د ايران د ملي بانک له څانګې د امانتونو ۲۵۰ صندوقونه غلا شوي

572

په تهران کې د ايران ملي بانک د وروستيو رخصتيو په ترڅ کې لوټ شوی دی. د دې بانک د امانتي څانګې ۲۵۰ صندوقه غلا شوي دي. غلو په بانک کې نصب شوې کامره هم له ځانه سره وړې ده.

د ايران د دولتي تلویزيون د رپوټونو په حواله د دې پېښې په ترڅ کې د غلو يوې ډلې په تهران کې له امانتي صندوقونو څخه د غلا په موخه چې د بانک په تهکاوۍ کې ځای پر ځای وو، په خوا کې له پرتې ودانۍ څخه استفاده کړې وه او د دغه ودانۍ له لارې بانک ته داخل شوي ول.

پېښه هغه مهال رامنځته شوې ده چې بانک د درې ورځنیو رخصتيو په ترڅ کې بند وو.

د لوټل شوې شتمنۍ اندازه نه ده ښوول شوې

د معلوماتو له مخې غلو د بانک د څنګ ودانۍ له لارې د بانک ديوال سوری کړی او هغه خونې ته یې ځان سولی دی چې دغه صندوقونه پکې ځای پر ځای شوي ول. د رسنيو د رپوټونو په حواله غلو ۲۵۰ امانتي يا سيف ديپازيت باکسونه له ځانه سره وړي دي. دغه بانک د ايران ملي بانک يوه ستره څانګه ده.

د ایران دولتي تلويزيون په خپلو رپوټونو کې دا نه دي ويلي چې په دغو صندوقونو کې کوم ډول ګران بيه توکي ول او ارزښت یې څومره وو. د ايران ملي بانک تر دغي پېښې وروسته د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال جون ۶) په خپله يوه اعلاميه کې ويلي چې د دې غلا له کبله يوازې «محدود زيان» رسېدلی دی.

د بانک منيجر د خطر زنګ له پامه غورځولی وو

د ايران نيمه دولتي خبري آژانس مهر نيوز ويلي دي، کله چې غلو د بانک ديوال سوری کړ نو هغه وخت د خطر زنګ وغږيد چې له لارې یې د بانک منيجر ته هم خبرداری رسېدلی وو. خو د بانک منيجر زنګ له دې کبله له پامه غورځولی وو چې تر دې وړاندې هم دا زنګ په غلطۍ غږيدلی وو.

د مهر خبري آژانس په حواله د بانک د خطر د زنګ سیسټم داسې نه دی عیار شوی چې د خطر په صورت کې په اتوماتيکه توګه سيمه ایزو پوليسو ته خبر ورکړل شي.

د تهران دا بانک چې غلا پکې شوې ده، د ښار د يوه ستر سړک پر غاړه پروت دی او له پوهنتون او د پوليسو له يوه مرکز سره نزدې موقعيت لري.

په ايران کې د بانک د لوټ کیدو پېښې ډېرې لږ رامنځته کيږي. تر دې پېښې وروسته پوليسو له شکمنو کسانو څخه پوښتنې ګرويږنې پېل کړي دي چې د بانک ځيني کارکوونکي هم پکې شامل دي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.