون زیاتـو وګړو د دیوال په جوړیدو کي ونـډه

واخیسته او همداراز ویل کیږي چي په هر یوه متر کي یـوه

وګړي خپل ژوند دلاسه ورکړی دی ، د ټانګ کورنی د واکمني

پر مهال دیوال د خطر سره مخ وو.

خو د 1368 او 1644م کلونو تر منځ د مینګ د کورنی د واکمني پر مهال د دیوال د بیا جوړوني پروژي پیل او پای

ته ورسیدي او علاوه پر دي دیوال نور هم اوږد کـړل ســو

د چین د په زړه پوري او زړه راکښونکي ستر دیوال ساتنه

د شاوخوا زر کلاوو او څار برجونو څخه کیده کله چي به

د دښمن قواوي دیـوال ته رانیژدي کیدي نو به د دیوال

سـاتونکو د پروړو انبارو او لرګـو څخه اور بلاوه څــو

د ښمـن مخه ونیسي او دښمـن ته زیان ورسـوي

د وخـت په تیریدو سـره د چین د ستر دیوال کار پای ته ورسیده او دیوال د دیوال جوړونکـو او ددي دیوال بنسټ ایښیدونکـو

د چین او نړۍ په تاریخ کي ځانتـه ځای خپل کړ.

هیره دي نه وي چـي د دیوال د کار د تماميدو وروسته کوچیانـو ته په جایـزه کي په زرګونـو کیلومټـره ځمکه

 ورکول سـوه.

ماخذونه: د نړۍ اووه عجایبـي او د چیـن تاریخ

نېټه:  29 / 5 /2022 ….

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.