بدلون: د افغانستان ځنګلونه، د هېواد په شتمنۍ اور بل دی

محمد اسماعيل عندليب

766

کلونه وړاندې په هېواد کې د لاریونونو یوه څپه خپره شوې وه، د افغانانو د لاريون لامل له خپله مذهبه دفاع وه، له هېواده بهر د الاهي کتاب قرأن عظيم الشان سپکاوی شوی و، دا د دوه زره او پځم زېږديز کال و، لاريون شيبه په شيبه پراخېدو، او د څه شيبې وروسته پکې مرګ ژوبله پيل شوه، د جلال لاريون هومره پراخه او قهريدلی شو، چې په کورونو، عامه شتمنيو او بيا دولتي تاسياتو او ودانيو بريدونه پيل شول.
دا معلومه نه ده چې د لاریون شدت له کومه ځايه سرچينه اخلي، خو وروسته معلومه شوه، چې د لاريون په منځ کې داسې خلک وو، چې لاريون وال يې لا تاوتریخوالي ته هڅول، په ودلتي  ودانيو کې ټول اسناد وسوځېدل، ان تر نن ورځې نژدې اولس کاله يې تېر شوي، ډېر خلک په هغه لاریون کې د خپلو سوځېدلو تذکرو له کړاو څخه په امن نه دي.
د هغه لاريون په اړه وروسته داسې شواهد تر لاسه شول چې ځينو بهرنيو کړيو پکې لاس درلود، ډ لاريون په منځ کې يې خپلو پلويانو ته داسې وسايل ورکړي و، چې یوه لويه خونه په څو ثانيو کې د اور خوراک کړي، دولتي اسناد وسوځوي، ودانيو ته اور ورته کړي، غلاوې وکړي، او ويجاړی منځ ته راوړي.
تازه وضعيت دا دی چې له دوه اونيو راهيسې د هېواد په ځینو سيمو کې په ځنګلونو په ناڅاپي ډول اور بل شي، د افغانستان دا ژوندۍ شتمنۍ لولپه شي.
پخواني حکومت د ځنګلونو په وهلو بنديز لګولی و، خو بیا هم په قاچاقي ډول وهل کېدل، پخوا داسې راپورونه هم وو، چې د ډيورنډ کرښې ته نژدې له پاکستانه ځينې خلک را اوړي د افغانستان ځنګلونه او ځينې هغه ونې چې ميوه ورکوي لکه چهارمغز او جڼغوزي له بېخه باسي، راپورونه دا و چې دا پاکستان پوځيان کوي، خو بيا هم د وخت حکومت وخت په وخت لاس په کار کېدو.
حکومت له يو اړخه د مخنيوي خبرې کولې، له بلې خوا يې وهل او قاچاق روان وو، ان په یوه پېښه کې خو د کونړ چارواکو د کومې حکومتي ودانۍ د جوړولو لپاره د لرګيو د وهلو د څو زره فوټ مربع ځنګل د وهلو امر په څو لکه فوټ مربع بدل کړی و. مطلب دا دی چې د ټولو خواوو کار روان و، غلا ته لاره جوړه وه، نو د تباهۍ داسې بنسټيز اقدام نه و شوی چې هر څه د اور په لمبو وسېزل شي.
اوس اسلامي امارت د وزيرانو شورا د پرېکړې تر مخې د ځنګلونو وهل منع شوي، حکومت په ځينو ولايتونو کې په ځنګلونو ګرځېد، د ځنګلي سیمو د ساتلو لپاره د يو پوځي واحد د منځ ته راوړلو ژمنه وشوه، په ټوله کې د ځنګلونو د وهلو مخه ونيول شوه، قاچاق يې ودرېد، او هغه چا چې ګټه ځينې اخسته يا هغه چا چې تر لاسه کول، په کور کېناستل.
دا چې په نورستان کې نژدې دوه سوه جريبه ځنګل، په کونړ کې یوه اندازه، په خوست کې پنځوس جريبه ځنګل، او اوس د ننګرهار په هسکه مېنه د سپين غر په لمنه کې ځنګلي سيمو اور واخيست، د جلال اباد د لاريون حالت مخ ته راوړي، داسې ښکاري چې د ځنګلونو د سوځولو په برخه کې هم ځينې بهرنۍ کړۍ لاس په کار شوي، ځکه دا اسانه خبره نه ده چې له يو کوچني بڅرکي او بې د کوم لامل له شتون څخه داسې سيمه کې شنې ونې اور واخلي، چې نه هلته رسېدل کېدای شي، او نه مخکې داسې پېښه وې وی.
دا یو طرحه شوی پلان ښکاري، او د افغانستان دوښمنانان غواړي، چې هېواد له هر څه بې برخې کړي.
اوس اسلامي امارت واکمن دی، زموږ باور دی چې اسلامي امارت ټولې برخې فعالې دي، په څو ورځو کې د دوه نيمو کلونو ورک ماشوم پیدا کوي، وسله وال او فکري مخالف په خپل کې پیدا کوي، د څو ساعتونو په ترڅ کې يې له منځه وړي، د لاریون له منځه محرک کسان په نښه او شپه په شپه يې نيسي، اعتراف کوي، سزا ويني او نور د جرم مخه نيول کېږي، نو د اسلامي امارت لپاره دا بعيده نه ده چې د ځنګلونو د اور اخستلو لامل معلوم کړي، او که کومه حلقه پکې لاس لري، نابوده يې کړي.
افغان دولت له چين څخه مرسته وغوښته، هغوی مرسته ونه کړه، معلومه ده چې موږ د داسې پېښو سره د مقابلې توان او وسايل نه لرو، اوس چې ولس کوم همت کوي، د ستايلو وړ دی، البته په اوږده موده کې اقدام د دولت کار دی.
هيله لرو چې دولت به د نورو سياسي  مسائلو په څېر د دې ولسي او اقتصادي موضوع سره د پټپټوني چلند ونه کړي، اقدام به وکړي، پايلې به له ولس سره په ځغرده شريکې کړي، ځکه دا موضوع داسې حيثيت نه لري، لکه د TTP او پاکستان د حکومت تر منځ منځګړیتوب.
پای
2022-06-13

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.