یو خوب: محکمه او يو تأثر

محمد اسماعيل عندليب

556

د يوې محکومې او جاهلې ټولنې ګوډاګی او بدکرداره «ملک» د خپل بادار د يو ادنی استازي مخې ته ناست و، د “بادار” “استازي” له يو بې ګناه زنداني تحقيق کاوه، د دې ناستې موخه دا وه چې ګوډاګی د نورو ټولنو په نېواک کې د خپل بادار اوامر ښه عملي کړي، او د “بې ګناه زنداني” روان مطالعه کړای شي.
دا ګوندې محکمه او محاکمه نه، بلکې يو تدريسي ټولګی و، چې “ملک صيب” پکې زده کوونکی، “محقق” پکې ښوونکی، او بې ګناه زنداني پکې هغه لیکچر و، چې بايد “ملک صيب” ورڅخه د بادار د اوامرو په عملي کولو کې د لارښود په توګه کا واخلي.
“محقق” ډېر بد لهجه انسان و، “زنداني” متين ښکارېدو، خو ارام و، او له مجبوريته همکار و، “ملک” سخت متوجه و، څو يو ټکی ځينې خطا لاړ نه شي.
د محقق له کلي دوه پېغلوټې انجونې راغلې، له محقق يې د هماغه د مسلک کتابونه وغوښتل، داسې يې وښوده چې که محقق دې کتابونو ته اړتيا نه لري، نو دوی دې پرې ونازوي، خو محقق ژمنتيا وښوده چې دا يې خپل نه، بلکې د نظام ملکيت دی، قيمت به تاديه کوي، که څه هم ډېر لږ قيمت و، نجونو موافقه وکړه.
تحقيق ودريد، زنداني او ما يواځې تماشه کوله، محقق دوه ډبل کتابونه دوه انجونو ته ډالۍ کړل، انجونې روانې شوې، محقق غږ کړ چې د قيمت له ورکړې مخکې دې نه ځي، نه شي کولای د نظام ملکيت وړيا ورکړي.
“ملک صيب” رانېغ شو، په يوه پردۍ ژبه يې وويل (د انجونو زده کړه د ټولنې پرمختګ دی)، او بيا يې د انجونو پر ځای د هغو کتابونو قيمت اداء کړ، په خندانه خوله يې هغوی رخصت کړې.
زه چې د دې صحنې يو خاموشه تماشايي وم، غريب ونيوم، د صحنې پر مخ پرده راغله، او چې سترګې مې رڼې شوې، د کابل ښار په يو کونج کې په داسې خونه کې پروت وم، چې له څو ساعتو يې برېښنا نه درلوده، خو د لمر وړانګې د خونې تر منځه رسېدلې وې، او ماته زما د کلي د ښوونځي انجونې زده کوونکې راپه زړه شوې.

2022-06-16

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.